نړی خور امپریالیزم ، واقعیت که ادعا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد آصف خواتي
 شلمې پیړی که له یوې خوا دوونړیوالوجګړودپيښیدوله امله دمیلیونوانسانانوسرونه واخیستل له بله پلوه  دنړیوال امپریالستي مستعمراتي سیستم دړنګیدوګواهي هم ورکوي۰ دشلمې پیړي داډول بهیر د امپریالیسم ولسي ضدماهیت څرګندوي چې دخپلوګټو په موخه په هرجنایت

لاس پورې کوي۰ د امپریالستانو دبشري ضدکړنوله کبله دي چې په تیره پیړي کې دامپریالستي زبیښاک اوښکیلاک  ضدروحیه نه داچې د ښکیلاک لاندې ولسونو کې خورا پیاوړې وه بلکې په پر مختللو پانګوالو هیوادونوکې هم ترسترګو کیده۰ هغه مهال به په نړۍ کې داسې ستر ښارنه وچې هلته به دامپریالستانو  دجنایتونو،  میلیتاریستي تګلارو، دنوروهیوادونوپه کورنیوچاروکې د لاسوهنو اوتیریو خلاف غورځنګونو لاریونونه اواعترضونه نه وي شوي۰ دپانګوال سیستم ددې بشري ضدکړنوله امله وو چې هغه دنړیخورامپریالیسم، بې ثباتۍ  او دجګړو دسرچینې اودولسونوددښمن نوم  خپل کړي۰   ځینې افغانان چې دامپریالستي سترشیطاني تبلیغاتي ماشین څخه اغیزمن شوي د ي د ګران افغانستان دکیڼ اړخو سیاسي خوځښتونوغړواودمترقي اندونو خاوندانوته داپېغورونه ورکوي چې پرون یې د نړی خورامپریالیسیم نارې سورې وهلې اونن په هماغه نړی خوروامپریالستي هیوادونوکې  ژوند کوي۰ دهمدې ډول تفکر د خاوندانوڅرګندونواوپیغورونو وهڅولم پدې مسئله چې  نړیخور امپریالیسم واقعیت دۍ که ادعا بحث وکړم۰
بحث  به له دې پیل کړم چې ولې لویدیځ شتمن  اوافریقایي، آسیایي اودلاتینې امریکې هیوادونه خوار،  بیوزله او وروسته پاتې دي؟
که دنړی دپنځلسمې - شپاړلسمې پیړۍ حالاتوته چې فیوډالي واکمنو اقتصادي مناسباتوخپل ځای پانګوالۍ ته پریښودځيرشودنړی پرمختللوهیوادونویوبل ته ورته حالت درلود۰ دساري په توګه د بریتانیا اوآلمان اقتصادي وضعیت  دهندوستان  اوچین سره توپیرنه درلود۰ تردې چې دهند دفولادو  صنعت  دبریتانیا څخه اوچین بیا په صنعتي تولیداتوکې دآلمان څخه مخکې و۰ خونن حالات بل ډول دي۰ داچې نن مهال لویدیځ دافریقا، آسیا اولاتینې امریکا نه مخکې دۍ لامل یې باید دلویدیځ له لوري ددې هیوادونودشتمنیوپه لوټولوکې ولټول شي۰ په شپاړلسمه پیړۍ کې څلوروهیوادونو ( بریتانیا،  هسپانیا ، پرتګال اوهالند ) چې دکښتېوجوړولوپه  صنعت کې  مخکې وو پدې وتوانیدل چې سمندري لارې ترخپل کنترول لاندې راوړي اودسمندري غلولقب ترلاسه کړي۰ ددې غلاوواولوټماریو له امله هغوي ځواکمن اوشتمن شول۰ دې ځواکمنتیا دوی ددې جوګه کړل چې په آسیایي اوافریقا یي هیوادونو ورودانګي ،هغه ونیسي ، شتمنۍ یې لوټ کړي اودهغوپرمټ خپل صنعت اواقتصاد ته وده ورکړي۰ البته نوروښکیلاکګرواورپايي هیوادونوورته لاره غوره کړه ۰داروپايي ښکیلاکګرو داډول لوټماري ددې لامل شوه چې ددوی ترښکیلاک لاندې هیوادونه په لوږه اوفقرکې پاتې شي اودوی لا شتمن شي۰  دپانګوالۍ دودې په پایله کې چې دسترو پانګوالو هیوادونو تولیدات زیاتیدل او دې تولیداتوته نور ددوی په اړونده هیوادونوکې تقاضا نه وه دې ته مخه کړه  چې په نوروهیوادونوکې خپلوتولیداتو ته بازارونه  ومومي چې پایله یې دستروپانګوالوهیوادونوترمنځ دجګړو پیښېدل دي۰ په شلمه پیړۍ کې ددوو نړیوالو جګړوپیښیدل چې میلیونونه انسانان پکې ووژل شول اومدنیتونوپکې خاورې ایرې شول  څرګندې بیلګې دي۰ دپرمختللوپانګوالو دولتونوله لوري دنړی په ولسونووردانګل ، دهغوی دشتمنیو لوټول، دسیمه ایزواونړیوالوجګړوداورونوبلول ددې څرګندواقعیت ښکارندوی دۍ چې امپریالیسم دخپل ماهیت له کبله دنړیخورلقب وګټي، دجګړو سرچینه اودبشریت دښمن وګنل شي۰ پردې بنسټ ویلای شو چې امپریالسم ته دنړی خور نوم ورکول ادعا نه بلکې انکارنه منونکی واقعیت و اونن هم دۍ۰ امپریالستان چې په نړیوالو تعاملاتوکې یوازې اویوازې د خپلوګټوپه هکله فکراوعمل کوي ،هغو ته درسیدو لپاره په هرجنایت  لاس پورې کوي اودخورا ارتجاعي اوجنایتکاروکړیواوډلو سره دوستي اوانډیوالي کوي۰ ددې ادعا څرګندساری یې ننی واکمن افغان جنګسالاران اوجنګي جنایتکاران دي چې انګلو- ساکسوني اشغالګروپه افغان ولس واکمن کړیدي ۰ امپریالستانو ددریمې نړۍ  دشتمنیو دلوټ په موخه مختلفې پلمې اوتیرایستونکي تبلیغات لکه دولسونوفرهنګي کول،دولسواکې ټینګښت ، دبشري حقونودفاع ، ګلوبالیزم، دکمونیسم ، اسلامي بنسټپالنې ،ترهګرۍ  دګواښونوپه وړاندې د مبارزې په نامه  په نورو ولسونو تیري کړي، هلته یې دجګړواورونه بل کړي، قومي ، فرقه یي اومذهبي شخړواوبې اتفاقیوته لمن وهلې ،هغوی یې دخپلواکۍ نه بې برخې کړي اوهلته یې خپل  روزلي جګړه ماران ، حرفوي قاتلان اوګوډاګیان واکمن کړي دي۰ سربیره پردې  د یوبل سره یې دغلوپه شان هم له ټګۍ اوبرګۍ ، چل اوول، غولونې اوتیرایستنې څخه ډډه نه ده کړې۰ ښه بیلګه یې دامریکې دڅارګرې ادارې له لوري دنړی د مشرانو ، سیاستوالواوسوداګرواوپه هغوکې دخپلو ناټويي متحدینو دمشرتابه دټيلیفوني اړیکو څاراو اوریدنه ده ۰ دامریکې دنړی خورامپریالیسم  د څارګرې ادارې له لوري دخپلو ناټويي  متحدینو دمشرانودټيلیفوني اړیکوڅارنه دسپینې ماڼۍ دچارواکو شیطاني ماهیت بربنډوي چې نړیوال منل شوي اصول چې دوی پخپله تنظیم کړيدي هم ترپښولاندې کوي۰ امپریالستان چې تل ددموکراسۍ اوبشري حقونوددفاع نارې سورې وهي خوپه عمل کې د همدغود دموکراسۍ ددښمنانواودبشردحقوقودسرغړونکوسره چې ددوی په چوپړکې دریدلي وي دخواخوږۍ اوانډیوالۍ کرغیړن مزي ټینګ کړي دي۰ څرګند ساری یې حاجی ګلالی یا حاجی جلاله دۍ چې کله امریکایانوپه کال ۲۰۰۱ کې افغانستان اشغال کړ ګلالۍ یې دافغانستان داستخباراتودمشر( دملي امنیت درئیس) په توګه وګوماره۰ نوموړي دخپلوامریکایي بادارانوپه دستورزیات شمیرافغانان چې اشغال ته یې سرنه ټیټاوه په بیرحمې سره شکنجه اوحتي ووژل۰ دګلالي له خوادافغانانودبیرحمانه شکنجو اووژنوخبره دې ته ورسیده چې دامریکې څارګرې ادارې هغه ته د «افغانستان دظلم درئیس» لقب ورکړ۰ خوپدې وروستیوکې دامریکې واشنګتن پوست، فارن پالیسۍ اودسویس مګزین داپوښتنې راپورته کړې دي چې څه ډول دادافغانستان دظلم رئیس چې دملګروملتو دبشردحقوقو څانګې دهغه دمحاکمې غوښتنه کړې اوس مهال دامریکې په کالیفورنیا کې ژوندکوي اوچا هغه هلته رسولی دۍ؟ « دسویس مګزین په اند ددې پوښتني ځواب آسان دی . څنګه چي حاجي ګلالي په خپله کاري دوره کي د امریکایانو لپاره تر حد وتلی چوپړ وهلی او د هغو ی په امر او لارښودنه یې خپل وطنوال وهلي او وژلی دي ، نو د امریکا څارګري ادارې هم هغه پټ له افغانستان نه وایست اوخپل پلرني هیواد ته یې و لیږدوي۰ »  هو! داده داامریکې دنړیخور امپریالسم اصلي څیره ۰

په پای کې غواړم هغو لیکوالوته چې افغان کیڼ اړخوته داپیغورورکوي چې پرون یې د امپریالستي دولتونوپه پته  دنړی خورشعارونه  ورکول  اونن په همدې هیوادونوکې ژوندکوي ووایم چې په ننۍ یوه قطبي نړۍ کې چې انګلوساکسوني امپریالستانوپه افغانستان کې دشراوفسادعاملان،  جنګي جنایتکاران ، حرفوي قاتلان، لوټماران ،دبشردحقوقوناقضین، مذهبي بنسټپالان او دمخدره توکو قاچاقبران چې ددوی مخلوقات شمیرل کیږي واک ته رسولي ،په افغانستان کې یې دجګړې تنورتود ساتلی  دۍ روڼ اندو او دمترقي اندونو د خاوندانولپاره دژوند کولوڅه چې  دساه ایستلو امکانات له منځه وړي اوهغوی اړ شوي دي چې نورو ملکونو اوپه هغوکې لویدیځ ته چیرې چې کولی شی دبرچې ، ټوپک ، زورزیاتۍ،سپکاوي ،اختطاف ،جنسي تیري  اونوروګواښونو نه خوندي  خودوطن اوخپلوخلکوڅخه لیرې دکډوالۍ اوغربت تحمیلي ژوندته غاړه کیږدي۰ داډله افغانان  لویدیځ  ته په خپله خوښه نه بلکې اجبارآ دامپریالستانوپه لاس روزل شووافغان بنسټپالومذهبي ډلود شرارت  او وحشت ، ناامنۍ اوبې قانونۍ له امله خپل هیوادپرې ایښی او په لویدیځ کې میشت شويدي۰ لدې کبله هغوی ته پیغور ورکول په واقعیت کې دامپریالستانو دبشري ضد او افغاني ضدتګلارواودننیوپه پردیوپورې تړلیوافغان واکمنوډلودتیرواواوسنیوافغاني ضد اوانساني ضدکړنوڅخه دفاع اودهغوی په چوپړکې دریدنه ده ۰ دا هم هیره نشي چې دنړۍ خورامپریالیسم دنامه کشف  دکیڼ لاسوافغان روڼ اندو دذهن محصول نه بلکې د پانګوال سیستم دماهیت په اړونددنولسمې پیړۍ دسترو پوهانو د پوهنیزوڅیړنو اواخیستنومنطقي پایله ده ۰ البته د امپریالستي دولتونومیلیتاریستي تګلارې ، دنړی  په ګوټ ګوټ کې شخړواوجګړوته لمن وهل ، په نورولسونوتیري اوددریمې نړۍ دشتمنیو چوراو چپاو ددې لامل  شوی دۍ  چې د ټولنیز عدالت دټينګښت دلارې لارويان امپریالیسم په هغه نامه یادکړي کوم چې دهغه رښتینی ماهیت څرګندوی دۍ ۰  
پای