ا خلاق

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد

ژباړه: ع. شريف زاد

وا ېې  کله چې حضرت علي کرم الله وجهه د کوفې په لوري حرکت وکر نو په لاره کې يو مسيحي ورسره ملګرى شو. دې سړي له حضرت علي کرم الله وجهه څخه پوښتنه وکړه چې ته چيرته ځې؟  حضرت علي کرم الله وجهه ورته وويل چې زه  د کوفې ښار ته ځم. کله چې دواړه يوه دوه لاري ته ورسېدل او غوښتل ېې چې يو دبل څخه جلا شي حضرت علي کرم

الله وجهه له خپل مسيره ووت او د مسيحي لورته روان شو مسيحي وويل مګر کوفې ته نه ځې؟
حضرت علي کرم الله وجهه وويل د کوفې ښار ته ځم.
مسيحي سړي : نو ولې د دکوفې ښار لاره پرېښوده؟
حضرت علي کرم الله وجهه : دا د ملګرتيا ښېګڼې او حسن  کمال  دى چې د خپل ملګري لاره د جلاتوب په وخت  څو قدمه کې  بدرګه کړې او دا هغه لارښوونه ده چې رسول اکرم (ص) مونږ ته راکړې.
مسيحي سړى: ستاسو پيغمبر داسې  لارښوونه کړې ده؟
حضرت علي کرم الله وجهه: هو!
مسيحي سړي:  پس هر چا له هغه څخه پيروي کړې ده نو په همدې بشپړه او اوچته لار ښوونه  باندې  زه تا شاهد ګڼم چې ستا ددين پيرو واوسم. نو په همدې ډول له حضرت علي کرم الله وجهه سره کو فې ښار ته لاړ اوهغه ېې وپېژاند چې اسلام  ېې راووړ.
په درناوى.