د روژې د مياشتې انصاف او افطاري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: ع شريف زاد
تقريبا د دولکه او پنځوس زره شاو خواکې د نړۍ ټول مسلمانان د مسجد نبوي  په سيمه کې تر سيوري لاندې هره ورځ افطار کوي.دمدينې د ښار د دود او کلتور پر اساس  ددې ښار

اوسېدونکي خپله افطاري د مازيګر له لمونځ څخه وروسته  دغه جومات ته راوړي تر څو پورې دغه افطاري د زايرانو په کسانو وويشي. دغه ډوډۍ ځينې خلکو ته له جومات نه بهر او ځينو ته بيا دننه په جمات کې ورکول کيږي.د مسجد نبوي افطاري غذا د مدينې له ښاره عموما لکه : خرما،د ميوې اوبه،شيدې، مستې ، اوبه او مېوې څخه عبارت دي.دځوانانو او زړو لخوا په بيړه  خلکوته ورکول کيږي.
ځينې بيا د جومات نه بهر نورې غذاوې لکه  غوښه، چرګان، او ياوريجې دمېوې او عربي قهوې  سر خلکو ته او تيره بيا زايرانو ته ورکول کيږي.مسجد نبوي د ډوډۍ لپاره ډير غټ ميزونه لريچې خلک دلته د افطاري او د روژې د برکت له امله بې له نژاد، رنګ، ژبې، مال دار او بې ماله  او له هر دول توپير يو د بل په څنګ کې کښيني . ډير زايران زيات وخت په مسجد نبوي کې پاتې کيږي او د شپې له خوا د استراحت او خوب لپاره هوتلونو او دهستوګنې ځايونو ته ځي.
په درناوي