ښکلې ، عالمانه اوپه زړه پورې مشوره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی
دروان کال دوري په نولسمه نیټه دخدمتګارپه ویبپاڼه کې د «ولې وژل کیږو؟ »تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره شوې چې  هغه افغان کوم چې دخپل ولس ننی غم لړلي حال یې ځوروي اود هیواد د راتلونکې په اړه اندیښنې لري هرومرو دهغې په وړاندې غبرګون ښیي۰ سرمقاله داسې پیلیږي: « دې پوښتنې ته ساده ځواب

دادۍ ځکه وژل کیږوچې نوروژنو ۰ همدغه ځواب کفایت کوي چې دراتلونکې په اړه تصمیم ونیسو یعني که نورونه وژنو موږهم نه وژل کیږو»۰خدمتګار چې ځان دافغان ولس درښتینوافکاروڅرګندویه ګڼي دناټويي لښکرو له لوري دکونړي معصومو ماشومانواو میرمنو جنایتکارانه وژنې ته پدې نامه برائت ورکوي چې ولې دهغوی په وړاندې مقاومت کیږي۰ ددې رسنۍ  چلونکوته لازمه وه  دې پوښتنې ته یې ځواب ورکړی وای چې داناټويي میلمانه چې نن ددې هیواد واکمن دي اوافغانان وژني چا رابللي دي؟ خدمتګار خپل هیوادوال پدې ملامتوي چې هغوی پخپل ټاټوبي کې دبهرنيو پوځیانو دخپلسریو او جنایتونوپه وړاندې دریدلي دي اودبهرنیو پوځیانو له لوري دافغانانو وژنې ته پدې منطق سره مشروعیت ورکوي چې ګواکې هغوی دخپل ځان نه ددفاع په موخه افغانان وژني اوداوژنې دفاعي غبرګون اومجبوري عمل دۍ۰خدمتګارولس ته دامشوره ورکوي چې تصمیم ونیسي چې نورونه وژني ترڅوو نه وژل شي یعنې داچې اشغال اودپردیو غلامۍ ته غاړه کیږدي۰ څه ښکلې، عالمانه اوپه زړه پورې مشوره !
په سرمقاله کې لولو :« که دپنجوایي ملاعمرلاړ نودکرز حامدراغی » ۰ دا ددې مانا لري چې واکمن ځي اوراځي اودایو طبیعي بهیر دۍ چې یوواکمن لاړشي اوبل راشي۰ داچې دپنجوایي ملاعمر او د کرز حامدڅه ډول راغی  ټولو ته څرګنددي۰ ننی واکمن دټاکنو له لارې نه بلکې دپردیو په الوتکوکې افغانستان ته راوړل شواو دامریکې – انګریز دکروز توغندیو او هوایي بمباریوله برکته واکمن شو۰ که ورځپاڼه دبن کنفرانس کوم چې دهغه ګډونوال هم پردیوغوره کړي وو ، دکرز حامد پکې ددولت مشروټاکل شواوهغه مشروع واکمن ګڼي باید وویل شي چې په هماغه پردیو جوړ کړي کنفرانس کې کرزي دوې رایې ترلاسه کړې وې چې یوه یې دهغه دوروروه۰ خوکنفرانس دامریکایي پلاوي د فشارله امله حامدکرزی دافغانستان د مشرپه توګه وټاکه پداسې حال کې چې  د پخواني پاچا استازي عبدالستارسیرت یوولس رایې ترلاسه کړې وې۰ څرنګه چې په نوموړی کنفرانس کې د طالبانو وروسته  واکمنۍ بنسټ کوږ کیښودل شو پدې هیوادکې هرڅه کاږه اوناسم روان دي اوحالات دوخت په تیریدو سره کړکیچن کیږي، جګړه نه ختمیږي اود هغې سره جوخت  دافغانانودځورونو، کړاوونو اووژنو غمیزه هم روانه ده۰  دخدمتګارپه سرمقاله کې راغلي دي « دلته یوځوان نه غواړي هیوادیې دبل مستعمره شي، هلته هم هیڅ افغان نه غواړي چې دبل غلام شي » لیکوال په سرمقاله کې دې ته ورته نورې ښکلې جملې  اومفهومونه کتارکړي دي چې دادښکلو جملواوپه زړه پورې مفهومونو کتارول دلوستونکو له احساساتوسره لوبې دي ۰ مستعمره توره وي که سپینه؟ دکرزحامد  څه موده مخکې له خپلو قوماندانانواوسیمه ایزو چارواکونه غوښتي وو چې نوربه هیڅکله هم په پوځي عملیاتو کې دناټويي الوتکوڅخه مرسته نه غواړي۰ خولیدل کیږی چې ناټويي الوتکې بیا هم په کلیواو بانډو بمبارۍ کوي چې دکونړدشلتن په دره کې یې وحشیانه بمبارۍ څرګنده بیلګه ده۰ دخدمتګارله چلونکونه پدې اړه داپوښتنه کیږي چې ولې ناټويي قوماندانان دکرزدحامدغوښتنې خلاف عمل کوي اوالوتکې یې بیا هم کلي او بانډې بمباروي اوبیګنا ه ملکي افغانان وژني؟ داددې مانا لري چې ناټويي قوماندانان  دافغان دولت دمشردخوښې خلاف خپل پلانونه عملي کوي چې دا د استعماریوه بیلګه ده۰ یا داچې دافغانستان داسلامي دولت ( نړیوال سهامي شرکت ) دامنیتي ځواکونوقوماندانان اوسیمه ییز چارواکي ددې شرکت دمشراوامروته لدې امله ارزښت نه ورکوي چې هغوی دخپلواړونده دولتونوکوم چې هغوی پدې سهامي شرکت کې دهغو افغان استازي دي پالیسیو او ګټوته ژمن دي اوددې پالیسیو پربنسټ ګامونه اوچتوي ۰ داتشه ادعا نه ده خبره بلکې دکرز حامدهم کله ناکله دې ته ګوته نیولې ده اوپخپل حکومت کې یې دپردیوڅارګرواداروپورې تړلو څیرووپه اړه خپلې اندیښنې ندي پټې کړې۰ دکرز دحامد وروستۍ مرکه کومه چې دروان میلادي کال داپریل په څلورمه په قطرکې دالجزیرې له ټلویزون سره کړې ده په یوه برخه کې په افغانستان کې د خپلو  نړیوالو دوستانودکړنوپه اړه داسې وایي: «۰۰۰ دنړیوالې ټولنې کړنې زموږنه خوښیږي ، ۰۰۰ ددوی ځینې کړنې دي چې موږ ورسره اختلاف لرو، دټولوکارونوپخپل واک کې اخیستل، په ولسي خلکو بمبارکول، په کورنیو چاروکې مداخله کول ، په ټولټاکنو کې ددوی شرمونکي لاسوهنه کول ۰۰۰ داتول بدکارونه دي چې دوی یې کوي خودا هر څه داشغال په مانا ندي۰» دسلیم فکرخاوندان دپردیو له لوري دیوه هیواد دټولوواکونو پخپل واک کې اخیستلو ته بلواکي او اشغال وایي ۰ لدې امله افغان ولس چې دهرولس په پرتله د خپلواکه اوبلواکه واکمنیواوواکمنو ددرک ښه وړتیالري په هیوادکې پراته بهرني  لښکراشغالګر او ښکیلاکګرګڼي او دهغوی په وړاندې جنګیږي اوهغوی وژني۰خوخدمتګار داعالمانه مشوره ورکوي چې دراتلونکې په اړه تصمیم ونیسو یعني که نورونه وژنو موږهم نه وژل کیږویعني داچې  د اشغالګروپه وړاندې د اتلوال مقاومت نه لاس واخلو۰  کله چې ما دخدمتګارسرمقاله ولوستله دیوه پنجابي هغه خبره مې ذهن ته راغله چې ماته یې یوکال مخکې ویلې و: « افغانان جګړه ماران اوجګړه غوښتونکي دي ځکه چې دیرش کاله جنګیږي اونه غواړۍ په سوله کې ژوند وکړي۰ » پداسې حال کې چې پدې دریولسیزو کې پردیودافغانانوپه خاوره تیري کړي دي اوافغانان اړشویدي چې دخپلې خاورې او ملي نوامیسونه دفاع وکړي۰   
پای