ولې بې اتفاقه یو؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی
پنځمه برخه
                                 رسنۍ ، ګوندونه اولیکوالان    
په تیروڅلورو برخوکې مو دټولنیزو ټکرونولاملونوته په ځغلنده توګه ګوته ونیوله چې  دټولنې د وروسته پاتې والي ، دپوهې دنشتوالي ،دسیاسي شعوردټیټوالي ، احساساتي چلند،

ځانغوښتنې ،واکمن استبداد، خشونت اوبهرني عامل تر څنګ ددې ټکرونواصلي عاملین واکمنۍ ، سیاستوال ، روحانيون اودټولنې باسواده قشردۍ۰ دټولنې همدا برخه وه اوده چې زموږساده ، دپوهې څخه بې برخې اوله سیاست څخه بیخبر ولس یې دخپلو سیاسي او ایدیالوژیکو موخودلاسته راوړلو په موخه راپارولی اواستعمال کړی دي۰ دې ولس بیساره قربانۍ ورکړې ، واکمنۍ بدلې شوې خوهرځل دیوه استبداد پرځای بل استبداد، دیوه ځانغوښتونکي اوځان پالونکي  واکمن پرځای بل ځان ځانغوشتونکی اوځان پالونکی واکمن راغلی اویا انارشي واکمنه شوې ده۰ که چیرې نن د رسنیو محتویاتو، دبیشمیره ګوندونواعلامیو اودلیکوالولیکنو ته وګوروټول دهیواد دماضي اونني واکمن حالت څخه سرټکوي۰ خوبیا هم دهغوی قضاوتونه د ایایدیولوژیکي ،سازماني ، قومي اومذهبي ټړاوونوڅخه اغیزمن دي۰ دوی په ماضي کې نښتي دي او ډیرلږدستونزو دحل لارې چارې په ګوته کوي چې په ماضي کې نښتل پخپله دبې اتفاقۍ  اوبیلوالي لامل ګرزي۰ کله چې دچا سره کوم الترناتیف نه وي هغه شا ته ګوري اوغواړي دنن ستونزې په پرونیو فکرونو حل کړي هغه فکرونه چې ناولې پایلې یې لرلې اودغمیزوسبب شول۰
رسنۍ ، ګوندونه اولیکوالان  دارسالت لري چې تیروته په کتوسره دهغونه زده کړه وکړي ، تیرې تیروتنې تکرارنکړي ، افغاني جګړه ځپلې اوویشل شوې ټولنه  بخښنې ، تیریدنې ، همغږۍ ، دوستۍ اوګډ کارته راوبولي ترڅوشته بیساره ټولنیزې ناخوالې حل اودهیوادملي سلامتیا اوځمکنۍ بشپړتیاته  دموجودوګواښونو مخنیوی وکړي ۰ خوپه عمل کې وینو چې ددوی نني کړه وړه دپرون سره هیڅ توپیر نلري او پرونۍ تیروتنې تکراروي۰زموږدداډول چلند په اړه د آلماني فیلسوف جورج هګل دا خبره چې «هغه څه چې تجربه اوتاریخ را زده کوي دادي چې انسانانو او دولتونو هیڅکله هم له تاریخ څخه څه ندي زده کړي یا یې پرهغو اصولوچې له تاریخ نه راوتلي ، هیڅ عمل ندی کړی» په بشپړ ډول سرخوري۰ ډله ییزې رسنی، لیکوال اوسیاسي ګوندونه په یوه ځانګړې ټولنه کې د ټیکاو اودولس ترمنځ دهمغږۍ په ټینګښت اویا برعکس دښمنیواوبې اتفاقیوته په لمن وهلوکې دسترګووړرول لوبولی شي لدې امله دا لیکنه  دهغوی نني حال ته ځانګړې شوېده چې هغه وخت اوواکمنوشرایطوته ځواب ورکوي که نه ۰
الف - ډله ییزې رسنی
 نن دهیواددننه اوبهرزیات شمیر رسنۍ ترسترګو کیږي۰ بیله استثنی هره رسنۍ  دروشنګرۍ سربیره ځان ملي ، خپلواکه ، ناپييلې او بې پرې ګڼي ۰په خواشینۍ سره باید وویل شي چې  دغوڅ اکثریت رسنیو خپرونې اودچلونکوچلند دپورتنیوادعاووسره سرنه خوري۰ دهیواد دننه اوبهر ټلویزیونونو، راډیوګانواوچاپي رسنیوپه اړه بحث زیات اوږدیږي اودلته غواړم دویب پاڼوپه اړه چې زیاتره په بهر کې دمیشت هیوادوالوله لوري چلول کیږي لنډ مکث وکړم۰ دیاده ونه باسو چې زموږپه هیواد کې هیڅکله هم د مطبوعاتو آزادي نه وه اوکه کوم وخت داآزادي راغلي لنډمهاله  اونیمګړې وه اوډیرژر دآزاداو رسنیودخپریدو مخنیوی شوی دۍ۰ لدې امله که کومه خپلواکه اوناپییلې رسنۍ  وجودولري دآزادو رسنیودفرهنګ او تجربې دنشتون له امله دهغو دچلونکوچلندخپلواکو پاڼوته ورته ندۍ۰ دالامل ددې سبب شوی دۍچې خپلواکې ویب پاڼې  ددې جوګه نشي چې  دمختلفوفکرونو دخاوندانواولیکوالو په زړونوکې ځای پیداکړي اوپدې ډول خپل دروشنګرۍ  ستر رسالت په بري سره ترسره کړي۰ پدې وروستیوکلونو کې چې بریښنايي رسنۍ درسنیو ډګرته راڅرګندې شوې دي دځینوویب پاڼوسره مي قلمي همکاري کړیده دڅلوروویب پا ڼو( دعوت ، خوست ، سپرغی، مصالحه ملي ) پرته نورولکه د سوداګروپه شان زمادلیکنوڅخه هغه څه خوښ کړي چې ددوی په مزاج برابروو۰ البته هره پاڼه خپله نشراتي پالیسي لري چې څه خپاره کړي ۰ خوکه  کومه لیکنه دهغوی د پالیسیوسره په ټکرکې وي او یا یې په لیکنه کې داسې مواردشتون ولري چې قومي اومذهبي دښمنیوته لمن وهي ، ملي سلامتیا ته زیان رسوي اویا دقلم اوکلام سپیڅلتیاته پام نه وي راګرزولی حق لري چې هغه خپره نکړي۰ خوبیاهم لیکوال دې په جریان کې واچوي۰ له بده مرغه زموږدویب پاڼو ځینې چلونکي دې مسالې ته پام نه راګرزوي یا داچې پوهیږي په لیکنه کې داسې شی نشته چې هغه خپره نکړي اولیکوال ته دخپل زړه خبره نشي کولی۰ که چیرې دارسنۍ دمختلفونظریوداوریدو زغم نلري اوناپییلې نه دي غوره داده چې د خپلې ټنډې نه دملي  ، خپلواکې ،ناپییلې اوبې پرې لوحې لرې کړي۰ دلته غواړم دری بیلګې راوړم چې زموږ د ځینو بریښنایي رسنیوچلونکي ترکومې کچې بې پرې او دپراخ نظر خاوندان دي ۰ ښایي زما له لوري درسنیودچلونکوپه پته نیوکې ماته هغوی اودهغوی پلویان ددري ویونکوداخبره وکړي چې « دلم، بایسکلم ، زړه مې چې څه خپروم یا نه خپروم »۰ که زموږقضاوت پردې بنیاد وي نو رسنۍ هم حق نلري چې هغه لیکنې خپرې کړې چې په هغوکې دواکمنیو، سیاستوالو، سیاسي  او ټولنیزو سازمانوپه کړو وړونیوکې شوې وي۰
۱ - ما خپله دا لیکنه « موږولې بې اتفاقه یو؟ » دارزښت له امله شپږو پاڼوته واستوله چې لومړۍ برخه یې ټولو خپره کړه تردې چې یوې یې هغه دمهمومقالوپه برخه کې ځای پرځای کړې وه۰ خوکله مې چې دویمه برخه  ور واستوله دووپاڼو اوپه هغو کې هغې پاڼې چې دلیکنې  لومړۍ برخه یې په مهمو مقالوکې خپره کړې وه هغه خپره نکړه۰ ددویمې برخې دنه خپریدولامل ښايي داووچې په هغو کې ځینې سیاستوالواوکړیوکړنو ته چې دسیاسي ، قومي اوژبنیوتړاوونوله امله هغوی ورسره خواخوږي لرله ګوته نیول شوې وه چې دوی ته دداسو څرګندونوخپرول ښه نه بریښیدل۰                            
۲ - څه دپاسه پنځه کاله مخکې مې په دري ژبه یوه لیکنه یوې پاڼې ته ورولیږله اوښاغلي چلونکي ما ته دایمیل له لارې لیکلي و « ستاسو په مقاله کې ایراني توري لیدل کیږي لدې امله دخپرولونه بخښنه  غواړو »۰ دایراني تورو( حروفو) په اړه چې هغوته یوکشف ویلی شوڅه نه وایم خوما مخکې هم په همدې دري ادبیاتو دې پاڼې ته لیکنې استولې اوهغه یې خپرولې ۰ خودنوموړې لیکنې نه خپرول په تورو اوادبیاتو کې نه بلکې دمقالې محتوا وه چې ښاغلی دهغوسره موافقت نه درلود۰ یاښایي لامل یې  داو چې زه پښتون یم اوولې مې په دري ژبه لیکنه کړې ده ۰ زما له آنده پښتواودري زموږدخلکو ژبې دي چې نه ښايي  هغه سره وویشو ۰ پښتنوته پکارده چې دري زده کړي اوپه هغو لیکنې وکړي۰ له نیکه مرغه زیاتره باسواده پښتانه کولای شي په دري ژبه خبرې اولیکنې  وکړي۰ بالمقابل زیاترو دري ویونکو باسواده وطنوالو داوړتیا نده پیدا کړې اویا لیوال ندي چې په پښتو خبرې اولیکنې وکړي چې دا دخواشینۍ وړیوتریخ حقیقت دۍ۰
۳ - په څلورمه برخه کې دې موضوع ته اشاره شوې وه چې موږترکومې کچې  دخپلوعقیدتي باورونو او سیاسي تمایلاتوله کبله دپردیوپه چوپړکې دریدلي یو۰ له بده مرغه نن هم همداسې دي اورسنۍ موله دې تفکراوچلندنه اغیزمنې دي۰ زموږدرسنیو چلونکي  دخپلوافغان سیالانو،سیاسي مخالفانواودنوروعقایدودخاوندانوسپکاوي څخه خونداخلي اودبهرنیانوپه پته دهغوی دافغاني ضدکړنو دیادولو زغم نلري ۰ ښه ساری یې لاندې بیلګه ده چې دتیرکال داکتوبرپه میاشت کې مې يوې پاڼې ته یوه لیکنه چې دافغان پوځیانوله خواپه بهرنیوپوځیانوبریدونوته ځانګړې شوې وه ولیږله۰ دنوموړې پاڼې چلونکې دایمیل له لارې خبرراکړچې ستاسوپه لیکنه کې دامریکایانوپه پته دلهجې شدت لیدل کیږي که هغه په نرمه ژبه واړوۍ ښه به شي۰ ماورته ولیکل چې تاسو هغه لیکنې چې دافغانانوپه پته سپکې سپورې ویل شوې وي خپروۍ نوولې  دبهرنیوپوځیانو ناوړه کړنې نه خپروۍ۰ دازموږدرسنیو پریشانه حالت څوبیلګې وې۰رسنی ددې پرځای چې حقایق خپاره کړي هغه څه په پوره لیوالتیا خپروي چې ددوی سیاسي سیالان او مخالفان پکې سپک اورټل شوي وي خودپردیودمنفي کړنوپه اړه لیکل ورته جرم بریښي ۰ دلته وینوچې رسنۍ ددې پرځای چې داذهانو  روښانولورسالت ترسره کړي  دمختلفو عقیدو دخاوندانوترمنځ مخامختیا ، بې اتفاقیواودښمیوته لمن وهي ۰
ب- سیاسي ګوندونه  
په ننۍ نړۍ کې سیاست دسیاسي ګوندونوپرته نه کیږي اودادتصور نه لیرې خبره ده چې دواک په سیالیوکې ګوندونه له ډګرنه ووزي۰ خو زموږپه هیوادکي واک دګوندونودسیاسي سیالیو پرځای د وګړو، وروڼو،کورنیو اوپه ځانګړې توګه دقومونواوقبیلودتربرګنیو اوسیالیو موضوع وه اونن هم ده ۰ ننۍ واکمنۍ ته داګڼ شمیره ګوندونه کوم چلنج نه دۍ چې داپخپله  سیاسي وروسته پاتې والی اویوه سیاسي غمیزه ده۰ معمولآسیاسي سازمانونه دیوه دولت په سیاست اغیز لري او دسیاسي ګوندونو ترمنځ سیالي دسیاسي واک موضوع وي۰ کله چې وایونني له سلو څخه زیات ګوندونه ننۍ واکمنۍ ته کوم چلنج ندۍ داپوښتنه بیله ځنډه راپورته کیږي چې داسیاسي ګوندونه دڅه لپاره جوړشوي اولا جوړیږي، دادرجن درجن ګوندونه عملآ سیاسي بیواکه قبیلې دي کومې چې نه په واک اغیزلري اونه دواک په ډګرکې دسیالۍ جوګه دي۰ معمولآیوسیاسي ګوند دوې ځانګړتیاوې لري یا واکمن وي اویاپه سیاست اوسیاسي پریکړو  اغیزلري ۰ دهیوادسیاسي ګوندونه داځانګړتیاوې نلري اوحتي ددې ګوندونوغړي کوم چې غواړې پارلمان ته دسیالۍ لپاره را ودانګي ځانونه غیرګوندي معرفي کوي۰ داپخپله ښيي چې دا ګوندونه دهیوادپه سیاسي ډګراوپه ټولنه کې کوم دریځ اوځای لري۰ داچې دا ګوندونه ولې داډول دریځ اوبرخلیک لري که له یوې خواڅرګندې ستراتژۍ اوتګلارې نلري له بله پلوه په هیوادکې دپردیودارادې له مخې ټوپک اوجګړه ماران واک چلوي اودجګړه مارانو په وړاندې دریدل ځان وژنه ده۰ داګوندونه هغه څه بازارته وړاندې کوي چې د ننۍ واکمنی اود هغې دبهرنیو حامیانو  دتبلیغاتي ماشین تولیدات اومحصولات دي کوم چې په کلیو اوبانډوکې چیرې چې ولسونه ژوندکوي بازار نلري ۰ هغوی ولسونوته دیوې روښانې برنامې سره نشي ورتللی اودخلکوروا غوښتنوته ځواب نشي ورکولی داځکه چې ولسونوته ننی واکمنۍ  اودهغوکورنۍ اوبهرنۍ پالیسۍ  دمنلووړندي اودې ګوندونو  بیادا واکمني منلې ده ۰لاندې بیلګه کولی شي دټولنې اوپه ځانګړې توګه دځوانانودارادې اوغوښتنوپه وړاندې  ددې ګوندونودریځ او بې تفاوتي وښيي۰ څه موده مخکې  کله چې دکابل  دښوونې اوروزنې پوهنتون دبرهان الدین رباني په نامه دخپل پوهنتون دنومولوپه وړاندې دمخالفت له امله کوڅوته راووتل اوددې علمي بنسټ نومول یې دداسې یوه څیرې په نامه چې دروان ناورین له اصلي لوبغاړوڅخه یو دۍ علم اوپوهې اودښوونکي لوړمقام  ته سپکاوی ګاڼه ۰ خود یوه ګوندپرته نورو دمحصلینودداعیې ملاتړونکړاوغړي اوپلویان یې د محصلینوسره ګډ کوڅو ته راونه وتل۰ که دې ګوندونوداکارکړی وای دځوان نسل اوولس ملاتړبه یې ترلاسه کړی وای اوهغه وخت ننۍ پردیو کینولې واکمنۍ ته چلنج و۰
ج – لیکوالان  
که چیرې رسنیوته ځیرشووبه وینوچې زما دجګړې ځپلې  ولس چې لاتراوسه دجګړوداورپه لمبو کې سوزیږي۰ دجګړې یواړخ ولس  دوسله والومخالفینواوترهګرودځپلوپه نامه په ړندوبمباریو وژني اوبل لوری  ددولت سره تړاوپه نامه سرونه ورپرې کوي۰ څرګند اوناڅرګندلاسونه دولسونوترمنځ بې اتفاقیواو دښمنیوته لمن وهي، دهیواددټوټې ټوټې کیدوانګازې هرې خواته خپریږي اولسګونه نورې ناخوالې کومې چې افغانستان په نړۍ کې دفسادګرو،شوکمارو،داړه مارو، وژونکو اودمخدره توکو داډې  نوم ګټلی دۍ زمادهیوادلیکوال دا ترخه واقعیتونه نه ویني ، هغه نه اوري ، دهغوبورومیندو، یتیمانو اومیلیونو کډوالوکړاوونه نه احساسوي۰ بیاهم دخپلو عقیدتي باورونوله امله ټولنه په موږاو دوی ویشي۰ زما دوطن لیکوال دروان ناورین پرمهال ددوو میلیونو څخه زیاتوقربانیانو اومعلولانو تراژیدې نه ویني اولاتراوسه پوړې دوسله والو مخالفانودبشپړله منځه وړلووړاندیزونه کوي۰ سوله په سپینه اوتوره ویشي۰ زمادوطن لیکوال دروان ناورین د اصلي لوبغاړواودجګړه مارانو نه اتلان جوړوي ۰  دافغانستان په تیرپنځه زره کلن تاریخ کې دومره اتلان اورهبران ندې تیرشوي چې پدې وروستیودری نیمولسیزو کې موږهغه لرو۰ ددې اتلانودکارناموپایله په کنډواله اوښتی افغانستان دۍ۰ که اتلوالي دهیوادورانول ، اودهغه داوسیدونکو ترمنځ بې اتفاقیواودښمنیوته لمن وهل ، دسیاسي مخالفانووژل اودپردیودلاس وسیله ګرزیدل وي هغه د متمدن انسان فکراومنطق څه چې دبالغ انسان فکراومنطق هم نه مني۰ خوزما دوطن اوزما دنسل لیکوال دوطن ورانونکو، جګړه مارانو،ملي نفاق اچونکواودپردیودموخوپلې کونکو ته ملي مشران ، رهبران اواتلان وایي ۰ دهغوی غولونکې ویناوې دځینوویب پاڼوپه پاڼوکې اوعکسونه یې دښارونوپه واټونواوڅلورلاروکې تر سترګوکیږي چې دهغوپه لیدوسره دهغوی له  لوري ترسره شوې وژنې ، ځورونې اوورانونې  دلیدونکوغمونه اوکړاوونه راتازه کوي اوهغې مالګې ته ورته دي چې په ټپونوپاشل کیږي۰
زمادنسل لیکوال ته پکاردي چې نني ځوان نسل اوراتلونکوته دخپلوخیالي اتلانودستاینې پرځای د خپلو تیروتنویادونه وکړي۰ هغوی ته داوویل شي چې زما نسل مخکې لدې چې پوه شي انقلاب یعني څه  او پایلې یې څه کیدای شي انقلابي شو اوهغه هم افراطي انقلابي شو۰ داخبره ورته وشي چې زما نسل مخکې لدې چې پوه شي چې سیاست څه اوسیاست کول څه دي سیاسي شو۰ زما نسل په سیاسي ډګر کې دزموږ او دوی دسیاسي ویش پربنسټ داوړتیا اووس پیدا نکړ چې دسیالۍ ،مخالفت اودښمنۍ ترمنځ توپیروکړي اودوی یې دښمن اعلان کړل اودله منځه وړلوپه خاطریې وسلې ته لاس واچاوه اوداوسله هم پردي ورکړه۰ زما نسل سیاست ساده کړ، سیاست یې قومي ، مذهبي اوایدیالوژیک کړ کوم چې تباه کونکې پایلې یې لرلې۰ داواقعیت باید بیان کړي چې زما نسل مخکې لدې چې پوه شي حکومت کول څه دي ، حاکم شو۰ پدې باید اعتراف وشي چې زما نسل دخپلوعقیدتي باورونوله مخې دخپلوکړووړواودهیواداوخلکودبرخلیک واک خپلونړیوالو دوستانوته ورکړاوهغوی په هوسا اوآرام خاطرخپلې نخښې پلې کولې اولایې پلې کوي۰ زما نسل دخپلو سیالانو اومخالفانو سپکونه ،ځورونه او وژنه  اړتیا ګڼله ۰ زما نسل دواکمنیوسره دمخالفت له کبله ددولتي بنسټونو، لارو، پلونواوپه تیره مدرسواوښونځيوسوزونه ، ورانوله خپلوموخوته درسیدوښه چاره ګڼله هغه یې ستایله، هغه یې اتلوالي ګڼله اوویاړیې پرې کاوه۰ اوبالاخره ځوان نسل اوراتلونکو نسلونوته داوویل شي چې زما دنسل تاریخ دانقلابونو ، پاڅونونو،کودتاګانو، بلواوو، شخړو،جګړو، وژنو اوخشونت تاریخ دۍ۰ که موږ دا ووایو اویا ونه وایو تاریخ یې همداسې ثبتوي۰
نوربیا