ولې بې اتفاقه یو ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتي
   دریمه برخه
 مو ږ اودوی
دانسانانودژوند ځانګړتیا دهغه ټولنیزتوب دۍ چې هریویې  کورنی ، خپلوان ، دوستان اوګاونډیان لري۰دوی دیوبل سره په راشه درشه اوورځنیواړیکواوچاروکې  د زه ، ته او ستاسوترڅنګ د موږ اودوی مفهومونه کاروي۰ ټول انسانان دځانګړې عقیدې او مذهب پیروان دي۰  ددې عقیدتي تړاوله کبله د موږ اودوی مفهومونه د« موږ مسلمانان » ، « دوی عیسویان  » یا یهودیان ، بودایان په شکل استعمالوي۰ سربیره پردې ویش سره هغوی په ځانګړوجغرافیایي

سیمواوهیوادونوکې ژوند کوي اود پوټکو درنګونوله امله  نوموړي مفهومونه په موږ اودوی ویشل کیږي۰ددې تړاوونوله امله دا مفهومونه « موږافغانان » ، « دوی انګریزان  » ، چینایان ، روسان ، ایرانیان ، موږسپین پوټکي دوی تورپوټکي په شکل کارول کیږي۰  که دا مفهومونه پخپل هیواد کې په پام کې ونیسو دموږ تاجک ، موږهزاره ، دوی پښتانه ، دوی ازبک  اویا موږکندهاریان ، موږپنجشیریان ، دوی خوستیان ، دوی بدخشانیان ، موږسنیان دوی شیعیه ګان، هندوان  یا سکان به واوریدل شي ۰ په طبیعي  توګه ددې مفهومونو استعمال او کارول هیڅکله هم انسانانو اوبشري ټولنو ته ستونزې ندي پیداکړې۰ دامفهومونه هغه وخت ګواښمن کیږي کله چې دانسانانوبیلیدونکي اوویشونکي عنصرونه ( مذهب ، قوم ، نژاد) سیاسي شي اودبرترۍ او عظمت غوښتنې غږراپورته شي۰ په بیلیدونکو عنصرونوکې هغه عنصرچې دیوې ځانګړې ټولنې  دوګړو ترمنځ سره لیکه کاږي اوټولنه مخامختیا اودښمنۍ ته وړي ، کرکه اونفرت زیږوي  هغه دیني او غیردیني ایدیولوژي ده۰ کله چې دایدیولوژۍ خبره کیږي دهغوسره جوخت دمخامختیا ،نفرت ، کینې اوغچ اخیستنې مفهومونه سرراپورته کوي۰هرچیرې چې ایدیولوژیک حکومت واکمن شوی دۍ ، یا کومې ډلې دایدیولوژۍ په نامه مبارزه پیل کړې  هلته فردي آزادیواو دیوې عقیدې پیروانو ته ګواښ متوجه شوی اوپه ټولنه کې عادي ژوندخړپړشوی دۍ۰ داځکه چې ایدیولوژي یوه ځانګړې ټولنه په بربنډ ډول  په دوست اودښمن ، مسلمان اوغیرمسلمان ، سني اوشیعه ، ۰۰۰ ویشي۰ په ایدیولوژیکو واکمنیوکې پلورالیزم ته ځای نشته ۰ لدې امله هلته دګډ کار، همکارۍ اوسیالۍ څرک نه لګیږي ۰ هلته سیالي اومخالفت ددښمنۍ مانا لري۰  ایدیولوژیک حکومتونه اوایدئولوژیک سازمانونه غواړي ټول خلک ددوی په شان وي ، ددوی په څیر فکراو عمل وکړي ، ولسونه ددوی داصولوپربنسټ ځانونه عیار کړي ۰ په ایدیولوژیکو بنسټونوکې هرشی حتی دوستي ، خپلوي اوعلوم  سیاسي کیږي ۰ ښه ساری یې شوروي غیرمذهبي ایدیالوژیک نظام و چې دشوروي غوړیدونکی علم  مفهوم کارول یې ښه نمونه ده۰ په شوروي اتحاد کې د مارکسیستي – لیننستي فلسفې په اړه ویل کیدل چې هغه علمي ، انقلابي اوجانبداره ده۰ کله چې دعلم خبره کیږي علم هیڅکله هم جانبداره نشي کیدای۰ پربله خوا دمجاهدینو او طالبانودمذهبي ایدیولوژیکو واکمنو کړه وړه چې ټول بایدددوی دارادې پربنسټ چلندوکړي څرګنده بیلګه یې دا ده چې دوی داهڅه کوله چې دهیواد ټول نارینه ددوی په شان ږیرې پریږدي اوخولۍ یاپګړۍ ولري۰ چیرې چې ایدیالوژیک حکومتونه واکمن شوي هلته  ټیکاو زیانمن شوی ، کورنۍ جګړې پیل شوې اوپایله یې ټولنیزې غمیزې یا د هیوادونو تجزیه شوې ده۰ په شلمه پیړي کې دختیځ اولویدیځ آلمان ، شمالي او سویلي یمن ، شمالي او سویلي ویتنام ،شمالي اوسویلي کوریا یې څرګندې بیلې دي۰  داویش د ایدیولوژۍ پربنیاد اودوخت د زبرځواکونود ارادې له مخې ددې هیوادونوپرخلکو تحمیل شو۰ زموږپه ګران هیوادکې څلورلسیزې  دي چې دافغانانو ترمنځ  دموږ اودوی مفهومونه سیاسي شوي، دموږ اودوی مفهومونه په  دوست او دښمن اوښتي دي۰ هغوی ته یې چې ددې عقیتي باورونو پربنسټ ټوپک اوتوره په لاس کې ورکړې ده ورته ویل کیږي چې دوی چې دښمن دي  سینې یې دګولیوهدف وګرزوي اویا یې  سرونه پرې کړي ۰ او دقلم خاوندیې بیا پخپلو لیکنو او ویناووکې دې وژنواوسر پریکونو ته دخپلوایدیولوژیکو اصولواوعقیدتي باورونو پر بنسټ مشروعیت ورکړی ، هغه یې ستایلې اوقلم یې دزهرجن خنجر غوندې کارولی دۍ۰  دلیکنې موخه دانده چې دلته  ملامت اوناملامت معلوم کړل شي  موخه داده چې دې ترخه حقیقت ته د لوستونکي پام را وګرزول شي چې دیارلس پیړۍ دې ولس داسلامي ورورولۍ ترجنډې لاندې په سوله اوصفاکې  ژوند وکړ، پدې اوږده زماني پړاو کې دمذهبي اوقومي جګړواو ټولنیزخونړیوټکرونو پته نه لګیږي خو داڅلورلسیزې دي چې بین الافغاني دوستي په کرکه او اسلامي ورورولي په دښمنۍ اوښتې ده اوموږدټولنیزوخونړیو ټکرونوشاهدان یو او لامل یې څه دۍ ؟ ددې بنسټیزمنفي بدلون اصلي لامل دادۍ چې زموږ ویشونکی عنصرونه ( مذهب ، قوم ) سیاسي شوي اوهڅه شوې چې دا یا هغه ایدیولوژي زموږدژونددټولوچارولارښوونه وکړي او ټول داایدیولوژي ومني ۰ یوې ډلې مذهب سیاسي کړی ، بلې دهژمونیسم  اوعظمت غوښتنې غږ پورته کړی  اوبلې بیا دخپلو ایدیالوژیکې اصولواویا دپردیودتجربوپر بنسټ غوښتې دولت او ټولنه اداره اویا په ټولنه کې  سمونونه اوبدلونونه پلې کړي۰ دروان ناورین کلونووښودل چې  د موږاودوی سیاسي اوایدیولوژیکي شوي مفهومونه هم دیوه سیاسي جوړښت په دننه اوهم  دهغه څخه دباندي کارول شوي دي اولا کارول کیږي۰چې دې بیا حالات لانورهم پیچلي کړي اود خونړیو پیښودپيښیدو اسباب یې برابرکړي دي۰ دساري په توګه دافغانستان دخلکوددموکراتیک ګوند دواکمنۍ له آنده  « دوی » انقلاب ضدیا اشراروو۰ اودواکمنۍ په دننه کې هم دموږ اودوی سیاسي ویش لیدل کیده ۰ موږخلقیان ، دوی پرچمیان ، موږ پرچمیان ، دوی سازایان او۰۰۰  دهمدې ویش له امله په نوموړي ګوند اوواکمنۍ کې په پرله پسې توګه شخړې اوجنجالونه ، دیوبل په وړاندې توطئې اودسیسې روانې وې چې  دسترو غمیزوسبب شوې۰ که چیرې ددې ګوندپه دننه کې داویشونه نه وای اویوموټي ګوندشتون درلودای ښایي چې نه دشوروي اشغال ته لاره هواره شوې وای اونه دنوموړي ګونددله شرمه ډک نسکوریدو سبب شوی وای۰ ددې ګوند په وړاندې مخالف لوري انقلاب ضد چې ځانونه یې موږ  مجاهدین بلل  اودوی بیا کمونستان وو، ورته حالت درلود۰ داموږ مجاهدین په پراخه توګه په موږ اودوی ویشل شوي وو۰ موږ سنیان ، دوی شیعیه یان ، موږجمعیتیان ، دوی حزبیان ،  موږحرکتیان ، دوی وحدتیان او۰۰۰  که چیرې شمال ټلواله کومه چې داسلامي انقلاب دبري په نامه دیوه سیمه ییز او ښایي نړیوال سازښت له امله واک ته ورسول شوه  اودافغانستان داسلامي دولت نوم یې غوره کړپه  موږاو دوې نه وای ویشل شوې ، اوپه خپلمنځي خونړیوجګړو، وژنواوغچ اخیستنې یې لاس نه وای پورې کړی پدې کې هیڅ شک نه و چې هغه به ترډیرې مودې پورې په واک کې پاتې وای داځکه چې دافغانستان په کشاله کې ښکیل دولتونه لیوال وو چې شمال تلواله  پر افغانستان  واک وچلوي۰ نن مهال هم په افغانستان کې دموږ اودوی دښمنانه مفهومونه عمل کوي اودپوهاوي ،ګډې همکارۍ اوسیالۍ پرځای دیوبل دبدنامولو، کمزورولو، ځپلواوله منځه وړلوبهیرپرمخ ځي۰ هره ورځ درسنیو اودسیاستوالولخوا سیاسي اوایدیولوژیک ویشل شوي دموږاودوی مفهومونه د (مجاهدین ،  کمونستان ، تکنوکراتان، طالبان ، پښتانه ، غیرپښتانه، لږه کي ، ډیره کي) کارول کیږي۰ لاندې څرګندونې چې مجاهدین له واکه ګوښه کیږي، په دولت کې کمونستان او تکنوکراتان ، دطالبانو اوحزب اسلامي پروني غړي شتون لري، دوسله والومخالفانوسره چې بنسټپاله آندونه لري سوله ناشونې ده اوداسې نور ۰۰۰ زمزمه کیږي۰ دا هغه څه دي چې ټولنه په موږ اودوی دښمنومفهومونو ویشي،  دادذهني ټکرونونښې نښانې دي چې دبې اتفاقیو، اومخامختیا سبب ګرزي ، شخړواو ټولنیزوټکرونو ته لاره پرانیزي ۰  
نوربیا