مسعودته دایراني کنسول ټیلفون

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی
ښاغلی رزاق مامون چې ډیروپټو اسنادوته لاس رسی لري اوداحمدشاه مسعودله آندونواو کړووړو څخه هم بیخبره پاتې ندۍ  پخپل ( ردپای فرعون) نومي کتاب په ۱۲۳ مخ کې په مزارشریف کې  د ایران دپوځي کنسول سردارناصري او مسعود ترمنځ دهغو ټیلیفوني خبروپه اړه چې د افغانستان په تجزیې راڅرخیدلې نقل کړې دي اودایراني کنسول خبروپه هکله داسې لیکي : ((موږبالاخره په افغانستان کې دخپلو دوستانواو بهرنیو دوستانو سره

دسلا وروسته دې پریکړې ته رسیدلي یوچې دافغانستان دکړکیچ د عادلانه او ټولوته دمنلووړحل لپاره بایدداهیوادد شمال اوجنوب په دووبرخو وویشل شي ۰۰۰، دتاسو دخبرتیالپاره غواړم ووایم چې دمتحدې جبهې ټول مشران اوپه تیره «سپین ږیری» او« پهلوان » ددې پریکړې څخه خپل بشپړ ملاتړاعلان کړی دۍ ۰))  ښاغلی مامون «سپین ږیری» برهان الدین رباني او «پهلوان » عبدالرشیددوستم معرفي کوي او وایي چې مسعود ددې پریکړې سره مخالفت وښود اوخپلو ملګروته یې وویل چې باید ددې دسیسې مخه ونیول شي۰ وروسته پریکړه وشوه چې د ملا خاکسار دطالبانودکورنیوچارودوزارت معیین چې دمتحدې جبهې ( شمال تلوالې ) سره ښه مناسبات لري اړیکه ونیول شي ترڅوطالبان دایرانیانو دا دسیسه شنډه کړي۰ اړیکه نیول کیږي اوملا خاکسار د طالبانو مشرملاعمر ته قناعت ورکوي چې باید په مزارشریف بریدوشي۰ بریدترسره شو، طالبانو  مزارشریف ونیواوپدې توګه دافغانستان دویشلودسیسه شنډه شوه۰  ښاغلی مامون ددې دسیسې د شنډولووياړ خپل اتل احمدشاه مسعوداو ملاخاکسارته وربخښي ۰ دلته لیکوال غوښتې وښيي چې مسعود پخپل درایت اوهوښیارۍ سره طالبان  وهڅول چې مزارشریف ونیسي او دایرانیانو له لوري دافغانستان دتجزیې دسیسه شنډه کړي۰ ښاغلی مامون هیرکړي اویا ددرې ویونکو په خبره « خودرابه کوچه چپ میزند » چې  د طالبانوله لوري دمزارشریف نیول مسعود د متحدې جبهې دځينو قوماندانانودخیانت پایله ګڼله۰ که چیرې دښاغلي مامون خبره ومنل شي چې هغه مهال ( ۱۹۹۸ کال ) مسعود دافغانستان دټوټې کیدو دخاینانه پروګرام سره همغږی نه وو نوولې د متحدې جبهې څخه ونه ووت پداسې حال کې چې هغه دژوندترپایه دمتحدې جبهې غړی پاتې شو اود برهان الدین رباني دخوځنده واکمنئ  ددفاع وزیرواودطالبانوخلاف جنګیده؟  بل داچې ولې مسعود پخپله دایرانیانوددسیسې دشنډولوهڅه ونکړه او خپلودښمنانوته یې مراجعه وکړه ؟ دمسعوددداډول دریځ نه بریښي  چې هغه درباني ، دوستم ، مزاري په شان د ایرانیانودپلان سره چې دافغانستان تجزیه وه همغږی و۰ ښاغلی مامون پخپل کتاب کې هڅه کړې چې مسعودایرانی ضدڅیره معرفي کړي خود مسعوددژوندواقعیتونه اوکړنې بل څه بیانوي۰ څرګنده بیلګه یې دښاغلي مامون دکتاب  ۱۰۵ مخ دئ ۰ پدې مخ کې لیکوال دعربي ژورنالستانوله لوري دمسعود دتروروروسته بهیرپه اړه چې دمسعود مړی تاجکستان ته لیژدول کیږي لیکي  :(( ۰۰۰ ایرانیانو وړاندیزوکړ چې دوضعیت ترڅرګندیدو پورې دمسعودمړی دمشهدیوې سردخانې ته ولیږدول شي ))۰ دپورتنیو څرګندونو نه بریښي چې هغه مهال  چې شمال ټلوالې دمسعود دترور پيښه پټه ساتله ایرانیانوهلته شتون درلود۰ داددې مانا لري چې ایرانیانو داحمدشاه مسعود د دوستانواوسلاکارانوپه څیرد نوموړي سره  دغم اوښادۍ په ټولوشیبوکې موجودوو۰  دایرانیانو له لوري مشهدته د مسعود دمړي دلیږدولووړاندیزد نږدې دوستانه اړیکونښه ده نه ددښمنۍ ۰ ښاغلی مامون ښه پوهیږي چې په خبرپوه افغانان مسعود دایرانیانوسړی ګڼي ۰ داځکه چې مسعود دخپلونورو بهرنیو حامیانو سربیره دایران د آخوندانوڅخه زیاتې مرستې ترلاسه کولې اوددې مرستوله امله په افغانستان کې د جګړې تنورتودساتل کیده۰ دادوستانه اړیکې هرچاته څرګندې وې اوکه څوک غواړي پرهغوپرده وغوړوي اومسعودایراني ضدڅیره وښيي فکرکړم چې غواړي لمرپه دووګوتوپټ کړي۰ هغه ډله  لیکوالو ته چې دلیکنوموخه یې  دپردی پالو سیاستوالو څخه داتلانو جوړول ،دحقایقوپټول اودرواغوخپرول دي باید وویل شي چې  پدې کارسره نه یوازې خپلوموخوته نه رسیږي اوخپل شخصیت ته زیان رسوي بلکه  قلم، څیړنیزکار اوروڼ اندو ته هم سپکاوی کوي۰ دمسعوداوسردارناصري دټیلفوني خبرونه څرګندیږي چې هغه مهال چې شمال  تلواله دطالبانوله لوري ترسخت فشار لاندې وه اودخوندي ځایوپه لټه کې وه مشران یې په واک کې دپاتې کیدوپه موخه دې  خیانت ته غاړه ایښې وه  چې افغانستان په دوو برخووویشي اودوی په شمال کې واکمن پاتې شي او دشمال تلوالې دنوم غوره کول یې هم تصادفي خبره نه وه۰ خوکله یې چې ولیدل چې افغان میړنی ولس که پښتانه دي یا غیرپښتانه دخپل ټاټوبي ویشلوته غاړه نه ایږدي دشمال تلوالې نوم  یې په متحده جبهه واړاوه۰ خوپه تاریخ کې به دا تلواله به په هغه ناولي  سکتاریستي نوم( شمال تلواله یا نورد الیاس) یادیږي کوم چې موخه یې په شمال او جنوب باندې دګران افغانستان ویشل و۰څرنګه چې دافغانستان وروڼوقومونوپیړی پیړي په سوله کې ګډ ژوندکړی دشمال تلوالې د سکتاریستي اوملي ضدموخو ښکارنشول۰  دهیوادغیرپښتانه قومونه لکه پښتانه هغه واکمن خپل ګڼي چې دهغوی دځان ،مال اوپت ساتنه  وکړي۰ دشمال شریفو غیرپښتنو ولسونو کله چې ددوی دحقوقودمدعیانو( شمال تلوالې)  کرغیړنې کړنې ولیدلې شمال تلوالې ته یې شاه کړله اود طالبانوترڅنګ ودریدل ځکه چې په طالبانو کې یې غله اوداړه ماران نه لیدل۰ پدې اړه محمد ظاهر عظیمی ددفاع وزارت اوسنی ویاند دخپل کتاب (افغانستان وریشه دردها) په ۴۲ مخ کې دطالبانوپه وړاندې دمزارشریف دخلکو دغبرګون په هکله داسې لیکي : « طالبان دسرې اوبریښنا دفابریکې اواتلسمې فرقې شاه اوخواه رسیدلي ووچې دښارپه ننه کې دطالبانوپه ملاتړپاڅون وشو » ۰
پورتنۍ خبره ښيي چې افغان نه بیلیدونکی ولس شعارونواوغولونکوژمنوته نه بلکې دواکمنیو، سیاسي ډلو او سیاستوالو کړنوته ګوري۰ هغوی افغانستان خپل ګډکوراوپدې کورکې میشت قومونه، وروڼه ګڼي اوڅوک چې ددې یا هغه قوم سره ددښمنۍ په نامه سرراپورته کړي هغه خپل نه بلکې دښمن او پردي ګڼي۰خوسره لدې لیدل کیږي  چې ځینې لیکوالان دلږکیودحقوقوپه نامه په ټولنه کې دبې اتفاقۍ  او دښمنۍ تخمونه کري اودهغو څیروڅخه چې غوښتل یې دایرانیانودارادې سره سم هیوادپه شمال او جنوب وویشي اتلان  جوړوي اوله نورهم دې ته رابولي چې ددې سکتاریستانو،پردی پالواوقومي ړندو متعصبینو مریدان شي۰ پربله خوا بیادهغو لیکوالوپه پته سپکې سپورې وایي اوتورې ټاپې پرې لګوي کوم چې دټولو پردی پالو اودشمال تلوالې دلوټمارانوننګین اوملي ضدکړه بربنډوي ۰ دخواشینی ځای دۍ چې دهیوادنني واکداران دهغوڅیرونه چې دایرانیانوپه اراده یې هیوادپه شمال اوجنوب ویشلواتلان جوړوي، دهغوی په نامه پوهنیزبنسټونه، واټنونه او څلورلارې نوموي اودبلخ والي بیا په مزارشریف کې دابومسلم خراساني واټ د هغوایرانیانوپه نوم ونوماوه چې دافغانستان دتجزیې په پروژه یې  دشمال تلوالې سره ګډکارکاوه اودطالبانوله لوري دمزارشریف دنیولوپرمهال ووژل شول۰     
                                                         پای