د ښا غلی وکیل احمد متوکیل سره مرکه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ښا غلی وکیل احمد دافغا نستان په روانه وضع اودانتخاباتو په باب ډیره مهمه تبصره کړی ده په لا ندی ډول دلوستو نکو تو جه ورته را جلب وم .روان
پوښتنه: که د افغانستان د پاره د امريکا د نوي ولسمشر بارک اوباما په نوي وړاندې کړي ستراتيژي خبرې وکړئ، ستاسو په اند ددې نوي ستراتيژي او د بوش د ستراتيژي څه توپير شته؟ که وي نو کوم توپيرونه يې د يادولو دي؟
ځواب: مخکې له دې چې اوباما واک ته ورسېږي د افغانستان او عراق په اړه يې يو څه څرګندونې کړي وې، او په څرګندونو کې يې له عراق څخه د خپلو ځواکونو د وېستلو خبره كړې وه، او برعکس په افغانستان کې د نورو ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو خبره يې هم کړي وه، د ده په دغو خبرو کې چې د کار له پيل څخه يې وړاندې کړي وې، څه نا څه مثبت او نوي ټکي هم وو، د بېلګې په ډول: ده وويل چې په افغانستان کې جنګ د ګټلو لار نه ده، نوکه هغه داسې تفسير شوې واى، او يا داسې تفسير شي چې په افغانستان کې جنګ د ګټلو لار نه ده، نو امريکايي اوبهرني ځواکونه له افغانستان څخه باالاخره وځي؛ چې دا د افغانانولپاره يوه ډېره ښه خبره ده؛ مګر وروسته له دې چې ستراتېژي جوړه او اعلان شوه، نو څرګنده شوه چې د هيلو خلاف پکې په جنګي خبرو ډېر ټينګار شوى وؤ، يواځې توپير پکې دا وؤ چې د جنګ سيمه له افغانستان څخه پاکستان ته هم پراخه شوه، له بله پلوه له منځلارو طالبانو سره د خبرو او له توندلارو سره د جنګ خبره هم په ستراتيژي کې يو نوى شئ دى؛ په دې مانا چې هم د سولې خبرې پکې ايښي وي، او په څنګ کې يې د جنګ خبرې هم وي، نو په يوه وخت کې د سولې او جنګ د خبرو غبرګېدل د ارادې زړه نا زړه توب ښايي، او هر وخت چې د جنګ د پاره اراده وي جنګي خبرې کېږي؛ خو کله چې سولې ته اراده کېږي نو بيا د اضافي ځواکونو راوړل، د مليشو جوړول او د جنګ د سيمې پراخول چې سوله تر پوښتنې لاندې راولي، دا هغه تکي دي چې افغانان ورسره علاقه نلري .
پوښتنه: تاسې په خپلو خبرو کې وويل چې په نوې ستراتيژي کې طالبان په منځلارو او توندلارو وېشل شوي دي، لومړى دا چې ايا رښتيا هم د طالبانوپه منځ کې توپير شته؟ څه فکر کوئ دغه ډول وېش به د جګړې ګټلو او په عين وخت کې له ځينو طالبانو سره د خبرو کولو چانس برابر کړي؟
ځواب: زه فکر نه کوم چې طالبان دې منځلاري او توندلاري وي،اويادى افغانان په داسې يوتعريف اوتفکيک باندې وپوهيږي،که دلته له جنګېدونکو کسانو څخه د توندلاور تعبير وشي نو دا يو ډول تعبير کېدلى شي، ښکاره خبره ده چې د جنګ دواړه لوري افغاني اړخونه هم لري او غير افغاني اړخونه هم؛ او دواړه چې جنګېږي دې ته هم توندلاريتوب وايي. خو که د توندلارو او منځلارو څخه د هغوى موخه د دوو بيلا بېلو جريانونو موجوديت وي، نو دغه هغه خبره ده چې تر اوسه طالبانو هم نه ده منلې او د دغسې يو شي شاهدان هم نه وؤ .
پوښتنه: خو ځينې شنونکي وايي چې له توندلارو څخه د امريکا موخه هغه طالبان دي چې عملا په جنګ بوخت دي، او منځلاري هغه څوک دي چې له جنګ نه يې لاس اخستى وي او د نورو ډېرو افغانانو په څېر يې عادي ژوند ته مخه کړي وي .
ځواب: زه دا ويلى شم چې دغه ډول کسان بې ځايه فکر کوي؛ زما په نظر د اوسني دولت په مقابل لوري کې هغه کسان چې جنګ کوي او هغه کسان چې جنګ نه کوي، دغو کسانو ته د منځلارو او توندلارو تعريف اصلاً اطلاق کېدلى نه شي، دا په دې مانا چې پخپله طالبان وايي( بې له جنګي حالاتومونږ خبره کوؤ) په عموميت کې د اسلام دين يومنځلارى دين دى، نو دوى هم ټول منځلاري دي، په اسلامي تاريخونو او عقايدو کې توندلاريتوب هيڅ مطرح نه دى؛ شاعر د مبارزې خپل ډول لري، اديب خپل د مبارزې ډول لري، مفکر خپل د مبارزې ډول لري او واعظ خپل د مبارزې ډول لري، او بل دا چې څوک چې په ټوپک جنګ نه کوي نو هغه د بهرنيانو ملاتړي وي، زما په اند دا درست تحليل يا درست تعبير نه دى .
پوښتنه: د ولسمشر بوش له واکمنۍ وروسته، اوباما د افغانستان او پاکستان د پاره ځانګړى استازى وټاکه؛ له سياسي پلوه د دغو دوو هېوادونو د پاره د يوه استازي ټاکل په کومه مانا دي؟
ځواب: پدې کې هم مختلف شنونکي راز، راز نظرونه لري؛ ځينې وايي او رښتيا هم دا ده چې د قومي اړيکو تر کچې پورې په تاريخي حواله دا يوه سيمه ده نو مسايل به يې هم سره ورته او عين ډول وي. او کېداى شي ځينې کسان دې ته په لږ شکمنه سترګه وګوري، هغه دا چې ګويا ځينې پټې نقشې شته چې سرله اوسه نه يوازې امريکا بلکې ځينې نور هيوادونه هم د دغو دواړو هېوادونو د پاره يو استازى معرفي کوي، نو دا احتمالات يو واقعي فکر دى. نو دا به وخت روښانه کړي چې د دوى له دې کار څخه څه هدف او موخه ده. خو دا چې امريکا دغه سيمه د جنګي ډګر ګډه سيمه بولي، تر څنګ يې ځينې شکمن احتمالونه هم شته چې ګويا نړيوال او امريکا غواړي چې په ټوله سيمه کې نوې سياسي نقشې رامنځته کړي .
پوښتنه : محترما ددې سياسي نقشونه موهدف څه دى ؟ په سيمه کې دبلوچسان اوپښتونخواه په نوم ځينې خلک اټکل کوي ، چې په دې نومونوباندې نوي هيوادونه رامنځ ته کوي ، نوځکه امريکا اونورغربي هيوادونه د هميش لپاره دغه سيمې ته يو استازى معرفي کوي ، همداسې ده اوکه څه بله مانا لري ؟
ځواب : که په دې څوک نورې خبرې کوي ، کيداى شي دا داحتمال احتمالات وي، دابه هم هغه څوک چې شک کوي ، اود سياسي نقشوخبره کوي ، کيداى شي چې ديوه ډيراحتمال په توګه مطرح شي ، چې ګويادلته واړه واړه دولتونه رامنځ ته کوي ، ځيني به بياوايي چې نه ! اصلاً پښتونستان اوافغانستان سره ګډوي ، خوپه هرصورت دغسې يوکارچې دخلکود ارادو خلاف د نړيوالوپه فشار غيرعلمي يې ترسره کوي د سيمې دخلکولپاره په خيرنه تماميږي .
پوښتنه: څه موده وړاندې د افغانستان ولسي جرګې له حکومت غوښتي وو، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو دپاره د پاتې کېدو ټاکلې نېټه مالومه کړي؛ له بله پلوه ويل کېږي چې د امريکا نوې ستراتېژي په جګړه راڅرخي او تر څنګ يې امريکا او بريتانيا دواړو د سيمې دپاره ځانګړي استازي وټاکل؛ څه فکر کوئ چې له دې سره به د جګړې موده اوږده نه شي؟
ځواب: دا داسې يوه مسئله ده چې په راتلونکو امکاناتو پورې ډېره اړه لري، د جګړې هدف مالوم نه دى. بل دا چې نړيوال ايتلاف او د هفوى ونډه په دې جنګ کې، ايا ناټو او ټول غړي هېوادونه يې په دې ناپايه اوبې هدفه جګړه کې د ښکېل پاتې کېدو وس لري؟ اوترکومخ وخته پورې پاتې کيدلى شي، بله دا چې نړيوال اقتصاد له يو لوى بحران سره مخ دى. ايا د دوى اقتصادي منابع د داسې اوږدې جګړې د دوام د پاره دوى ته اجازه ورکوي، او که نه؟ او تر کومه ځايه چې د سيمې په خلکو پورې اړه لري، دا خو ښکاره خبره ده چې خلک د نورو جنګونو توان نه لري. او هغوى پوهېږي چې د تېروتنو په نوم هر ورځ ورباندې نوې کربلا جوړېږي. بچيان يې وژل کيږي ، دبيارغونې څرک يې ونه ليدو، بې امنيتي اوج ته رسيدلي ده ، اوترکومه چې نړيوال ايتلاف په جنګي اړخ ټينګارکوي ، نو دا به وخت ثابته کړې چې، ايا دوى رښتيا هم دومره امکانات لري چې دغه اوږده جګړه پرې وګټي؟
پوښتنه : تاسو ترورېزم څنګه تعريفوئ؟
ځواب : تروريزم زموږ غوندې خلکوشعارنه دى، چې تعريف يا ترينه تعبير وکړو، نو که دا په لغت کې ترجمه شي، نو ډار اچونې ته وايي، چې دا ډار اچونه د فرد، ګروپ، دولت، او نړيوال ايتلاف په ټولو شکلونوکې کيداى شي، دا په يوکيلو باردو باندې هم کيداى شي، او په څو ټنو باردو باندې هم کيداى شي. فکر نه کوم چې تروريزم لپاره دې نړيوال هم داسې يوتعريف ولري، اود سيمې خلک خواصلاً په دې نه پوهيږي، چې زما په کوردې جګړه هم زما سره کوي او تروريست دې هم راته ويل کيږي، ځکه چې زموږ اجنډا انټرنيشنل نه ده، د اکثريت افغاناني جريانونو اجنډا افغاني ده، آن تردې چې د طالبانو اجنډا هم افغاني اجنډاده، نو دې ته نړيوال تروريزم ويل څنګه سر سره خوري؟
دتروريزم په ټولومسلسلوپېښوکې د نيروبي دارالسلام نه نيولې تر ماليزيا او لندنه پورې هيڅ افغان پکشې لاس نه لري، ان د روسانو سره د جهادپه وخت کې هم چې په ګاونډي هيواد پاکستان کې د پخواني شوروي اتحاد سفارت هم موجود ؤ، خو د افغانانو لخوا ورباندې يوه تروريستي حمله هم ونشوه، ځکه چې د جنګ ډګرمعلوم وؤ، نو په خپل کور کې ناست ته تروريست ويل تعريف نه لري؟ .
پوښتنه : تاسو پوهېږي چې نړيوال تل دا وايي چې د ملکي او بې ګناه خلکو وژل ترورزېزم دى، له بلې خوا دوى پخپله بې ګناه خلک وژنې او بمبار کوي يې، چې ښه بېلګه يې د فراه په بالا بولوک وروستي هوايي بريدونه دي. څه فکر کوئ! ايا دوى په خپله تروريستان نه دي؟ او پخپله تاسو ورته کوم ورکوئ؟
ځواب : ظلم ، زياتى، ناروا، قتل عام، د انساني کرامت خلاف بې پروايي، او وحشت يې نومونه دي. زه د يومعتقد انسان په توګه ترټولو لويه خبره دا کوم، چې بايد د سماوي اديانو ټول پيروان په ياد ولري، چې دا خلک مالک لري، خالق لري، رازق لري ، ضروربه يو وخت ددې خلکو آه رنګ راوړي . والله المستعان
پوښتنه : افغانانو سره سوال پيداکيږي ، چې افغانستان ته د خارجيانو راتګ د کومې معاهدې يا پرتوکول پر اساس، يا د کوم منتخب ولسمشر په غوښتنه ترسره شوى؟ ځيني وايي چې د کرزي صيب په غوښتنه ترسره شوى، خوځينې فکرکوي د طالبانوقانوني حکومت چې زيات خلک ترينه خوښ وؤ د ملت څخه کومه داسې ټولپوښتنه نه وه شوي، چې د هغې په نتيجه کې يې حکومت رانسکورشي، اوپه ځاى يې بل مشروع حکومت جوړشي، که په لنډ ډول راته ځواب راکړى، چې داسې عمل ته په کومه سترګه ګورى ؟
ځواب : د خلکو نه پوښتنه اوسروې په يو نورمال حالات کې کيداى شي، نه په جنګي حالاتوکې. دلته يو هغه نظام چې ډاډمن امنيت يې راوستى وؤ، که څه هم په ټولو معيارونو به پوره نه وؤ،ځکه چې ټول امکانات زموږسره نه وؤ، خوسره د هغې دومره سهولتونه لکه چې هغې نظام خلکوته ورکړي وؤ، وروستي نظام خلکو ته ورنه کړاى شول، نو د هغوى بديل له هغوى څخه ښه رانغى. اوس په ډيره اسانۍ سره هر سړى دا بيلولى او تول کولى شي، چې امنيت پخوا وؤ خو اوس نشته، اداري فساد لکه څومره چې اوس اوج ته رسيدلى پخوا نه وؤ، نشيي توکي پخوانه وؤ اوس شته، خپل سري بې عدالتي پخوا نه وه، او اوس شته. نوهريو مسؤل مقام چې بدليږي په ډيرترتيب مشورو اواحتياط سره بدليږي، سره د دې چې اوس به په ځينو برخوکې يوڅه لاس ته راوړنې شوې وي، خودا د هغو غوښتنو سره هرګز نه شي پرتله کيدلى چې خلک يي غواړي. کاشکې د جنګي لارو په ځاى سوله ايزې لارې چارې لټول شوې واى. مخصوصاً هغه جنګونه چې د نورو لخوا موږته راوړل کيږي .
پوښتنه: د امريکا د نوي حکومت د منځته راتلو په پيل کې، له طالبانو سره د خبرو اترو موضوع ډېره ګرمه وه، خو وروسته بيا سره ورکه شوه. ستاسو په اند موجوده افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو واک لري. او يا افغان حکومت دا واک لري چې د امريکا د ګټو پر خلاف له طالبانو سره ګډ حکومت جوړ کړي؟ !
ځواب: په دې کې لومړى بايد دا وکتل شي چې ايا دواړه لوري سولې ته اراده لري، او که نه؟ تر ټولو وړاندې اراده مهمه ده. دا اراده هغه وخت په عمل کې رامنځته کېدلى شي چې واکونه موجود وي. نو بهرني قوتونه او د افغاني جهت او د افغاني ادارې همژغي ډېره مهمه ده. وروسته له هغه يوه داسې ادرس ته اړتيا ده چې مسائل تعقيب کړاى شي او يا د يوه کميسيون په بڼه دغه پروسه پر مخ بوځي ؛تر دغو مخکې يا ور سره موازي د اعتماد د رامنځته کولو او تر لاسه کولو پروسې ته اړتيا ده. تر اوسه پورې خو په دواړو خواوو کې دومره جدي امادګي نه وينم .
پوښتنه: او که پر طالبانو لږ نور هم تم شو. تاسو خبر ياست چې د پاکستان په سوات او بونير کې د پاکساني طالبانو اغېز او واک مخ پر ډېرېدو دى، او تر څنګ يې په افغانستان کې د داخلي طالبانو نظامي غبرګون په کمېدو دى. او ډېرى خلک لا دا هم وايي چې د کندهار له زندان څخه تښتېدلي ډېرى کسان عملا په سوات کې په جګړه بوخت دي، څه فکر کوئ چې د پاکستاني او افغاني طالبانو تر منځ کومه اړيکه شته او که نه؟
ځواب: په دې کې شک نشته چې زه افغاني جريانونه تر غير افغاني جريانونو ښه پېژنم؛ مګر تر کومه ځايه چې د افغاني طالبانو اوپاکستاني طالبانو بهير دى. نوم خو يې څرګند دى چې د دواړو سره يو شئ دى، او د کار ډول يې کېداى شي د افغاني طالبانو څخه يو څه انتباه اخيستې وي، خو پاکستاني طالبان بېل مشر او بېلې موخې لري او د خپل فعاليت محدوده سيمه لري، فرقونه يې زما په نظر دا دي چې دلته د افغاني طالبانو د تحريک په پيل کې هم د هغوى انګېزه بېله وه، اوس چې دلته په کومه مبارزه باندې مصروف دي هم د دوى انګېزه او موخې له پاکستاني طالبانو سره فرق لري، د مثال په توګه به ووايم چې، يو اسلامي حکومت وي او بل مسلمان حکومت؛د مسلمان حکومت په موجوديت کې د اسلامي حکومت دقيام لپاره مسلحانه مبارزه ياپه زورباندې مخ ته بوول دايو روش او يوه تګلاره ده، يا د يوه اسلامي حکومت د قيام د پاره سياسي مبارزه دا بل روش دى،لکه چې ځينې مذهبي او سياسي جماعتونه په پاکستان کې چې دي له دې روش څخه کاراخلي، خپل فعاليت کوي، په افغانستان کې د اول ځل د پاره چې تحريک شروع شو، دلته اصلاً يو واکمن او مؤثر حکومت نه وو، او ورسره يواسلامي او مسلمان حکومت هم نه وو. د طالبانو په راتګ اسلامي حکومت رامنځته شو، نو معلومه خبره ده چې د اسلامي حکومت په شتون کې مسلمان حکومت په خپله رامنځته کېږي، نوکله چې ديواسلامي اومسلمان حکومت دقيام ضرورت وي ، نودمسلمان حکومت په ځاى ولې اسلامي حکومت نه جوړوي ،داولني طالبانوداوسني طالبانوسره توفيرهمدا وؤ ، اوسني طالبان په ډيروضاحت سره اعلانوي ، چې هيوادموبايدپه خپلوپښو ودريږي، داستقلال دلاس ته راوړلوپه توګه جنګ کوي ، چې هم مسلمان وي اوهم اسلامي ، اوهلته ديومسلمان حکومت په موجودګى کې اسلامي حکومت جوړولوضرورت لپاره دزورڅخه کاراخيستل وؤ، خو د امريکا او نړيوالو لخوا د طالبانو د اسلامي حکومت د ړنګولو وروسته طالبان دا دي بيا د اسلامي حکومت د رامنځته کولو او د دوى په خبره د افغانستان د استقلال د پاره له نړيوالو سره مبارزه کوي، دپاکستاني طالبانو موخه هم په هغه هېواد کې د اسلامي نظام رامنځته کول دي، خو په دومره توپير چې پاکستاني طالبان له خپل حکومت سره په جګړه دي، او افغان طالبان له بهرنيو او اوسني افغان حكومت سره په مبارزه بوخت دي .
زما په نظر په اوس وخت کې هم په پاکستان کې او هم په افغانستان کې مسلمان حکومتونه شته، خو اسلامي او په شرعيت ولاړ حکومت پکې نشته. بايد په ډېر وياړ سره ووايم چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې هم اسلامي حکومت وو، او هم مسلمان حکومت وو. خو اوس دغه ډول نه دى .
پوښتنه: د رتلونکو ټولټاکنو د پاره د څلوېښتو په شا او خوا کې کسانو ځانونه کانديدان کړي دي، او بله دا چې د ټاکنو په کېدلو او شفافيت باندې باور لرئ اوکه نه؟ او که وشي، په واک کې د کرزي په بيا راتلو سره به دغه کړکېچن حالات راکابو شي؟
ځواب: د شخص په بيا راتلو او يا د شحص په بدلېدوباندې مسائل هميشه نه حل کېږي. مسائل هر وخت په ستونځو باندې بنا وي. دا چې څوک راځي، زه نه پوهېږم او د شفافيت په اړه يې هيڅ باور نه لرم،ځکه چې اوس دافغانستان په ډېره برخه کې جنګ روان دى او په جنګ کې د نارمل انتخاباتو د کېدلو هيڅ امکان نشته .
پوښتنه: نو که داسې وي، نو ټاکنې به مشروعيت ولري؟
ځواب: هغه څه چې په سوله ايزو هېوادونو کې معمول دي، هلته د هېواد د ټولو سياسي ګوندونو استازي او ځينې بهرني کسان د انتخاباتو د نظارت په پروسه کې دخيل وي، نه دا چې د بهرني اغېز لاندې وي. خو موږ چې ګورو په افغانستان کې سوله ايز حالت نه دى موجود، نو په دې ډول جنګي حالاتو کې انتخابات کامل مشروعيت نه لري، چې دلته تنها په بهرني نظارت باندې اکتفا کول انتخاباتو ته پوره مشروعيت نشي ورکولى .
پوښتنه: دا خو د ټاکنو نه مشروعيت ته اشاره کوي، همداسې ده؟
ځواب: زه دا هم نشم ويلى چې په کامله توګه مشروع نه دي او مشروع يې هم نشم ګڼلى. معنى دا چې: هغه کسان چې په دې برخه اخلي هغه که لږ وي او که ډېر، په دې باندې بحث نه کوو. د هغو تر منځ کېداى شي مشروعيت ولري، خو زه ورته يو افغاني نارمل او مشروع انتخابات نشم ويلى .
پوښتنه: څه فکر کوئ چې د ټاکنو په جريان کې به د دولت د مخالفينو برېدونه کومې کچې ته ورسېږي. ايا د دوى برېدونه د ټاکنو مانع ګرځېدلى شي؟ او بله دا چې د طالبانو تر څنګ ځينې نورې وړې مقامتي ډلې هم شته، پر ټاکنو د هغو څه اغېز کېدلى شي او که نه؟
ځواب: د اوسني حکومت مقابل لورى د طالبانو د تحريک څخه عبارت دى، او تر څه حده پورې د انجينر حکمتياراسلامي ګوند هم مطرح دى، خو په هغومره کچه نه دى لکه طالبان چې دي. طالبانو لا له مخکې څخه څرګنده کړې، چې موږ دغه انتخاباتي بهير نه پرېږدو چې تر سره شي. نو ټولو ته په کار دى، چې په خپلو کې سره مشورې وکړي، واقعيتونه درک کړل شي، په پرديو اختلافاتو باندې وخت اضافه مصرف نه کړل شي او هغه لارې چارې درک کړل شي چې په افغانستان کې بلاخره جنګ ودرول شي. او بله دا چې کېداى شي په نا امنو سيمو کې طالبان په دې وتوانېږي چې د انتخاباتود بهير مانع وګرځي او يا ستونځې راولاړې کړي .
پوښتنه: که يوې شخصي پوښتنې ته ځواب ووايئ. که څوک دې د ولسمشر په توګه راولي څه فکر کوې ته به اوسنيو ستونځو ته د حل لاره پيدا کړې؟
ځواب: له جنجالونو څخه په ډک افغانستان کې چې جنګي حالات دي او بهرنيان دلته حضور لري، خداى دې نه کړي چې داسې وشي، دا به د الله لويه بدبختي وي چې داسې وشي. زه د الله(ج) څخه فنا غواړم .
ومن الله التوفيق