افغانستان په بابله په پېرس کې د نړيوالې غونډې اعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

غروال انګلستان

١٢جون ٢٠٠٨
د اسلامى جمهورى افغانستان دولت او نړيوال استازى د جون په ١٢ مه نېټه په پېرس کې راغونډ شول چې د افغانستان د امنيت، پرمختگ او بشرى رښتو(حقوق) په هکله د خپلو ژمنو پخلې اوکړى. په دې غونډه کې چې کومه اعلاميه لاس ليک شوه هغه ټکى په ټکى لاندې ژباړن کېږى.

د اسلامى جمهورى افغانستان دولت او د نړيوالې ورورولۍ استازى په افغانستان کې د امنيت راوستو، بيا رغونې، پرمختگ او بشرى رښتو په بابله د خپلو ژمنو پخلې کوى. دا نړيواله غونډه د پرانس صدر سرکوزى، د افغانستان صدر حامد کارزۍ او د ملگرو ملتونو سر منشى بان کى مون په ګډه سره پرانسته.دا غونډه له په پخوالى سره دا ژمنه کوى چې د افغانستان د ملى رغونې دپاره د افغانى مشرانو سره له زيات په نزدې او يوالى سره مرسته اوکړى. مونږه د دې خبرې بيا پخلې کوو چې ! افغانستان تړون! به ځمونږ د کار کولو بنسټ وى. مونږه دې خبرې تا اوليت ورکو چې په افغانستان کې ادارې ځواکمنې او اقتصاد تا وده ورکړو چې د کرنې او انرجۍ سکټرونه پکې وړومبۍ راځى. ددې سره سرهبه هاغه مدونه هم په نظر کې نيولى کېږى چرته چرته چې د مخکې نه ګټې تر لاسه شوې دى. افغان دولت د سياسى او اقتصادى ښپورنو(اصلاحاتو) روان ساتلو پخلې هم کوى. نړيواله ورورولى دا خوښى څرګندوى چې دويۍ خپلې وسيلې زياتې کړى او په اغېزمنه ډول يې پکار راولى. مونږه يو بل سره د ډېر نزدې تعاون پخلې هم کوو. مونږه د مرستندويه او څارنې بورډ د مشرتابه د راپور ستاينه کوو په کوم کې چې تر اوسه پورې لاس تا راوړنې په ګوته کړې شوې دى چې په هغې کې د روغتيا، زدکړې، اوډانګ(انفراسټرکچر) ، اقتصادى ودې او د افغانستان ملى پوځ رغونه د يادولو وړ دى. خو بيا هم ډېرې ننګونې لا پرتې دى چې په هغې کې د امنيت، قانون پلي کولو، دولتى فعاليت، د ځانى سکټر نشتوالى، پرمختګ او د وګړو د امنيت ننګونې او ستونځې ډېرې څرګندې دى او مونږه ددې ټولو هوارے غواړو.مونږه د افغانستان د امنيت او پايښتوب په اړه د بخارست د اوسنى کانفرنس د پريکړو ستاينه کوو.نن مونږه په لاندينو ټکو باندې زور اچول غواړو کوم چې د افغانستان د خلکو د پرمختګ او خوشالۍ دپاره ډېر ارزښتمن دى!په افغانستان کې اولسواکۍ تا وده ورکول مونږه د کال ٢٠٠٩ او ٢٠١٠ ټولټاکنو تا ډېر ارزښت ورکو ځکه چې دې سره به په افغانستان کې د ديماکراسۍ جړې ډېرې ژورې شى. نړيواله ټولنه د بې پرې، ازادو او پرامنه ټولټاکنو د تابيا چارې پخپله غاړه اخلى.افغانى اولس د روښانه سباوون دپاره د افغانستان ملى پرمختګ لائحه عمل مرسته کول دا پلان چې نن ځمونږ مخې تا کېښودے شو د راتلونکو پنځو کالو دپاره ځونږ دپاره د تګ لاره ده. مونږ به ټول په ګډه سره هڅه اوکړو چې ددغه باندې پروګرام د پلي کولو دپاره پانګې وراورسو او هاغه موخې تر لاسه کړو د کومو پرېکړې چې د لندن په افغان تړون کې شوې دى. مونږه ټول په يوه خله دا وايو چې دا پروګرام په داسې ډول مخکې بوتلل پکاردى چې د دې نه د افغانستان هر يو کلى او اولسوالۍ تا يکمانه ښېګڼې اورسېږى.د کرنې او انرجۍ سکټرونو کې سرمايه کارى کول نړيواله ټولنه د افغانستان دولت ددې پلان ستاينه او ملاتړ کوى چې د کرکيلې، اوبخوړ او انرجۍ مدونوتا دې اوليت ورکړې شى او دې سره سره دې د روغتيا، زدکړې او لارو جوړولو کارونه هم په مخکې بوتلے شى. مونږه د افغانستان د زرعى پراختيا او کليوالې ودې دپاره ژمنه کوو او غواړو چې په پراخه توګه د برېښنا د زېږولو، لېږدولو او خورولو هڅې هم پر مخکې بوځو چې دغسې د افغانستان اقتصادى وده چاخه کړے شى او روزګارزيات کړے شى. مونږه ټولو افغانانو تا د خوراکى توکو برابرولو ژبه کوو او د خوراکى موادو دا روان نړيوال بحران مو هم د نظرد لاندې دې.دځانى يا پرائيوېت سېکټر په وسيله د پرمختګ امکانات رامينځته کول د افغانستان حکومت غواړى چې ځانى سرمايه کارى د کرنې، اوبه خوړ ، برېښنا او نورو مدونو کې حوصله افزائى اوکړى. د ماليې راغونډولو سسټم تا وده او پراختيا ورکړى او د نجى پنګې راجلبولو دپاره نوى قوانين او ضابطې جوړې کړى چې دغسې د پرائيوېټ سکټر د ودې دپاره سازګاره چاپېريال رامينځته شى. افغانى دولت او نړيواله ټولنه په دې خبره باندې يوه خله دى چې د آزاد تجارت د ودې دپاره به هلې ځلې کوى او دا هڅه به کوو چې د ورورولۍ او دوستانې پر بنسټ باندې د نړيوالو ذمه دارو د سرتا رسولو سره د سيمې د هېوادونو سره ازاد تجارت مخکې ولاړ شى. افغانستان دولتى ادارو تا ځواک او وده ورکول چې دا د افغان اولس د خد مت کولو جوګه شى د تېرو شږو کالو لاس تا راوړنو د ساتلو دپاره او په حکومت باندې د خلکو اتبار زياتولو دپاره د افغانستان حکومت داسې ګامونه پورته کولو تا چمتو دے چې هغې سره مدنى ادارې، مقامى حکومتونه، انصاف، پوليس او نورې اولس سره اړه لرونکې ادارې فعاله کړى. حکومت دا خبره هم منى چېنوکرۍ به د اهليت په بنياد باندې ورکولې کېږى. نړيواله ټولنه په دې راضى ده چې د ملکى او لاندې ادارو د پرمختګ او سنبالودپاره د حکومت ملاتړ اوکړى او په پراخه ټوگه د ادارو چلولودپاره اهل مدنى چارواکى رامينځته کړى.مالى مرستې په داسې اغېزمنه توګه خرڅ کول چې ترېنه ټول افغانان يو برابر ښېګڼې تر لاسه کړى نړيواله ټولنه په دې خبره يوه خله ده چې خپلې مالى مرستې زياتې کړى او د يو روښانه احتسابى سسټم لاندې يې راولى. دا مالى مرستې به په داسې ډول ورکول کېږى چې مونږه پخپلو کې ترينه خبر ياست. دغه مالى مرستې به يو مخې ملکى بجټ او هاغه دولتى ادارو تا ورکولې کېږى کومو تا چې د سنبالښت يا منېجمنټ د استعداد ډېر ضرورت دے. نړيوالې ټولنې دا خبره په ځان اومنله چې مالى مرستې به داسې ورکوو چې لاندې خلک يې اووينى او اومنى. مونږه دا خبره هم په نظر کې ساتو چې د نړيوالې ټولنې د مرستو نه د افغانستان ټولو ولايتونو تا يو برابر فائدې اورسى. مونږه په دې خبره هم اتفاق کړے دے چې ټولې مالى مرستې به د رياست سره نيغ په نيغه کولې شې چې دغسې رياست پياوړے شى او د رياست نه بهر به بلې کومې ادارې سره مرسته نه کولې کېږى.درغليو او بډو پرزد جنګ کول افغان دولت غواړى چې د بډو او درغليو پرزد خپلې هلې ځلې او هڅې لا نورې هم چاخې او ګړندۍ کړى. نړيواله ټولنه به په دې ترس کې د حکومت سره پوره پوره مرسته کوى او د پروفېشنل اډت او په ګډه سره د اډت کولو په لړ کې به لاس امداد هم کوى چې دغسې په دې مد کې د افغانى دولت د اډت کولو چل هنر تا وده ورکړے شى.د نشايي توکو پر زد جنګ مونږه په دې خبره ډېر اندېښمن يو چې په افغانستان کې او ځانګړې توګه په څو ولايتونو کې د نشايي توکو پېداوښت او سمګلنګ خورا ډېر دے او دا د افغانستان د پرمختګ په لاره کې لوئے خنډ دے. مونږه په دې خبره ډېر خوښ يو چې د ډوډو کښت يومخې په ټيټېدو دے او په کومو ولايتونو کې چې اوس د ډوډو کښت نه کېږى نو هاغه ولايتونو تا مرستې ورکول پکار دى چې دغسې دا اکر پرځائے اوساتلې شى. حکومت له پکار دى چې د منشياتو او نورو غېرقانونى توکو پرزد خپلې هلې ځلې له نورې هم ګړندۍ کړى او نړيواله ټولنه د حکومت سره د هرډوله عملى او تکنيکى مرستو کولو تا چمتو ده او غواړى چې ددغو خلکو د ژوند ژواک دپاره نورې وسيلې رابرسېره کړى.د ملت بيا رغونې په بهير کې د عامو خلکو ګډون يقينى کول نړيواله ټولنه د حکومت د ټولنې د بېله بېلو برخو سره د خبرو اترو د کوښېښونو تود هرکلے کوى او غواړى چې دا د خبرو اترو بهير روان اوساتلے شى او د ټولنې تر هاغه برخو پورې اورسولے شى کومې چې تر اوسه پورې د داسې کوښېښونو نه بهر دى. د اسلامى اولسواکه فغانستان د ودې ، پرمختګ او امن دپاره داسې کول ډېر ارزښت لرى.د ټولو افغانانو دپاره د بشرى رښتو(حقوق) منل او درناوې کول دا خبره ځمونږ په نظر کې ده چې د بشرى رښتو د ساتلو دپاره د قانون پلي کول ډېر ارزښت لرى. مونږه د ښځو د ملى پلان د پلي کولو مرسته کوو.مونږ په ځانګړې توګه د نړيوال بشرى قوانينو منلو، ساتلو او درناوې کولو باندې زور اچوو. څنګه چې اوس اوس د بخارسټ په غونډه کې دا پخلې شوې دے چې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې نه ډډه کول به يقينى کولے شى.سيمه ييز تعاون تا وده ورکول نړيواله ټولنه د اقتصاد، سياست او امنيت په ډګرونو کې د ګاونډى هېوادونو سره تعاون ډېر ارزښتمن ګڼى. د يو پايښته افغانستان په جوړولو او پولو د امنيت ساتلو کې د ګاونډى هېوادونو ډېره مهم رول دے. مونږه د ملګروملتونو د افغانستان دپاره د ځانګړى استازى د ګومارولو ستاينه کوو چې دے به نه يووازى د بهرانو هېوادونو ترمينځه بلکې د نړيوالې ټولنې او افغانستان تر مينځه د کوارډينشن چارې په ښه شان تر سره کړى.نن په پاريس کې د اسلامى جمهورى افغانستان او د نړيوالې ټولنې تر مينځه د شراکت ځواکمنه کولو پخلې کېږى د کومو بنسټ چې د افغانستان د مشرانو وړاندېزونه دى د کومو د سرتا رسولو دپاره به مونږه خپلې خپلې ذمه دارۍ سرتا رسوو. مونږه دا پخلې کوو چې د يو ښادمن، ازاد او جمهورى افغانستان د ودې دپاره د اسلامى اصولو په رڼا کې مخکې تګ اوکړو د کومو سپيناوې چې د کال ٢٠٠١ بون او کال ٢٠٠٦د لندن افغان تړون کې شوې دے.غروال انګلستان١٨-٦-٢٠٠٨