کرزی صاحب دمیرمن کلنتن څخه مننه وکړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امرېکا خارجه وزېرې مېرمن هېلری کلنټن په فراه کی دامریکی دجنگی الوتکو په بمبارېو کی دملکی خلکو په وژل کیدو خفگان او افسوس څرګند کړی دی .
مېرمن کلېنټن نن په خارجه وزارت کی دافغانستان او پاکستان دجمهورو رېسانو سره د خپلو خبرو په وخت دا تبصره وکړه .
جمهور رېس کرزی او جمهور رېس اصف زرداری بهنن ماسپښېن دواشنگټن په وختدجمهور رېس بارک اوباما سرههم ملاقات وکړی .
د افغانستان جمهور رېس دمېرمن کلېنټننه مننه وکړه چه دملکی خلکو دوژلو په باباندېښنه ورسره موجود ده. ښاغلي کرزي ووېل هېله لری چه امرېکا او افغانستان به په شرېکه کار وکړی تر څوددی ډول وژنو امکانات په اېنده کی لریشی .
د امرېکا خارجه وزېرې ووېل چه په دې باب به دتفتېش ېو شرېکټېم جوړ شی . هغې ووېل چه داوباما حکومت دملکی تلفاتو په وجه ډېر خواشېنی شوی دی .
مېرمن کلنټن ووېل چه امرېکا ، افغانستان او پاکستان درېواړه دهغې په وېنا ېوه شرېک دښمن سره مخاخ دي. چه هغه تندروان دی. کرزي او زرداریپه خپل منځ کیدشرېکی همکارئ په باب خپله امادگی وښودله ښاغلي کرزي ووېل چه پاکستان او افغانستان داسی مثال لری لکه دوه غبرگونی ماشومان چه ېو دبل پوی نښتی وی. دواړه ېې ېو دبل په خوشحالئ او خفگان کی سره شرېک دی .
د سره صلیب چارواکی وایی چی دوی هغه ځایی رپوټونه تاییدوی چی دامریکا په مشری هوایی بریدونو کی په افغانستان کی په لسهاو ملکی کسان وژل شویدی .
رپوټ وایی چی دافغانستان جمهوررئیس ښاغلی کرزی لوړه کړیده چی دامریکا له جمهوررئیس براک اوباما سره به په خپل ملاقات کی داخبره مطرح کړی .
دامریکا غږ خبریال بیری نیوهاوس وایی چی دامریکا پوځ او دافغانستان حکومت د مفتشانو یوه ډله د پیښی ځای ته لیږی چی تحقیقات وکړی. اوس به د بیری نیوهاوس رپوټ واورۍ
ځایی افغان چارواکی وایی چی دا پیښه ددوشنبی اوسه شنبی په ورځ هغه وخت د فراه په ولایت کی وشوه افغان قواو له یاغی طالبانو سره مرسته کوله او امریکا یی قواویی ملاتړ کاوه . د سره صلیب نړیواله کومیټه وایی چی دا مریکا په مشرئ دایتلاف د جنگی الوتکو له خوا پری بمباری شوی وه. او لږ تر لږه سل کسان یی وژلی دی .
د ای سی ار سی ډلی دځایی خلکو ادعاگانی تایید کړیدی چی په لسهاو ملکی کسان وژل شویدی او په مړو کی دښځو او ماشومانو مړی هم موند ل شویدی چه په دغو بمباریو کی وژل شوی ؤ .
دسره صلیب یوی نطاقی ویل چه دخیریه موسسی یو کارکونکی هم په دغو بمباریو کی دخپلی کورنئ د دیارلسو کسانو سره یو ځای وژل شوی دی. امریکایی او افغان مامورینو ویلی دی چه ددغو هوایی بمباریو په باب تحقیقات کوی .
ایتلافی قواوی وایی چه بمباری یی وروسته دهغی وکړه چه د طالبانو سره یی جنگ ونښته او طالبانو دری تنه په عام محضر کی په گولیو وویشتل .
دمفتشانو هغه گډه ډله چی هلته دامریکا پوځ او افغان حکومت لیږلی ده چی له ځایی خلکوسره مرکی وکړی هغوی وایی چی په سیمه کی د جنگ ادامی ددوی ماموریت ځنډولی دی .
دامریکا د سفارت مرستیاله فرنسیس وایی: اولنی رپوټونه تقریبا هروخت یا له یوه پلوه او یاله بل پلوه سم نه وی. موږ په دی هم پوهیږو چی یاغیان په دی رپوټو کی گوتی وهی او ځینی وخت یی له ځان نه جوړوی، نو زه گومان کوم چی پکارده موږ د حقایقو معلومیدلو ته انتظار وکړو .
رپوټ وایی چی په مشابه رپوټونو او پیښوکی دامریکا چارواکیو دافغانانو ادعاگانی د زیات شمیر ملکی تلفاتوپه باب ردکړیدی. خو وروسته بیا سره صلیب او ملگرو ملتونو غټ شمیر تلفات تائید کړیدی .
دغه راز پیښی ددی سبب سویدی چی دغه مسله ډیره متنازع فیه مسله شی او عالی رتبه چارواکی د ښاغلی کرزی په شمول یی دیته هڅولی دی چی نړیوالی قواوی دیته وهڅوی له زیات احتیاط نه کار واخلی. ښاغلی کرزی داویلی دی هوایی بمباری او په کورو نو باندی چپاوونه ددی سبب کیږی چی په افغانستان کی دنړیوالو قواو ملاتړته تاوان ورسیږی .
ملگرو ملتونو په ٢٠٠٨ کال کی اټکل کړی و چی ٨٢٨ ملکیان دایتلاف او افغان قواو له خوانه وژل شویدی. داشمیر له تیرکال نه دری برخی لوړ دی. په مړیو کی زیاتره کسان په هوایی بمباریو وژل شویدی. په یوه پیښه کی دملگرو ملتونو د اټکل له مخی ٩٠ تنه ملکیان دفراه ولایت په عزیز اباد کلی کی وژل شوی وو .
په افغانستان کی دایساف قواو یو جنرال ریچرد بلانشیت وایی دخارجی هیوادونو هغه عسکر چی افغانستان ته راځی هغه په دی کی روز ل شویدی چی له دغه رازپیښونه ځان وساتی خو داسی پیښی بیا هم پیښیږی . جنرال ریچرد وایی :
(...موږ په دی ښه پوهیږو چی موږ غواړ د ملکی تلفاتو شمیر صفر ته راښکته کړوخو دیاغیانو دا عمل چی انسانان د بشری سپر په توگه کاروی او هلته پناه اخلی یومشکل کاردی چی یاغیان اوملکی خلک دیاغیانو د دی بزدلانه عمل په وجه سره جلا کړای شی .
رپوټ وایی چی دافغانستان جمهوررئیس ښاغلی کرزی لوړه کړیده چی دامریکا له جمهوررئیس براک اوباما سره به په خپل اولنی مخامخ ملاقات کی داخبره مطرح کړی .

د امریکا مشهورو ورځپاڼو نیویارک ټایمز او واشنگټن پوسټ په دی تبصره کړیده چی دافغانستان جمهوررئیس ښاغلی کرزی او د پاکستان جمهوررئیس ښاغلی زرداری دواړه په واشنگټن کی دی او دامریکا له جمهوررئیس سره ملاقات کوی .
واشنگټن پوست لیکی چی ښاغلی کرزی او ښاغلی زرداری په هغو پالیسیو کی مهم اومرکزی نقش لری چی دواشنگټن لپاره ډیری اهمیت لری .
ورځپاڼه زیاتوی چی دا دواړه جمهوررئیسان په خپل ملک کی د ډیرو خلکو نه خوښیږی او اعتبار پری نه لری. په واشنگټن کی هم دهغوی په هکله همدغه راز فضا موجوده ده. خو سره له دی هم دوی په هغو پالیسیو کی مرکزی نقش لری چی دامریکا دملی امنیت لپاره حیاتی اهمیت لری .
د افغانستان جمهوررئیس حآمدکرزی چی اوه کاله مخکی واشنگټن ته اول ځل د خپل رسمی سفر په ترڅ کی راغلی و نو د ټولو خوښیده .
له هغه وخت نه یی تراوسه پوری ډیر افغانان له ځان نه بیگانه کړیدی، ددی سبب عدم موثریت او داداری فساد تحمل دی. واشنگټن پوست لیکی چی دامریکا د پوځ دقوماندانانو په دی سبب نه خوښیږی چی ښاغلی کرزی دهغو علمیاتو په برخه کی ډیرښکاره او په لوړ اواز شکایت کوی چی ملکیاتو ته پکی تلفات ور اوړي .
واشنگټن پوست لیکی چی د پاکستان جمهوررئیس اصف علی زرداری ته اوسنی مشرتوب له خپلی وژل شوی میرمنی بینظیر بهټو نه په میراث ورسیده. هغه له نورو ملکی مشرانو سره په دښمنی اواختلافاتو کی خپل اقتدار کمزوری کړیدی؛ په داسی حال کی چی په پاکستان کی اسلامی تند روان قوی شویدی. ډیر پاکستانیان پر هغه دا پړه اچوی چی امریکا ته ډیر نیژدی دی .
واشنگټن پوست لیکی چی دامریکا د گټو ساتنه به ښایی ډیره اسانه وای که چیری ښاغلی اوباما په خپلو دری اړخیزو خبرو کی تردی مختلف شریکباڼی لرلی. واقعیت دادی چی داوباما اداره به ښایی په دی دوه کسانو باندی، په اینده کی تریوه وخت پوری چی اټکل یی کیدلی شی متکی وی .
ښاغلی کرزی تراوسه پوری په افغانستان کی د اگست د شلمی نیټی دجمهوری ریاست په انتخاباتوکی ډیر مطلوب او په زړه پوری شخص گڼل کیږی؛ ځکه چی تراوسه پوری بل کوم مشهور مشر دهغه په مقابل کی ځان ندی کاندید کړی .
د ښاغلی زرداری دوره په ٢٠١٣ کی پایته رسیږی. که چیری هغه په داسی توگه له چوکی نه لیری کړی شی چی له اساسی قانون سره به برابره نه وی، نو د پاکستان غیرمصئون او حساس حالات به نور هم پسی خراب شی .
واشنگټن پوست لیکی چی دامریکا چارواکیو په دی غور کړیدی او په دی فشار اچوی چی په حکومتی نظام کی د صدراعظم لپاره یوه چوکۍ منځته راولی چی ډیره به قوی وی او د ښاغلی کرزی یوشمیر وظایف به په غاړه واخلی .
همدارنگه واشنگټن پر ښاغلی زرداری باندی فشار اچوی چی د پاکستان له پخوانی صدر اعظم نواز شریف سره خپل اختلافات په یووالی او اتحآد بدل کاندی. ورځپاڼه لیکی چی که دا ستراتیژی کامیابی هم شی نو ښاغلی اوباما به دیته ضرورت ولری چی داسی لاری چاری پیدا کاندی چی له دواړو جمهوررو رئیسانو سره په موثره توگه کار وکړی .
واشنگټن پوست لیکی چی ښاغلی اوباما له ښاغلی کرزی سره په دی ډول په ښه توگه په همکاری پیل کولی شی چی دافغانستان دمشر هغه اندیښنه باندی ځان پوه کړی چی هغه یی دملکیانو د تلفاتو په باب لری او داومنی چی دهغه اندیښنی مشروع دی او په خپله اداره کی په دی باندی کار وکړی چی داسی لاری چاری پیدا کاندی چیملکی تلفات کم کړی، په داسی حال کی چی دامریکا دعسکرو شمیر هم په افغانستان کی زیاتیږی .
د زیاتو عسکرو موجودیت ښایی دهوایی بمباریو ضرورت کم کړی؛ رپوټ وایی چی هوایی بمباری د زیاتو تلفاتو سبب کیږی. دامریکا حکومت چی دافغانستان لپاره په زرگونو عسکر تربیه کوی د حکومت لپاره ډیر ملکی کدرونه هم روزلی شی .
واشنگټن پوست لیکی چی ښاغلی زرداری به ډیره هڅه وکړی چی داسی نظآمی اواقتصادی مرسته وغواړی چی سخت ضرورت ورته موجود دی. داوباما اداری له کانگریس نه غوښتنه کړیده چی په بیړه باندی څلور سوه ملیونه ډالره دپاکستان د نظآمی وسایلولپاره منظؤر کړی چی د پاکستان پوځ وکړلی شی چی د طالبانو خلاف تهاجمی عملیاتو ته دوام ورکړی .
داوباما اداره داهم غواړی چی په پاکستان کی هرکال یواعشاریه پنځه بلیونه ډالره د ښوونځیو او نورو ملکی مدنی ادارو په انکشاف کی ولگوی .
دنیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی امریکا یی چارواکی په یوه مشر هم چندان اعتبارنلری اوددی خبری د پټولو هڅه یی هم نده کړی. ډیر افغانان او پاکستانیان هم همداسی فکرکوی . خو ورځپاڼه لیکی که چیری د طآلبانو دماتولولپاره کومه هیله موجوده وی نو ښاغلی اوباما ته پکاردی چی یوه داسی لاره پیدا کاندی چی له دواړو مشرانو سره کار وکړی. او په دی کی له ملاتړ او فشار دواړو نه کار واخلی چی هغوی دخپلو هیوادونو د مصون کولو لپاره کاروکړی .
نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی اوباما په دی برخه کی دکانگریس ملاتړ ته هم ضرورت لری. په کانگریس کی دده د خپل گوند غړی ورځ په ورځ بی حوصلی کیږی. د بودجی د کومیټی رئیس ډیویډی اوبی وایی چی دی به سپینی ماڼی ته یوکال وخت ورکړی چی دوی ته نتایج څرگند کړی .
هغه زیاته کړه چی موږ په دی موافق یو چی پخوانی جمهوررئیس جورج بش او ډیر وخت اوپیسی د پاکستان د پخوانی جمهوررئیس پرویز مشرف په مستعد کولو مصرف کړلی او ترکمی اندازی پوریی له ښاغلی کرزی سره مرسته وکړه پکارده چی حساب او کتاب موجود وی. او ښاغلی اوباما ته هم وخت او فرصت ورکړل شی چی خپل پلان له دغو دواړو هیوادونو سره په معامله کولو کی د دسیمی دستونزی د حل لپاره وازمویی .
نیویارک ټایمز لیکی چی پکارده کانگریس په بیړه باندی دمرستو دوه برخو په منظورولو کی اقدام وکړی. یو خو د عراق او افغانستان لپاره پراختیایی او اضافی بودجه ده چی څلورسوملیونه ډالره یی دنظامی لگښتونو لپاره ده او بله برخه یی ٥٠٠ ملیونه ډالره ده چی دپاکستان لپاره داقتصادی مرستی برابرولولپاره ده. همدارنگه د ٩٨٠ ملیونه ډالره په افغانستان کی د انکشاف د راوستلو لپاره لگول کیږی .
دمرستو دویمه غوښتنه د پاکستان لپاره ده چی د پنځو کلونو په موده کی به اوه نیم بلیونه ډالره پاکستان ته ورکول کیږی. پخوابه دامریکا مرستی پاکستان ته زیاتره په نظامی برخه کی وی خواوس به په پاکستان کی د ژوند د ښه کولو اوپرمختگ لپاره هم استعمال شی پای رحمت اله روان .