د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (د يـونـايټـډ پـريـس انټـرنـېشنـل خبـري آژانـس۸) UPI

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د يـونـايټـډ پـريـس انټـرنـېشنـل خبـري آژانـس

هدايت الله هدايت

function noRightClick() {

if (event.button==2) {

document.onmousedown=noRightClick

د رسنيو د پېژندلو په تيرو برخو کي د نړۍ تر ټولو لويي او عظويم خبري آژانسونه لکه فرانس پرس، رويټرز، اسوشيېټډ پرس او د ايتار تاس لنډه پېژندنه وسوه؛ دهغوی پر جوړښت، لوړو او ژورو،تکاملي سير او اهدافو باندي يولږ شاني روښني واچول سوه . نن دادی ددې لړۍ په دوام کي د يونايټډ پريس خبري آژانس چي را وروسته په يونايټډ پرس انټرنېشنل و نومول سو او هغه هم د غرب د څلورو معظمو خبري آژانسو په کتار کي راڅي، معرفي کيږي .

په ننۍ نړۍ کي دغه څلور عمده غربي خبر ي آژانسونه يوازي، په ورځ کي نيژدې پنځوس ميليونه کلمې خبرونه و ټولي نړۍ ته مخابره کوي او د نړۍ په سلو کي ۹۰ ورځپاڼي، راډيوګاني، ټلوېزوني شبکې او نوري ډله ائزه رسنی د خپلو خارجي خبرونو برخه د همدې آژانسو د موادو څخه تغذيه کوي . په دې توګه ليدل کيږي چي دغه او دېته ورته نوري رسنۍ لکه بي بي سي، سي ان ان، د امريکا ږغ ( (VOA او نور... هر کله چي وغواړي نو په خورا آساني سره کولای سي د نړۍ پرعمومي افکارو باندي خپله اغېزه پريږدي او هغه د خپلو اهدافو په لوري، تر خپل تأثير لاندي راولي .

زموږ د نړۍپه شا وخوا کي هره شېبه بې شمېره پيښي او حوادث پېښيږي، دغه حوادث که طبيعي وي لکه سېل، زلزله، طوفان، او ....، که د انساني حرص او استعماري لاسوهنو مکر پکښې وي ؛ لکه جګړې، پر خپلواکه هيوادو باندي تهاجم، خشونت، انتخاباتي رقابتونه، درغلي، او... او همدا رنګه که په ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي برخو کي ډېر څه را مينځته کيږي ، نو دا په اطلاعاتي نړۍ کي ، دهمدغه رسنيو لخوا و هغه ته انعکاس ورکول کيږي . رسنۍ چي نن په غربي هيوادو کي شخصي متاع ګرځېدلې او د تجارت ، او سياستوالو په لاس کي د هغوی و اهدافو ته د رسېدو مؤثره وسیله ده ، نو کولای سي پراخ مثبت او منفي اړخونه او اثرات ولري، په مختلفو عرصو کي د زياتو بحرانو منبع او منشأ وګرځي ، او کولای سي بحرانونه حل کړي اود خپلو تدابيرو په کارولو سره هغه په کنټرول کي راولي . دا رسنۍ دي چي پبليک ته ، د نه څه څخه هرڅه جوړ وي، کولای سي په ټولنه کي مشروعيت، مشارکت، اعتماد او ثبات را وړي او هم کولای سي په همدې ټولنه کي د مشروعيت ، مشارکت او اعتماد په بطن کي بحرانونه را وزېږوي او يا هغه د بحراني کېدو و خوا ته رهي کړي .

خبره د يونايټډ پرس خبري آژانس په پېژندنه کي ده او دغه آژانس هم لکه د اسوشيېټډ پریس، فرانس پرس، رويټرز، او نور، ددې اصله څخه مستثنی نه دی .

د يونايټډ پرس خبري آژانس د کال ۱۹۰۷ دجولای په ۱۵ مه په نيويارک کي د امريکايي ورځپاڼي خپرونکی (Edward W. Scripps ) ايډوارډ. ډبليو.سکریپس لخوا چي په خټه يهود وو، جوړ سو . هغه درې سيمه ائزه خبري سرويسونه سره يوځای او د يونايټډ پرس اسوسيېشن «United Press Associationn » په نامه يې يو ګډ مطبوعاتي آژانس جوړ کړ . نوموړي ددې شرکت هدف پر خبري تجارت باندي د اسوشيېټډ پرس د خبري آژانس چي په امريکه کي د زیات نام ونښان خاوند وو ، د انحصار ماتول اعلان کړه . په هغه اعلاميه کي چي په هماغه وخت کي خپره سوه، راغلي وه چي ددې آژانس د کار شېوه به انحصاري نه وي اود خبر د خرڅلاو او دهغه د لاسته راوړلو دپاره به هيڅ رازي محدودیتونه ونه مني . د يونايټډ پرس دغه موضعګيري په امريکا او اروپا کي و انحصارګرو خبري آژانسو ته د يو مستقيم تهديد په حيث و ګڼل سو .

د يونايټډ خبري آژانس د خپل تشکل په هغه لومړيو کي په ټوله امريکه کي د ۳۶۹ ورځپاڼو ته خبرونه تهيه کول . دوه کاله بعد ، يعني په ۱۹۰۹ کي دغه آژانس د “نيپون دمپوتي سوشين شا” د مخابراتي کېبل په ذريعه د جاپان د تلګرافي خبري آژانس ته چي را وروسته د دومئ په نامه واوښت، خبرونه لېږله . دغه معامله د۱۹۴۱ کاله پوري چي جاپان د هاربور پر بندر باندي حمله وکړه، دوام درلود . د فرانسې سره يې هم اړيکي ټينګي او په لږ وخت کي د يونايټډ پرس برياليتوبونه ددې باعث سوه چي په ۱۹۱۲ کي رويټر په انګلستان کي د اروپا مخکښه خبري آژانس وهغه ته د ځانه سره د يوځای کېدو پېش نهاد وکړي، خو هغه رد سو . په ۱۹۱۵ کي د يونايڼډخبري آژانس د جنوبي امريکې د رسنيو بازارونه هم تر خپل نفوذ لاندي راوستل .يوتايټډ پرس لومړنی خبري آژانس وو چي د مختلفو شخصیتو سره يې دمصاحبو دود باب او د هغوی د ژوند د حاله څخه يې ګزارشونه خپاره کړه .

يونايټډ پرس خبري آژانس د نورو نړۍ واله خبري آژانسو په مينځ کي د سرمايه دارۍ ديوه نهاد په حيث ځان تثبيت کړ خو ددې آژانس عايد چي د خارجي خبرو د خرڅلاو د لاري لاسته راتله ،دونه نه وو لکه ددې آژانس زياتره عايد چي د نورو نړۍ واله فعاليتو دلاري به يې تر لاسه کوله .

نن آسوشيېټډپرس ا و یونایټډپرس خبري آژانسونه د متحده ایالاتو د خارجي سياست د فعاله کړيو څخه شمېرل کيږي . هغه څېړنه چي د آسوشيېټډپرس ا و یونایټډپرس دخبري آژانسو پر محتوياتو باندي سوېده ښيي چي دوی په خپلو برنامو کي داشاني مواد خپروي چي د امريکې د خارجي سياست د تفاسیرو او د هغوی د اولويتو سره مطابقت ولري .

دغه آژانس د نړۍ د څه ناڅه په ۱۲۰ هيوادو کي فعاليت لري، د ۷۰۰۰ نه زياتي ورځپاڼي او د امريکا د باندي څه کم ۲۵۰۰ ګډونکونکي او ۳۶ ملي خبري آژانسونه د هغه د ګډون کونکو څخه دي . د دغه آژانس مرکزي دفتر په واشنګټن ډي سي کي دی او نور سيمه ائيزه فرعي دفترونه يې په هانګ کانګ، لندن، سانټيا ګو، سؤيل او توکيو کي هم فعاله دي . يونايټډ پرس خپل خبري توکي په دريو انګرېزي، هسپانوي او عربي ژبو د نړۍ هر کونج ته استوي .

د غه خبري آژانس تر ۱۹۵۸ پوري يوازي داخلي فعاليت درلود ، د همدې کال د می پر ۲۴مه يونايټډ پرس خپل فعاليت پراخ او د هغه نړۍ وال خبري سرويس سره (International News Service) چي د ويليم رانډولف هېرسټ لخوا په کال ۱۹۰۹ کي تاسیس سوی وو، يوځای سو. دهغه راوروسته ددې آژانس نوم په “يونايټډپرس اينټرنېشنل ( United Press International ) چي مخفف يې UPI دی، واوښت . په همدې کال کي UPI لومړنی راډيويي سټېشن په کار واچاوه ، او بين المللي فعالیت يې شروع کړ . د انټرنېشنل نيوز سره د يونايټډ پر س يوځای کېدل ددې باعث سوه چي دغه آژانس ۱۱۴ هيوادو ته د ۱۴ زرو کارمندان په وسيله چي په ۲۳۸ دفترو کي يې کار کاوه خپل د فعاليت ساحه پراخه کړي .

دغه خبري آژانس په ۱۹۷۲ کي دخبرو د ذخيرې او لېږلو د پاره يو نوی نظم په کار واچاوه چي د خبرو دليکلو، راټولولو او لېږلو الکټرونيکي دستګاوي وکارولې چي د ورځي يې تر پنځو ميليونو خبري کلمو پوري و نړۍ ته مخابره کولې او وروسته بيا به د هغو څخه ځيني په ۴۸ ژبو ژباړل کېدلې .

خو د يونايټډ پرس انټرنېشنل خبري آژانس دهغه بدلونونو او رقابتو په وجه چي د موډرنه دوران په خبري حرفه کي راوستی وو، دغه آژانس د هغه څو کالو پخوا کش دلاسه ورکړ. دغه بدلونونه په امريکا کي د زياتو مازیګرنيو ورځپاڼو د تړلو سبب او درانه تاوانونه يې ور پېښ کړل . يونايټډ پرس انټرنېشنل هم په ۱۹۹۲ کي دسرمايه داري سیسټم په د ننه کي د بحرانو په وجه د مالي شکست سره مخامخ سو ، په اروپا، مينځني ختيځ او افريقايي هيوادو کي يې د خپلو دفتروپه تړلو شروع وکړه او کارمندانو ته يې ځواب ورکړ .

را وروسته يونايټډ پرس انټر نېشنل د اوو تنو مالکانو ترمينځ ووېشل سو او په کال ۲۰۰۰م کي د News World Communication د شرکت لخوا چي مالک يې کوريايي الاصله Sun Myung Moon نوميږي رانيول سوه . نوموړی چي د پيغمبری دعوه کوي د واشنګټن ټايمز د ورځپاڼي سربيره د څو نورو عمده رسنيو مالک هم دی . دغه خبري آژانس اوس ۱۱۰۰ تنه کارمندان او په ټوله نړۍ کي دوه زره خبريالان لري .

د دوهمي نړۍ والي جګړې راوروسته، په هيوادو کي د رسنيو جګړه په يوې علمي او سټراتيژيکي رشتې باندي واوښته ، امريکا او نور صنعتي غربي هيوادونو د هغوی څخه په پوځي،اقتصادي، سياسي او فرهنګي عرصو کي د قدرت داصلي اهرمو په حيث کار و اخيست .

امريکا چي د ويټنام د جګړې د صحنو څخه وحشتناکه تجربه لري دداسي ورته عارضو څخه د ځان ساتني په غرض د تبلیغاتو او پروپاګنډو څخه په خپلو پوځي عملياتو کي په شدت سره کار اخلي تر څوچي د و يټنام د جګړې په ډول يې د عمومي افکارو ملګرتيا د لاسه ونه وزي . خو آيا داسي څه به عملي وي ؟

کاناډايي پوهاند مارشال مک لوهان (Marshal McLuhan )، د تورنټو د ر سنيو د مطالعاتو په مرکز کي پروفيسور (۱۹۸۰- ۱۹۱۱ )،د رسنيو او ارتباطي چارو وتلی تيوريسن؛ هغه څــوک چــي د لــومــړي ځـــل دپــاره يې «د نـــړۍ وال کــلي» اصـــطــلاح طــرحــه او د مـشهــور کتــاب «The Medium is the Massage » ( رسنۍ پخپله پيغام دی)، ليکوال دی، وايي : « راتلونکې جګړې به دجګړو په ميدانو او د وسلوپه کارېدو کي نه وي؛ بلکه داجګړې به دهغه تصوراتو په وجه وي چي د ډله ائزه رسنيو لخوا و خلکو ته رسول کيږي . رسنۍ د خلکو و تصوراتو ته شکل ورکوي او د عمومي افکارو په هدايت کي تعينونکی نقش لري . » له همدې بابته ده چي د امريکا په ګډون استعماري ځواکونه و خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د رسنيو د اثرناکه کارېدني څخه زياته ګټه اخلي . رسنۍ هماغسي چي ياده سوه کولای سي مثبت او منفي کردار اداء کړي، حقايق سرچپه او يا پټ کړي، کولای سي هغه تحريف يا سانسور کړي، په مختلفو عرصو کي د زياتو بحرانو منبع او منشأ وګرځي او يا د واقعي يا غير واقعي خبرو په خپرېدو سره عامه هيجان را وپاروي او يا و هغه ته سکون ور کړي .

د يونايټد پرس انټر نېشنل غوندي پر لويو رسنيو باندي هم چي امريکا او نورواستعماري ځواکونو دغه شاني تسلط او هژمونۍ ټينګه کړ ېده، هغوی يې همدا اوس په دې توانولي دي چي د نړۍ په زياتو هيوادو و کي د خبرو او ګزارشوپه ورکولو سره د خلکو څخه د کلاوې سر ورک او د هغوی و ملي امنيت ته جدي خطر پېښ کړي ، خصوصاً هغه هيوادونه چي د دې ځواکو د سیاستو سره سم ګام نه ږدي، هغوی ددې رسنيو تر دائيمي ضربې لاندي دي .

مأخذونه : زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي سايټونه ؛
http://www.upi.com/
http://www.upiasia.com
http://en.wikipedia.org/wiki/United_Press_International
http://en.wikipedia.org/wiki/E._W._Scripps

http://en.wikipedia.org/wiki/Marshall_McLuhan#cite_note-wired_saint-43




ددې لړۍ نورې ليکنې

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱)هندو

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳)د فـــرانســې خـبــري آژانــس

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)د الاهـــرام ورځـپـاڼــه

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويټر

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۶) آسوشیېتد پرس خبري آژانس

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه يـونـايټـډ پـريـس انټـرنـېشنـل خبـري آژانـس

ود ايتـار تـاس خبـري آژانـسورځپاڼو

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۲) نيويارک ټايمز ورځپاڼه