د سولی په لور

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دوکتور م ، ع ، روستار تره کی

د ۲۰۰۷ م کال د سپتامبر په میاشت کی د سیمه ایزی جرګګۍ د لمړی غونډی په درشل کی د سولی یو پلان می میډدیا ته وسپاره . نوموړی پلان په وروستیو وختو کی په کابل کی د یوه سیاسی جوړښت ( د سولی ملی جرګی ) له خوآ په نوی بڼه مطرح او راته استول شویدي .
په افغانستان ، سیمی او نړۍ د نوی پیښو په نظر کی نیولو سره او د سولی ملی جرګی د غوښتنی سره سم په مخکنی پلان باندی په لاندی ډول د سره کتنه کیږی .
* * *
د ۳۶ هیوادونو په پرمخ تللی نظامی ټکنالوژی سمبال عسکری یونټونه د ۷ کلو را هیسی د تروریزم سره د جګړی تر پلمی لاندی په افغانستان کی مستقر شویدی .
د تروریزم سره جګړه د خپل لمړنی چوکات نه وتلی ده : افغانستان د نوی وسلی د آزموینی په لابراتوار، د ذینفعو هیوادونو د ژیوپولتیکو ګتو د ټکر، او د مختلفو سیمه ایزو شخړو د تصفیی حساب په دګر بدل شویدی .
په افغانستان کی تروریزم سره مبارزه د خلکو سره د جګړی بڼه غوره کړیده . په واقعیت کی نړیوال نظامی ائتلاف د افغانانو د تاریخی مقاومت سره مخ دی . که واقعیتونو ته غاړه کینږدو ، جګړه لاپسی اوږده او ، ورسره هیواد لازیات وران او انسانی تلفات زیاتیږی .
د ۷ کلو راهیسی نړیوال نظامی ائتلاف افغانی اوسنی حکومت د خپل مقاصدو د پاره استعمال کړی. افغانی لوری کوم ملی ستراتیژی نلری . طبعی خبره ده تر هغه وخته پوری چه حکومت د غیر افغانی کړیو په لاس جوړ او ملاتړ شی افغانستان د ملی ستراتیژۍ د درلودلو نه بی برخی پاتی کیږی .
افغانستان باید د بل واکی ، جګړې او بی ثباتۍ د حالت نه خپلواکی ، سولی او ثبات خوا ته د یوه انتقالی پړاو نه تیر شی : په انتقالی پړاو کی واک یو لنډ مهال حکومت ته سپارل کیږی .
د انتقالی پړاو د جوړیدو لمړی ګام د وسله والو مخالفینو سره د خبرواترو نه پیل کیږی .
خبرې اترې د څو پړاونو نه تیریږی :

لمړی ــ د باور فضآ د رامنځته کولو هلی ځلی باید د لاندی اقداماتو په چوکاټ کی تر سره شی :
ــ په مطبوعات او میډیا کی مخکنی ترمینالوژی ګانی ( یاغی ، تروریست ... ) چه د وسله وال مقاومت په پته حواله کیدلی ، د نوو اصطلاحاتو سره چه د سولی او پخلاینی جذبات منعکسوی ، بدلی شی .
ــ د مقاومت یو شمیر بندیان خوشی شی . د زندانیانو پاتی برخه د خبرو اترو د دوام په بهیر کی خوشی کیږی .
ــ اوربند اعلام شی . د اوربند د څارنی دنده ګد کمسیون ته چه د جګړی د اړخونو نه ترکیب شوی وی سپارل کیږی . د کمسیون مشرتوب د ملګرو ملتونو ( م ، م ) په غاړه ده .

دوهم ــ د خبرو اترو سیاسی چوکاټ په درې بڼو مطرح کیدلی شی :
ــ د امن جرګه .
ــ نړیوال کانفرانس .
ــ لویه جرګه .
د سولی د هر یو الترنتیف نه که کومې مثبتی پایلی تر لاسه نشوې ، کولای شو چه بل الترنتیف ته مخ واړوو : همدا اوس سوله د سیمه ایزی جرګګۍ له لاری مطرح ده . که ټینګی بیلګی تر لاسه شی چه د هغه نه څه شی نه جوړیږی بل الترنتیف یعنی نړیوال کانفرانس ته مراجعه کولی شو .

دریم ــ نوی نړیوال کانفرانس باید د افغانستان د کشالی د هوارولو په مقصد د م ، م تر څارنی لاندی د افغانستان ، سیمی او نړۍ د واقعیتونو په بنسټ باندی جوړ شی .
کانفرانس یوازنی بهرنی مرجع ګنلی شو چه په اوسنی حکومت باندی د سولی د راوستلو په موخه کافی فشار اچولی شی : موجوده حکومت « سیاسی باور » د بن نړیوال کانفرانس په واسطه تر لاسه کړ او د یو بل کانفرانس د لاری له لاسه یی ورکولی شی .
په کانفرانس کی باید یوازی په جګړه کی ښکیلو ډلو ( ناتو ، د کابل حکومت او وسله وال مقاومت)
ګدون ولری .
کانفرانس ترکیب ته پراختیا ورکول د خبرو اترو د اوږدیدو ، پیچلتیا او نهایتآ د ناکامی لامل ګرځی .
د کانفرانس د اجندآ په سر کی به دوه موضوعګانی ځای ولری :
ــ د وسله وال مقاومت او نړیوال نظامی ائتلاف متقابله ژمنه : نړیوال نظامی ائتلاف دافغانستان ملی واکمنی ته په درناوی سره په مناسب وخت خپل فوځ له افغانستان څخه باسی او افغانی لوری ته د عدم مداخلې ژمنه ورکوی . بهرنی هیوادونه افغانستان ته خپل بشری او اقتصادی مرستی جاری ساتی .
وسله وال مقاومت کانفرانس ته ژمنه ورکوی چه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره خپلې اړیکی د بهرنیو جنګیالیو او مقاومت سره د ملاتړ کونکو هیوادونو سره شکوی .
ــ نړیوال کانفرانس د یوی نوی مسلکی ، ناپییلی لنډ مهالي حکومت د جوړیدو د پاره بند او بست کوی .
یو مرکزی اوملی حکومت کولای شی چه د یو باانډول بهرنی سیاست په بنست باندی، هیواد چه
په سیمه کی د جګړی د پراختیا په مرکز بدل شویدی ، د سیاسی ثبات ، سولې او اقتصادی پرمختیآ په یو ستر محور بدل کړی .
د اوسنی حکومت ترمیم د مقاومت د استازی د ګدون په نیت د پرابلم دحل لاره نده . دلیل یی هم دا دی چه د جنگیالیو په « فدراسیون » کی نوی غړی زیاتیږی ، د حکومت بپ د ننه سیاسی تجانس لازیاتی له منځه ځی او اوسنی نظام پوری تړلی جنگی جنایت کاران سیاسی پناهګاه او مصئونیت تر لاسه کوی .

څلورم ــ انتقالی پړاو : نوی حکومت د دوو کلونو د پاره لاندی دندې تر سره کوی :
ــ یوه سالمه اداره رامنځته کول .
ــ د هیواد د اوسنی ایجاباتو سره سم د حکومت اقتصادی ، ټولنیز او کلتوری کړنلاره جوړول .
ــ با انډول بهرنی سیاست په بنسټ باندی د بهرنیو هیوادونو سره اړیکی برقرارول.
ــ د قانون د واکمنی د ټینګیدو په موخه نا قانونه جګړه مار بی وسلی کول .
ــ د نړیوال ټولنی په مرسته د مخدره موادو سره د مقابلی په نیت یو پلان جوړول .
ــ د جنګی جنایت کارانو د محاکمی د پاره د م ، م په مرسته مخکنی کمزورو هلو ځلو ته چټکتیا ورکول .
ــ د نړیوالې ټولنی په مرسته کورنی امنیتی میکانیزم ته وده ورکول ( په دغه موضوع باندی وروسته تبصره کیږی ) .
ــ د بهرنیو قواوو د تدریجی وتلو په مقصد مهال ویش ټاکل .
ــ د قواوو د نوی معادلی په بنست باندی نوی اساسی قانون تسویدول .
ــ دودیزه لویه جرګه د اساسی قانون د تصویب په موخه رابلل .
ــ انتخابات اعلامول . ( په انتخاباتو کی د انتقالی حکومت غړی ځان کاندیدولی نشی ) .
ــ تر هغه وخته پوری چه نوی اساسی قانون جوړیږی ، چاری د اوسنی اساسی قانون د هغو احکامو په بنسټ باندی تر سره کیږی چه د نوو شرایطو سره سمونوالی ولری او په نړیوال کانفرانس کی د اړخونو له خوآ ورباندی توافق شوی وی .

د امنیت پروبلم :
انتقالی حکومت د بهرنیو مرستو په بنسټ باندی باید په ډیره بیړه امنیتی ملی اورګانونو ته پیاوړتیا ورکړی.
خو سره له دی داسی ګومان نکیږی چه ملی امنیتی اورګانونه په چټکۍ دومره وده وکړی چه موږ په امنیتی لحاظ په بشپړه توګه په خپلو امکاناتو متکی شو .
د امنیت الترنتیفونو محتوآ هر څه چه وی د اجندآ په سر کی باید د ناقانونه جنگی ډلو او خصوصی کمپنیو بی وسلی کول ځای ولری .
د امنیت د تآمین په اړه دوه الترنتیف مطرح کیدای شی :
ــ په جنګ ځپلو سیموکی د نوی حکومت د امنیتی پرسونلو او د مقاومت د ملیشیو له خوآ ګدی امنیتی کمیټی جوړول .
د نوموړی پروسی د بریالیتوب ضمانت دا دی چه د مقاومت ملیشیی د هغه حکومت په ملاتړ وفادار پاتی شی چه د نړیوال کانفرانس د توافق له لاری جوړې شویدی .
کله چه امنیتی ګدی کمیتی په جنگ ځپلو سیمو کی په اوضاعو باندی خپل ولکه ټینګه که ، باید په افغانستان کی میشت بهرنیو قواوو د خپل نظامی تحرکاتو استقامت شمالی او لویدیزو سیمو ته پراخ کړی . شمالی پولی او د هغه سره تړلی لوژستیکی او اکمالاتی لاری تر کلکی څارنی لاندی ونیسی .
کله چه په ټول افغانستان کی امنیتی ګدی کمیټی او ملی فوج په اوضاعو باندی واکمن شو ، بهرنیو قواوو حضور ته اړتیا له منځه ځی .
ــ د امنیت د تأمین په موخه دوهمه التر نتیف، چی نړیوال کانفرانس ورباندی غږیدلی شی په ټول افغانستان کی د م ، م د سولی ځواکونو استقرار دی .
دغه قوأ چی باید اسلامی غیر ګاوندی هیوادونو په کی ونډه ولری، د اوسنی نړیوال نظامی ائتلاف ځای نیسی ، او د هغه حکومت ملاتړ کوی چی په نړیوال کانفرانس کی په جوړیدو یی توافق شوی وو. د م ، م د سولی قواووې تر هغه وخته پوری په افغانستان کی پاتی کیږی چی افغانی امنیتی ، ملی اورگانونه د امنیت د تأمین چه موخه وړتیا را پیدا کړی.
همدا اوس د حکومت په دننه او د باندی ځینی مغرضو کړیو چه خپل سیاسی برخه لیک بهرنیو ځواکونو حضور، جګړی دوام او د اوسنی حالت ساتنی (ساتونکو ) سره تړلی د ولسمشری انتخاباتو په دایریدو تینګار کوی . دوی غواړی چه ۷ کلن اشغال ، جګړه او افغان وژنه د ۵ راتلونکو کلو د پاره د فرمایشی او دستوری انتخاباتو له لاری اوږده شی او مشروعیت ومومی .
که موږ د انتخاباتو منطق ته زیر شو نو په داګه حکم کولی شو چه په اوسنیو شرایطو کی په هیواد کی د انتخاباتو د تدویر د پاره زمینه مساعد ه نده :
په جنګ ځپلو هیوادونو او د هغی جملی نه په افغانستان کی باید د انتخاباتو نه د دوو مقاصدو د پاره ګته پورته شی :
ــ واکمنی ته مشروعیت ورکول .
ــ وسله والو مخالفینو ته په سیاسی پروسه کی د راجذبولو له لاری، جګړی ته د پای ټکی ایښودل.
خو اوسمهال د نوموړو موخو د تآمین د پاره شرایط سم نه ښکاری . ځکه چه :
ــ هیواد د بهرنیو قواوو تر اشغال لاندی دی .
ــ د هیواد په یوه لویه برخه د نا امنی له کبله رای ورکونکو مصئونیت نلری .
ــ د عمومی سر شمیرنی د نشتوالی له درکه د مستحقو رای ورکونکو شمیر معلوم ندی .
انتخابات په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کی د سولی ضد توطئه ګنلی شو .
د سولی لاره هواره او روښانه ده یوازی سیاسی اراده ، واقعبینی او صداقت ته اړتیا لری .
جګړه په زور په موږ باندی تپل شویده. د تپل شوې جګړی طلسم یوازی د افغانانو په لاس ماتولی شو . پدی شرط باندی چه :
ــ د افغانستان د سیاسی قدرت د دګر لیونیان د پردیو د لوبو وسیله ونګرځی . د ملی ګتو په سر باندی د هیچا سره معامله ونکړی .
ــ د افغانستان ملی کړیو خپلې هلی ځلی د یوه ملی ، خپلواک او انتقالی حکومت د جوړیدو چه د بهرنیو مهاجمو قوتونو سره د تپل شوی غیر عادلانه جګړی او افغان وژنی په اړوند حساب او کتاب وکړی ، وقف کړی . « پای »



فرانسه
د جنوری ۱۸ ، ۲۰۰۹
دوکتور م ، ع ، روستار تره کی