د طالبانو مشر 'د ښځو د حقونو' په اړه فرمان خپور کړ؛ خو د زدکړو او کار یادونه پکې نشته

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغان طالبانو مشر هبته الله اخوندزاده په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه یو فرمان صادر کړی،‌ چې پکې د ښځو اړوند ځینو شرعي‌ او حقوقي مسایلو یادوه شوې ده.‌

په دې فرمان کې د نکاح پر وخت د ښځې یا نجلۍ رضایت،‌ ټولنه کې د ښځو په اړه ناسم ذهنیت (ښځه مال ګڼل)،‌ د کونډو ښځو شرعي حقونو او دویمې نکاح،‌ د ښځو د محر حق او د یو کس لخوا د خپلو مېرمنو ترمنځ پر عدل خبرې شوې دي.‌

خو په فرمان کې د ښځو د کار کولو حق او یا هم د نجونو او ښځو د زدوکړو په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې. دا هغه مهم او ناندریز ټکي دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو ډلې پرې ټینګار کوي.‌

دا مهال افغانستان کې ګڼې مسلکي او هغه ښځې چې پخوا یې دندې درلودې،‌ په کورونو ناستې دي. همدا راز له ځینو ولایتونو پرته په ټوې هېواد کې تر شپږم ټولګي‌ پورته نجونې هم دا مهال ښوونځیو ته نشي تللی.

طالبان ټینګار کوي‌ چې د 'مناسبو شرایطو' برابرېدو وروسته به تر شپږم ټولګي‌ پورته نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.‌

د طالبانو مشر د حج ا اوقافو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، سترې محکمې او خپلو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د دې حکم د پلي کولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.‌

د دې فرمان بشپړ جزئیات په لاندې انځور کې کتلی شئ!

 

د ښځو د کار حق او همدا راز د ښځو او نجونو د زدکړې حق دا مهال د طالبانو حکومت پر ضد په کور دننه او پر نړیوال دریځ د نیوکو او اعتراضونو لامل شوي دي.

په تېرو څه باندې درې میاشتو کې پلازمېنه کابل کې څو څو ځله ښځې په کوچنیو ډلو کې راوتلي او د کار او زدکړو حق غوښتنه یې کړې ده.

بل لور ته نړیواله ټولنې هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو بدل کې دې ډلې ته یو شمېر شرطونه ایښي دي، چې پکې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو موضوع اساسي بلل کېږي.

ملګرو ملتونو هم ویلي، طالبان د دې سازمان مرستو ته اړتیا لري، خو په بدل کې یې باید ځینې شرطونه ومني، چې پکې د بشري حقونو، او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو یادونه کېږي.

خو طالبان ټینګار کوي چې د عامې روغتیا او ځینو نورو برخو په ګډون یو شمېر دولتي ادارو کې ښخې وار د مخه خپلو دندو ته ستنې شوې دي.

د لیسې په کچه د نجونو د زدکړو په اړه طالبان وایي، د دې چارې لپاره لومړی په هېواد کې مناسب شرایط برابر شي.