نواز شريف: «باجوه زه پرځولی او عمران خان يې قدرت ته رسولی دی»

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نواز شريف د مخالفو ګوندونو يوه ستر لاريون ته ويلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر باجوه او د استخباراتو مشر دواړه د هغه د حکومت د پرځېدو تر شا ولاړ ول. شريف پرهغوی په انتخاباتو کې د درغليو او ځينې نور تورونه هم لګولي دي. 

 

شريف پرهغوی باندې په انتخاباتو کې د درغلیو او پر قضا د فشار راوستلو تورونه هم لګولي دي.

د پاکستان پخواني لومړي وزير نواز شريف د پوځ پر مشر جنرال قمر جاويد باجوه تور لګولی دی چې په ۲۰۱۷ کال کې يې د هغه حکومت پرځولی او په ورپسې کال کې يې عمران خان د لومړي وزير په توګه قدرت ته رسولی دی. شريف د پاکستان د مخالفو ګوندونو يوې لويې غونډې ته په ختيځ ګوجرانوالا ښار کې د ويډيو د لارې له لندن څخه خبرې کولې.

شريف وويل: «جنرال قمر جاويد باجوه، تا زموږ حکومت ته سقوط ورکړ چې ډېر ښه کار يې کاوه، او ټول ملت او هېواد دې خپلو غوښتنو ته تابع کړ.»

شريف وايي چې پوځ د هغه پر ضد سازش يا توطيه کړې ده

پخواني لومړي وزير پر باجوه او همداراز د آی اس آی يعنې د پاکستان د استخباراتو پر ادارې باندې تور پورې کړ چې په سياسي چارو کې ګوتې وهي او قضا هم تر فشار لاندې راولي.

 

هغه زياته کړه: «جنرال باجوه د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې د لاسوهنې، پر رسنيو د محدوديتونو، د ژورناليستانو د تښتونې او پر قاضيانو د زور د لارې د هغه په خوښه د پرېکړې کولو مسئوليت لري.»

حکومت رسنۍ دې ته هم پرې نه ښودل چې د شريف دغو خبرو ته خبري پوښښ ورکړي.

شريف د طبي درملنې له پاره په لندن کې دی چې په ۲۰۱۷ کال کې د فساد په تور د های کورټ يا سترې محکمې له خوا له خپلې دندې ګوښه شو. په هغه باندې د ولس د پارونې تورونه هم پورې شوي دي ځکه چې پر پوځ‌ باندې يې د مداخلې تورونه لګولي دي. دغو تورونو ته په اشارې سره شريف اوس راټولو شويو کسانو ته وويل چې دا د «ديکتاتورانو» يا زورواکانو له پاره عادي ده چې پر سياستوالو باندې د غدارانو يا خاينانو نومونه ولګوي.

په پاکستان کې سياستوال په عادي ډول پر ځواکمن پوځ باندې له نيوکو څخه ډډه کوي. پوځ په تېرو وختونو کې هم د حکومتونو په پرځولو کې لاس لرلی دی. د پاکستان پوځ په سياست کې دغه مداخله رد کړې ده، خو د شريف تازه تورونو ته يې تر اوسه پورې ځواب نه دی ويلی.