د کورونا وېروس ضد د اکسفورډ پوهنتون واکسین "خوندي ‏او ګټور" وبلل شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د کورونا وېروس ضد د اکسفورډ پوهنتون واکسین "خوندي او ګټور" وبلل شو

د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون لخوا د کورونا وېروس پر ضد د جوړ شوي واکسین پایلې بریالۍ بلل شوي، او کارپوهان وایي دغه واکسین د وګړو د بدن دفاعي نظام د کورونا وېروس پر ضد روزلی شي. اکسفورډ پوهنتون څو میاشتې وړاندې څه باندې زر کسانو ته دا واکسین په ازمېښتي ډول ور کړی و.

اوس د دې ازموینې پایلې ښیي چې د دې کسانو په وینه کې اړین انټي باډي او سپینې حجرې جوړې شوې دي چې د کورونا وېروس پر ضد جنګېدلی شي.

کارپوهان وایي، دا موندنې د کورونا وېروس پر ضد مبارزه کې یوه لویه هیله مندي رامنځته کوي، خو لا هم ډاډه نه دي چې دا واکسین به وګړو ته بشپړ خوندیتوب ورکړل شي که نه.

دوی ټینګار کوي چې په دې برخه کې لا ډېرو څېړنو او داسې ازموینو ته اړتیا ده چې لا ډېرو خلکو پکې ګډون کړی وي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د بریتانیا حکومت همدا نن له دوو بهرنیو واکسین جوړوونکو شرکتونو سره د سل میلیونه خوراکه واکسین د رانیولو تړون لاسلیکول اعلان کړل.

دا واکسین څه ډول کار کوي؟

دا واکسین چې ChAdOx1 nCov-19 نوم ورکړل شوی په بې سارې لنډه موده کې جوړ شوی. دا په جینیټیکي بڼه له یوه جوړ شوي ویروسه رامنځته شوی چې په شمپانزي شادي کې د عام والګي لامل کیږي.

د بریتانیا لومړي وزیر د کورونا ويروس واکسین تر لاسه کولو ته هیله مندي ښودلې ده

نوی واکسین په پراخه کچه تعدیل شوی نو په انسانانو کې ناروغي نه رامنځته کوي او د کورونا وېروس بڼه یې خپله کړې ده.

څيړونکو دا چاره د کورونا وېروس د ژینیټیکي لارښودونو ( سپایک پروټین) پر واکسین د اړولو له لارې ترسره کړې ده. سپایک پروټین هغه وسیله ده چې په کارولو یې کورونا وېروس د انسان د بدن حجرې تر برید لاندې راولي.

دا په دې مانا ده چې واکسین د کورونا وېروس په څېر دی او د انسان د بدن دفاعي سېسټم کولی شي په دې پوه شي چې څنګه پرې برید وکړي.

نوی واکسین به کله خلکو ته ویشل کیږي؟

دا امکان شته چې د کورونا وېروس د دې واکسین اغیزمنتیا د روان کال له پای وړاندې یانې په راتلونکو څو میاشتو کې ثابته شي خو په پراخه کچه به د لاس رسي وړ نه وي.

روغتیايي کارکوونکو او پالونکو ته به لومړیتوب ورکول کیږي، دغه راز هغو کسانو ته به هم په لومړي پړاو کې ورکړل شي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخامخ وي البته د دوی عمر او روغتیايي وضعیت ته په کتو.

که هر څه سم پر مخ ولاړ شي نو کېدای شي چې د راتلونکي کال په لومړیو کې په پراخه کچه وویشل شي.

د نړۍ لر او بر کې په یو شمېر هېوادونو او ګڼ شمېر علمي څيړنیزو مرکزونو کې د کورونا ویروس د واکسین جوړولو لپاره هڅې روانې دي. د شاوخوا لسو تجربو له مخې د احتمالي واکسین هیلې شته او ۱۴۰ نور دغه ډول واکسین تجربې په لومړنیو پړاوونو کې دی.