پښتو ورځ،"د مبارکۍ تر څنګ نور باید څه وشي؟"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نن د مې ۲۹ مه ده چې "د پښتو ورځ" په توګه هم یادېږي او لمانځل کېږي. د تېرو کلونو پرتله اوس په پښتو ژبه کتابونه ډېر شوي، د انټرنېټ او ټېکنالوژۍ په برخه کې هم پښتو په ښه کېدو ده، که څه هم په حکومتي برخو کې که کافي نه بلل کېږي، خو پام ورته ډېر شوی ښکاري

.

.

د افغان ولسمشر مرستیال امرالله صالح په یوه ټویټر پیغام کې د دغې ورځې مبارکۍ تر څنګ وايي، د مبارکۍ غوره لار د پښتو زده کړه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په خپل ټویټ کې ویلي:

"د پښتو ژبې د ورځې په مناسبت په ټوله نړۍ کې د دې خوږې ژبې ويونکو ته مبارکي وايم. افغانستان د ډېرو خوږ ژبو کور دی. زموږ د ستر ملت هره ژبه زموږ د فرهنګ او تمدن په بډاينه خورا مهم رول لري."

وتلي سندرغاړي هارون باچا د پښتو ورځې د نمانځنې په پار په خپل پیغام کې د پښتون شاعر له دې ټپې پیل کړی:

''زما ذهن، زما فکر او سوچونو شاه سعوده-چې کرم راسره ته يې، چې رېبم راسره ته يې ''

نوموړي سپارښتنه کړې:

"راځئ دا نن ورځ چې "پښتو ورځ" نومول شوې، لږ تر لږه دا هو‌‌‌‌‌‌ډ وکړو چې پر ټولنيزو رسنيو به خپله خبره په همدې خپلې مورنۍ او خوږه ژبه ليکو."

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن دوړ بیا پر ټویټر کې د پښتو ورځ په مناسبت د ارواښاد سيف الرحمان سليم

دا شعر پرېښی دی:

"د جومات استاد عرب دی، په مکتب کې ‌‌‌‌‌‌ډيلي وال دی

يو استاذ راله پيدا کړئ، خو پښتون راله پيدا کړئ!"

د کوزې پښتونخوا د خواله رسنیو یوه کارونکي مولا خان امینزي بیا پر خپل ټویټر لیکلي، د پښتو ورځ د لمانځلو ترڅنګ په خپله خور، لور تعلیم هم مه هیروﺉ!

ده وړاندې لیکلي:

"بې ځایه غیرت مو قوم له سترو بدبختیو سره مخامخوي، په خور لور تعلیم وکړﺉ."

مقیم محسود په خپل ټویټري پیغام کې بیا پر خواله رسنیو د پښتو ژبې د ودې یو لامل، په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بهیر پیل ګڼي او لیکي:

" ټويټر او په فيسبوک به مخکې چا دومره په پښتو کې ليک نه کاوه، خو کله نه چې پي ټي اېم جوړ شو، ډېرو خلکو د پښتو ليک پیل کړ او

ليکوال او د باچا خان بنسټ او باچا خان ښوونځيو مشر خادم حسېن د پښتو ژبې د ورځې په اړه ليکلي:

"په مورنۍ ژبه خبرې کولو، ليکلو او لوستلو سره د فکر، تخليق او ابتکار لارې پرانېستلی کېږي."

دی وايي ښايي دا یو ستر لامل دی چې پښتانه یې په فکري توګه د افلاس ښکار کړي دي او دده په ټکو باچا خان بابا به ویل چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي، هغه قوم سپک شي.

ښاغلی حسین سپارښتنه کوي ، چې باید د پښتو کتابونه وپېرلی شي او ولوستل شي.

ټولنیز فعاله مریم امرخېله کوچۍ هم ورته نظر لري او وايي:

"پښتو ژبه د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې دوه کاله کې په شعوري توګه لر او بر خاوره کې دومره راژوندۍ کړه، چې پښتو تاریخ کې ساری یې کم وینم."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې ثنا اعجاز بيا د پښتو په ورځ د حمزه بابا يو شعر له خلکو سره شريک کړى دى:"وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده-زه به جنت ته د پښتو سره ځم".

د پښتو ورځ هرکال د مې په ۲۹مه یا د غبرګولي په نهمه نمانځل کېږي او ویونکي سپارښتنه کوي چې په دولتي کچه باید ورته ډېره پاملرنه وشي.