کورونا وېروس: د روغتیا نړیوال سازمان هیله مندي او خبرداری

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د روغتیا نړیوال سازمان له هیله بخښونکو خبرونو سره چې وايي، ګواښ به کابو شي، خبرداری هم ورکړی چې د کوربندۍ او تړلي ژوند سره دې لا نوره ګوزاره وشي، داسې چې هېوادونه باید نورهم له احتیاطه کار واخلي

.

دغه سازمان ویلي، د نړۍ د نیمو خلکو ژوند ټکنی شوی، محدودیتونه لګېدلي او د ډېرو اقتصاد زیانمن شوی، خو لا نور احتیاط ته اړتیا ده ځکه کورونا له سل زرو ډېر خلک مړه کړي.

د روغتیا دنړیوال سازمان ویاندې مارګریت هاریس بي بي سي ته وویل، باید نورو مخې ته کېدونکو ګواښونو ته ځیر واوسو.

''موږ په ډېرو هیوادونو کې وینو چې د ناروغۍ د خپریدا حالت لا هم کابو نه دی او پر ژوندانه یې پراخ اغېز پریستی، نو هرکله که دغه ځای یاست ځانونه مه خرابوئ، یو بل ته ډېر مه نږدې کېږئ، پوهیږئ، وايي پاکوالی ډېر ښه بلل شوی؟ نو تاسو چې وایاست دوام ورکوو سختې ورځې هم دي او وخت به ولګېږي چې حالت سمې خواته لاړ شي. پوهیږئ، د ناروغیو دا وړ خپرېدا درې ورځو کې دوه چنده لوړشوی خو بېرته د دې شمېرو کابو کول له ۱۰ تر ۱۴ ورځې غواړي. ''

بل لور ته د کورونا وېرو س له امله پرېکړه شوې چې د نیویارک ښار ټول ښوونځي د روان کال تر پایه وتړل شي او په برتانیا کې د دې وبا له امله بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۹۰۰ ناروغان مړه شوي او له پنځو زرو زیاتې نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د امریکا په نیویارک ښار کې وروسته له هغه د یو کال لپاره د ټولو ښوونځیو د تړلو پرېکړه کېږي چې په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه زره او ۱۰۸ تنه د کورونا وېروس له امله مړه شول.

امریکا کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر څه باندې پنځه سوه زره دی.

په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د مثتبو پېښو او مړینې تر ټولو لوړ شمېر په نیویارک کې ثبت شوی دی. د امریکا په ټولو ایالتونو کې د دې وبا له امله د مړو شمېر نږدې ۱۹ زره دی او شاوخوا نیمايي یې یوازې په نیویارک کې مړه شوي دي.

بل خوا په برتانیا کې چې د کورونا وېروس د ډېرو ځپلو شویو هېوادونو په کتار کې راځي د مړینې ۹۱۷ نوې پېښې ثبت شوي دي. په دې سره په دې هېواد کې د د دې وبا له امله نهه زره او ۸۷۵ تنه مړه شوي او مثبتو پېښو شمېر ۷۸ زره او ۹۹۱ دی.

د دې هېواد د ډاکټرانو ټولنې د روغتیايي کارکوونکو د خوندیتابه په اړه اندېښنې ښودلې، دوی ویلي د وسایلو د کموالي له امله د دوی ژوند له خطر سره مخامخ دی.

خو په هسپانیا کې په تېرو ۱۹ ورځو کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته را لوېدلی. په دغه هېواد کې د دې وبا له امله ۵۱۰ تنه مړه شوي دي.

دې هېواد کې نږدې ۱۶۲ زره مثبتې او د مړېنې ۱۶ زره او ۳۵۳ پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان په ګاونډي هېواد ایران کې د کورونا وېروس څه باندې اویا زره مثبتې پېښې ثبت شوي او د دې وېروس له امله تر اوسه څلور زره او ۳۵۷ تنه مړه شوي دي.

په مصر کې پولیس وروسته له هغه لاس په کار شول چې د دوه کلیو اوسېدونکو په ګډه هدیره کې د کورونا وېروس له امله د مړې شوې ډاکټرې خاوروته د سپارولو د مخنیوي هڅه وکړه.

دغه هېواد کې نږدې ۱۸۰۰ مثبتې او د مړینې ۱۳۵ پېښې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې د کووید-۱۹ نږدې پنځه زره مثتبې پېښې ثبت شوي دي. د دغه هېواد چارواکي وايي د دې وېروس له امله د مړو شمېر ۸۰ ته لوړ شوی او نږدې اته سوه رغېدلي دي.

کورونا ځپلې ایټاليې دا حتیاط په یوه بل ګام کې د خپل هېواد کورناستی او شته محدودیتونه تر راروانې میاشتې غځولي، خو وايي، راتلونکې اونۍ به ځینې واړه کاروبارونه بېرته پرانیستل شي، تر ډېره د کوچنیانو لپاره د کتاب جامو او خوړو پلورنځي ېې یاد کړي.

لومړي وزیر جوزیپی کوانټی د خپل یوه تازه فرمان په اړه وویل :

''ما دادی په خپل یوه تازه فرمان کې ټول لګیدلي محدودیتونو د مې تر دریمې وغځول، دا یوه سخته پرېکړه ده خو اړین کار دی ځکه زه د دې هرڅه بشپړ سیاسي مسولیت پر غاړه لرم ''

د ایټاليي له دې ګام او د روغتیا د نړیوال سازمان له خبرداري یوه ورځ وړاندې امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې هېواد ېې د کورونا له امله تر هرچا ډېره مړینه ولیده لګول شویو بندیزونو کې د یوڅه نرمښت خبره کړې.

ټرمپ خپل هېواد کې د کرونا وېروس د مخنیوی پر نویو ګامونو د غور هم ویلي. ګڼ وګړی ښار نیویارک د امریکا ترټولو کورونا ځپلې سیمه ده.

اسپانیا چې اروپا کې تر ایټاليې وروسته ډېر زیان ولید، هم د حالت د بېرته عادي کولو لپاره د لومړنیو ګامونو خبر ورکړی، خو د یوه بل اروپايي هېواد سويډن لومړي وزیر اسیفون لاففون منلې چې هېواد ېې د کورونا د مخنیوي پروړاندې هغسې چې په کار وه څه و نه کړه. روغتونونه، خوړنځیانونه او ښونځي د نورې اروپا په څير و نه تړل شو، خو اوس سپارښتنه کوي هغه ځایونو کې چې خلک ټولېږي او واټن په پام کې نه نیول کېږي باید وتړل شي.

سویډن کې تر اوسه ۸۷۰ کسان کورونا مړه کړي .