پومپیو له غني او عبدالله سره پر افغان سیاسي کړکېچ غږېدلی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ( د مارچ ۲۳) د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېد. کابل ته د نوموړي د تګ یو دلیل افغان سیاسی کړکېچ کې منځګړتوب او د افغانانو خپلمنځي خبرې بلل شوی

.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسمشر غني له ښاغلي پمپیو سره ولیدل:

نوموړی خپل ټوېټر کې زیاتوي: دې لیدنه کې دواړو د سولې پر بهیر، په دې هکله پر نورو ګامونو، د افغان سولې لپاره پر سیمه ییزه اجماع او همدارنګه په هېواد کې پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت بحث او نظر تبادله کړ.

د ارګ پر فیسبوکپاڼه انځور ښيي چې دې لیدنه کې لومړی مرستیال ولسمشر امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم شته.

پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله هم ویلي چې سپېدار ماڼۍ کې یې له مایک پمیو سره لیدلي دي.

ښاغلي عبدالله لیکلي چې دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر بهیر او افغانستان کې د روان سیاسي کړکېچ د حل پر اړتیا خبرې وکړې.

د افغان ټاکنو خپلواک کمېسون محمد اشرف غني د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او سند یې هم ور کړ، خو عبدالله عبدالله د تېرو ټاکنو پایلې له درغلیو ډکې وبللې او د موازي حکومت خبره یې وکړه.

هغه مهال هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، په افغانستان کې د هر ډول موازي حکومت جوړولو هڅې د دې هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او باید ورنه ډډه وشي.

خو د مارچ پر نهمه چې ولسمشر غني د دویم ځل لپاره لوړه کوله، ور سره عبدالله عبدالله هم ځان ته د لوړې مراسم جوړ کړي وو.

له دې موازي مراسمو څو ساعته وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، امريکا پر دې کار کوي چې د دواړو ترمنځ يو جوړجاړى رامنځته شي.

پر ۲۰۱۴ کال هم چې ولسمشرۍ ټاکنې جنجالي شوې د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځګړتوب د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت جوړ شو.

افغانستان ته د ښاغلي پمپیو سفر یوه ورځ له هغه وروسته دی چې افغان حکومت او طالبانو د لومړي ځل لپاره د بندیانو پر تبادله خبرې وکړې.

افغان حکومت وايي، دې خبرو کې پر تاوتریخوالي کمولو، مخامخ خبرو او تلپاتې اوربند بحث وشو

د افغانستان ملي امنیت شورا هم تایید وي چې د دواړو لورو د بندیانو پرېښودل هم د دې خبرو برخه وه.

د بندیانو تبادله د امریکا او طالبانو د تېرې میاشتې د تړون مهمه برخه ده، چې پکې ژمنه شوې افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او دا ډله د حکومت زر بندیان خوشي کوي.

لومړیو کې افغان حکومت د طالب بندیانو له پرېښودو سره مخالفت ښوده خو وروسته یې وویل، چې ګام په ګام به دا بندیان خوشي کړي او طالبان باید دا ضمانت ور کړي چې دا کسان بیا د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

خو طالبانو دا شرط ونه مانه او زیاته یې کړه چې بندیان باید په یو وار او بې شرطه خوشي شي.