غني: نوي حکومت کې هېڅ سیاسي، سلیقوي او شخصي اختلاف نشته

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هغه نوي‌ حکومت کې چې تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ده په مشرۍ کې رامنځته شوی دی هېڅ سیاسي، سلیقوي او شخصي اختلاف نشته.‌

ولسمشر غني په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، له لسیزو وروسته په افغانستان کې یوه داسې سیاسي ډله واک ته رسېدلې چې پر لویو ملي اهدافو، د اساسي‌ قانون په چوکاټ کې د واک پر جوړولو او له ټاکنو وروسته په رامنځته شوي مشرتابه یوه خوله دي

.‌

ښاغلي غني ټینګار کړی چې دا ډله کولی شي ولس ته د خدمت بهیر لا ګړندی کړي‌ او دولتي نظام له فساد، تعصب او نورو ستونزو پاک کړي.‌

ولسمشر غني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي‌ چې د ولسمشرۍ ټاکنو له وروستیو پایلو وروسته سیاسي جنجال لا هم دوام لري.

په دې ټاکنو کې د نوموړي سیال عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې نه دي منلې او له ښاغلي غني سره یې پر یوه ورځ د لوړې مراسم ترسره کړل او اوس ځان د افغانستان د ټولشموله حکومت ولسمشر بولي.

نن شنبه د حمل پر دویمه نېټه افغان ولسمشر له ټاکنو وروسته د کابینې لومړۍ غونډه ترسره کړه.

ولسمشر غني د خپلې لوړې په مراسمو کې ویلي وو چې د اوس لپاره د ملي وحدت حکومت کابینه خپل کار ته دوام ورکوي، او له سلا مشورو وروسته به نوې کابینه جوړېږي.‌

بل لور ته د امریکا حکومت یو ځل بیا پر افغان سیاسي‌ مشرانو غږ کړی دی چې خپلمنځي اختلاف ختم کړي‌ او داسې یو حکومت جوړ کړي‌ چې،‌ د دوی په وینا، ټولو ته د منلو وړ وي.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه ټوېټري پیغام کې ویلي، په داسې وخت کې چې کورونا وېروس په ګرده نړۍ کې په خپرېدو دی، افغان مشران باید اوس خپلو خلکو ته د سیاست پرتله سولې ته تر بل هر وخت ډېر لومړیتوب ورکړي.

تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي لمریز کال پیغام کې ویلي وو، تر ټولو غوره ډالۍ چې افغان مشران یې د نوي کال په تړاو خپلو خلکو ته ورکولی شي، دا ده چې د یوه ټول‌ګډوني حکومت جوړولو لپاره سره یوې هوکړې ته ورسېږي، سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي او د سولې لپاره له برابر شوي تاریخي فرصته ګټه واخلي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي: "اوس یې وخت دی چې افغانان جوړجاړی وکړي، خپلمنځي اختلافات لرې کړي او هغه سیاسي کړکېچ هوار کړي‌ چې د ټولټاکنو او د دوو تحلیف-غونډو نه رامنځته شوی."

د خلیلزاد په ټوېټونو کې دا هم راغلي چې: "د سولې له تاریخي فرصت نه د ګټې اخیستنې لپاره اړین ګامونه واخلي؛ د کورونا وېروس د وبا د قابو کولو او ترېنه د خلکو د ساتنې لپاره، په ګډه، د طالبانو په ګډون، کار وکړي."