ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني ته باورلیک ورکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن چارشنبه د تېرو ولسمشریزو ټاکنو بریالي نوماند محمد اشرف غني ته رسمي باورلیک یا ټاکنیزه وثیقه ورکړه. د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ او پخپله ولسمشر غني د خبرو بر مهال ټینګار وکړ چې د ټاکنو پروسه قانوني او رڼه وه

.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون سې شنبه له څو میاشتني ځنډ وروسته د تېرو ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو.

خو د ټاکنیزو نوماندانو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ترڅنګ د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ټاکنو وروستۍ پایله رد کړې ده.

ښاغلي عبدالله پرون سې شنبه اعلان وکړ چې ټاکنې دوی ګټلې دي او پخپله به یو ټول شموله حکومت جوړوي.

ښاغلی غني او دواړه مرستیالان یې نن چارشنبه کابل کې د باورلیک ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورغلي وو.

هلته په جوړو شویو مراسمو کې ښاغلي غني وویل، د دوی غېږه پراخه ده او راتلونکي حکومت کې به د ا فغانستان ټول اقشار خپله ونډه ولري.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د پر مخ بېولو لپاره یوې ځواکمنې او ژمنې ډلې ته اړتیا ده، او د ده په ډله کې د افغانستان ټول ملت ګډون لري.

بل لور ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته ویلي، وروسته له هغه چې ټاکل شوی ولسمشر لوړه وکړي او نوی حکومت رامنځته شي، د اجرائیه ریاست جوړښت به نور له منځه ځي. ښاغلی صدیقي وایي، ولسمشر غني په خپل ټاکنیز کمپاین کې د اجرائیه ریاست د برخلیک په اړه دا خبره ولس ته سپینه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون سه شنبه د څو میاشتو له ځنډ وروسته د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو.

خو د ټاکنو بل مهم نوماند عبدالله عبدالله د کمېسیون له اعلانه څو شېبې وروسته کابل کې خپلو پلویانو ته وویل چې ټاکنې دوی ګټلې دي او خپل ټول شموله حکومت به جوړوي.

اجرائیه ریاست همدا راز نن چارشنبه په یوه مکتوب کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي ممنوع الخروج دي او له هېواده بهر د سفر اجازه نه لري.

خو د ولسمشر غني ویاند صدیقي صدیقي بي بي سي ته وویل، د افغانستان د قانون له مخې یوازې ستره محکمه او لویه څارنوالي دا حق لري چې یو څوک ممنوع الخروج اعلان کړي.

بله خوا د افغان ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي بي بي سي ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه له خپل لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره تیلیفوني اړیکه نیولې.

د ښاغلي صدیقي په وینا، ولسمشر غني جنرال دوستم ته ویلي چې هېڅ ډول تاوتریخوالی نه غواړي او له ټولو سیاسي ډلو تمه لري چې یو بل ومني او ملي وحدت څرګند کړي.

ښاغلی صدیقي وروسته له هغه دا سپیناوی کوي چې جنرال دوستم نن چارشنبه جوزجان کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال د ټاکنو وروستۍ پایلې رد کړې او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د جلا حکومت جوړولو ملاتړ یې وکړ.

خو جنرال دوستم د خپلو خبرو پر مهال دا هم ومنله چې ولسمشر غني سره یې پر تیلیفون ښې خبرې کړې دي او ښاغلي غني ورنه غوښتنه کړې چې د نظام ملاتړ وکړي.