د امریکا سفیر: راتلونکی افغان ولسمشر باید نورې ډلې هم واک کې شریکې کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په پایله کې چې هر څوک واک ته رسېږي، ښه به وي چې نورې سیاسي ډلې هم واک کې شریکې کړي. ښاغلي بس طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه کې ویلي، په یو میلیون رایو ټاکل شوی ولسمشر ښایي ډېر سیاسي اعتبار ونلري

.

ښاغلي بس وویل، تېرو ولسشریزو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه وه او د هغو ۹ میلیونه کسانو له ډلې چې د رایې ورکولو جوګه دي، یوازې یو میلیون یې ښایي راتلونکي ولسمشر ته رایه ورکړې وي.

نوموړي زیاته کړه، د امریکا په سیاسي کلتور کې دا کچه په د معنا ده چې یو څوک بشپړ سیاسي اعتبار نه لري، او د ټولو هغو وګړو استازیتوب نه کوي چې د رایې ورکولو جوګه دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوسني وضعیت کې څه باید وشي، د امریکا سفیر وویل، هر څوک چې ولسمشر کېږي باید نورو سیاسي ډلو ته هم واک کې برخه ورکړي.

جان بس وویل، راتلونکی ولسمشر باید داسې چلن وکړي چې ټولې ډلې تپلې احساس وکړي چې حکومت کې ونډه لري او غږ یې اورېدل کېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا سفیر جان بس، چې افغانستان کې یې دنده په ختمېدو ده، افغانستان کې د حکومتولۍ پر کیفیت او حکومتي کړنو نیوکې کوي.

د بېلګې په توګه نوموړی کابل کې یو له هغو بهرنیو دیپلوماتانو و چې بیا بیا یې په افغان حکومت کې د اداري فساد ستونزې ته اشاره کوله او له افغان حکومته یې د دې ستونزې د حل غوښتنه کوله.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته، چې محمد اشرف غني پکې مخکښ اعلان شوی و، ښاغلي بس پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ټول باید دا خبره په یاد ولري چې دا یوازې لومړنۍ پایلې دي.

ځینې شنونکي په دې باور هم دي چې نوموړي د خپل کاري ماموریت په ورځو کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره چندان ښې اړیکې نه درلودې.

خو له طلوع نیوز سره مرکه کې ښاغلي بس وویل چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې اړیکه له درناوي ډکه، نژدې او مسلکي ده.

نوموړي ومنله چې په ځینو برخو کې یې له ولسمشر غني سره د نظر اختلاف درلود، خو زیاته یې کړه چې افغان ولسمشر تل د مقابل لوري خبرې ته هم غوږ نیولی.

دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر ښاغلي جان بس ته د هغه د کاري ماموریت د ختمېدو په پلمه د وزیر اکبر خان مډال هم ورکړ.

د امریکا تلونکي سفیر طلوع نیوز سره خبرو کې د افغان سولې بهیر په اړه هم خبرې وکړې. نوموړي وویل، بین الافغاني خبرو لپاره باید داسې یوه ډله جوړه شي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.

ده زیاته کړه، د امریکا رول به دا وي چې د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي، او دا افغانانو پورې اړه لري چې په دې مذاکراتو کې څه پرېکړې کوي او څرنګه یې پلۍ کوي.