ډونلډ ټرمپ: افغانستان ته مې سفر ډېر بریالی و، خوښ مې شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، افغانستان ته یې د تېرې اوونۍ ناڅاپي او نا اعلان شوی سفر ډېر بریالی و د دا سفر یې ډېر خوښ شو. نوموړي ویلي چې له ولسمشر غني سره یې لیدنه هم ډېره ښه وه

.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې پر ورځ لندن ته د ناټو سرمشریزه کې د ګډون لپاره له روانېدو مخکې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، افغانستان کې یې د ا فغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له ګڼو کسانو سره ولیدل.

د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې ولسمشر ټرمپ وویل:

"افغانستان ته سفر مې ډېر خوښ شو. ډېر بریالی سفر و. د ولسمشر غني په ګډون له ډېرو خلکو سره مو ډېرې ښې لیدنې وکړې. ډېر ښه سفر و. له ده (غني) سره لیدنې ډېر خوند وکړ. خو افغانستان ته سفر مې ډېر بریالی و".

سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره تر خبرو وروسته ولسمشر ټرمپ لندن ته روان شو او د سه شنبې او چارشنبې پر ورځو به د دې سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي.

تمه کېږي چې په دې سرمشریزه کې به د ناټو هېوادونو مشران د افغانستان پر امنیتي او سیاسي وضعیت هم خبرې وکړي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره پنجشنبه ماسخوتن ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر افغانستان ته ولاړ. نوموړي په بګرام هوايي ډګر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او هلته مېشتو امریکایي پوځيانو ته یې هم وینا وکړه.

دا افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ لومړنی سفر و.

ولسمشر ټرمپ په بګرام هوایي ډګر کې له مېشتو امریکایي پوځیانو سره د (شکرانې) په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړ او کابو دوه ساعته یې هلته تېر کړل.

ښاغلي ټرمپ په بګرام هوایي ډګر کې د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به د امریکایي پوځیانو شمېر را کموي، خو دا یې ونه ویل چې څومره پوځیان به وباسي او څومره به هلته پرېږدي.

نوموړي وویل، طالبان غواړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي. اوس به ګورو چې ایا کومه هوکړه کېږي او که نه. که هوکړه ونشي نو هم کومه ستونزه نشته.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ولسمشر ټرمپ لیدو لپاره بګرام هوایي ډګر ته ورغی او هلته یې ده سره د لیدنې ترڅنګ امریکایي پوځیانو ته هم وینا وکړه.