ډونلډ ټرمپ په ناڅاپي سفر کابل ته ولاړ او بګرام کې یې ‏ولسمشر غني سره وکتل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پنجشنبه ماسخوتن ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر کابل ته رسېدلی. نوموړي په بګرام هوايي ‏ډګر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او هلته مېشتو امریکایي پوځيانو ته یې هم وینا کړې ده. دا افغانستان ته د ولسمشر ‏ټرمپ لومړنی سفر دی
‎.‎
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ په بګرام هوایي ډګر کې له مېشتو امریکایي پوځیانو سره د (شکرانې) په مذهبي مراسمو کې ګډون کړی ‏دی او کابو دوه ساعته یې هلته تېر کړي دي‎.‎
ښاغلي ټرمپ په بګرام هوایي ډګر کې د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به د امریکایي پوځیانو شمېر را کموي، خو دا ‏یې ونه ویل چې څومره پوځیان به وباسي او څومره به هلته پرېږدي‎.‎
نوموړي وویل، طالبان غواړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي. اوس به ګورو چې ایا کومه هوکړه کېږي او که نه. که هوکړه ونشي نو هم کومه ‏ستونزه نشته‎.‎
د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو یوازې څو ساعته مخکې د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي مشر جنرال مایک مایلي هم له طالبانو سره د ‏سولې د یوې احتمالي هوکړې خبره کړې وه‎.‎
ولسمشر ټرمپ خپل افغان سیال محمد اشرف غني نه هم غوښتنه وکړه چې وینا وکړي. ښاغلي غني په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ‏امریکایي ځواکونو د قربانیو مننه وکړه‎.‎
د امریکا ولسمشر په داسې حال کې افغانستان ته ناڅاپي سفر کوي چې په تېره سپتمبر میاشت کې یې له افغان طالبانو سره د سولې روانې خبرې ‏په ناڅاپي توګه ودرولې‎.‎
خو تېره اوونۍ د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د یو شمېر مهمو بندیانو له تبادلې وروسته اوس داسې ښکاري چې د سولې خبرې ښایي یو ‏ځل بیا پیل شي‎.‎
په دې تبادله کې افغان حکومت د انس حقاني په ګډون درې تنه طالبان له خپله بنده ازاد کړل. په بدل کې یې طالبانو په کابل کې د امریکایي ‏پوهنتون دوه تنه بهرني استادان خوشي کړل‎.‎
ولسمشر ټرمب وروسته د بندیانو د دې تبادلې له کبله د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان مننه کړې وه‎.‎
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه مهال ویلي وو، د طالب زندانیانو خوشي کول اسانه پرېکړه نه وه، خو په افغانستان کې د سولې او ثبات او ‏همدا راز له طالبانو سره د سولې خبرو بېرته پیلېدو په نیت یې دا پرېکړه وکړه‎.‎