اسد الله خالد: د ټاکنو پرسر احتمالي تاوتریخوالی نه منو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
د افغانستان دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد وايي، د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پرسر د اندېښنو ختمولو په اړه به د داسې احتمالي ‏تاوتریخوالي رامنځ ته کېدو اجازه ور نه کړي، چې د افغانانو ژوند له کړاو سره مخامخ کړي
‎.‎
اسد الله خالد کابل کې یوې غونډې ته وویل، د ټاکنو له دواړو کمېسیونونو مننه کوي، چې په ښه توګه یې ټاکنیزې چارې سمبال کړې او تر اوسه ‏یې د ټاکنو پر سر د راولاړو شویو اندېښنو له کبله د احتمالي تاوتریخوالي مخه نیولې ده‎:‎
‎"‎موږ ډاډه یو چې زموږ سیاستوال دا پوهه لري چې د ټاکنو پایلې به کړکېچ ته نه ځي، خو دا هم ښکاره وایم لکه څنګه چې موږ ویلي بې پرې ‏کار به کوو، هېڅ داسې تاوتریخوالي رامنځ ته کېدو ته به اجازه ورنه کړو چې د افغانانو ژوند له کړاو سره مخامخ کړي‎."‎
ښاغلي خالد زیاته کړه، افغان ځواکونه دا وړتیا لري چې د پردیو د دسیسو مخه ونیسي‎.‎
یادې غونډې ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، د ټاکنیزو شریکانو په توګه باید حکومت له دوی سره مرسته وکړي، ‏چې ژر خپلې چارې بشپړې او لومړنۍ پایلې اعلان کړي‎.‎
د روانې میاشتې نیمايي کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو، که د رایو د بیا شمېرنې په برخه کې کمېسیون خپل کار ته نه ‏پرېښودل کېږي او د یو شمېر ټاکنیزو ډلو اعتراضونه په تاوتریخوالي اوړي او ټول بهیر ته ګواښ جوړوي نو بیا د افغان حکومت مسولیت دی ‏چې مداخله‎ ‎وکړي‎.‎
د افغانستان تېرو ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزو لانجو په درشل کې په صندوقونو کې د اچول شویو ټولو رایو د بیا ‏شمېرنې غوښتنه وکړه‎.‎
په ورته وخت کې، د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو درېیو ټیمونو د رایو بیا شمېرنې له روان بهیر سره پرېکون اعلان کړی‎.‎
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او عدالت ټیم او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او ‏عدالت هغه ټیمونه دي چې تر بیا شمېرلو مخکې یې د رایو د چاڼ غوښتنه کړې ده‎.‎
وړاندې، د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ یا 'یوناما 'وغوښتل چې د افغان ټاکنو ‏سلامتیا کې خپل بې پرې رول ثابت کړي‎.‎
د دې شورا ځینې غړو په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ 'اوسني حالت سره د ټاکنو پایلې نه مني‎.'‎
په دغه شورا کې د اوسني ولسمشر او ټاکنو یوه کاندید محمد اشرف غني ټاکنیز ټیم شامل نه دی‎.‎