ادریس خټک دې چټک پرېښول ‏شي: امنیسټي انټرنیشنل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د بشري حقونو جهانیو او پاکستانیو څارونکیو پر اسلام اباد ږغ ‏کړی چې په دغه هېواد کې په زوره د تری تمو کسانو پلټونکی ‏دې یا خو پرېږدي یا دې یې هم ولټوي‎.‎
د حقونو فعال ادریس خټک دا دی اونۍ وشوه چې ورک دی، نوموړی د نومبر پر ۱۳مه د ‏خېبر پښتونخواد صوابۍ- پېښور پر لویه لار له خپل ګاډي په زوره اوچت کړل شوی وو
‎.‎
د بشري حقونو فعالان وايي چې د خټک ډرایور یې پرېښی دی خو د هغه درک نشته. او نه هم ‏پولیسو د هغه د موندلو او لټون لپاره سرکاري پلټنې پیل کړې‎.‎


د نومبر پر۲۱مه د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې لوی چارواکي عمر وړایچ د ‏مشال راډيو د انګلیسۍ ژبې له اډیټر ابوبکر صدیق سره په خبرو کې وویل چې پاکستانۍ ‏ادارې دې په زغرده ادریس خټک او په دغه هېواد کې نور په زوره ورک کړل شوي کسان ‏پرېږدي یا دې ولسي عدالتونو ته د مقدمو لپاره وړاندېکړي‎.‎
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته په استولي یوه لیک کې امنیسټي انټرنیشنل ‏ورته لیکلي چې په ساده جامو کې کسانو خټک د نومبر پر ۱۳مه نېټه له خیبر پښتونخوا په ‏زوره پورته کړ‎.‎
یادې ادارې ویلي چې ۵۶ کلن خټک له امنیسټي انټرنیشنل سره رسمي دنده لري او هغه په ‏خیبر پښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې د بشري حقونو سرغړونو په ګډون په زوره تښتونو ګڼې ‏قضیې/کیسونه سند کړي دي‎.‎
وړایچ وايي، خټک له اوږدې مودې راهیسې د بشري حقونو ساتونکی دی او له کلونو راهیسې ‏د بشري حقونو سرغړونې او په زوره تښتونې سندوي. او اوس داسې ښکاري چې دی خپله د ‏هغو خلکو لیکې ته ولوېد چې ده یې د حقونو لپاره ډغره وهله‎.‎
د پاکستان بشري حقونو کمیشن په دې باور دی چې خټک ښايي په زوره تری تم کړل شوی ‏وي، ځکه چې د هغه کورنۍ وايي دوی ته هېڅ داسې څرک نه لګېږي چې ګواکې دی دې یې د ‏پیسو لپاره تښتولی وی‎.‎
د اېچ ار سي پي یوه بل چارواکي مهدي حسن پر چارواکیو د خټک د چټک موندلو لپاره ټینګار ‏کړی دی‎.‎
نوموړي د نومبر پر۲۱مه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي، دې پېښې ته د سرکار نه غبرګون د ‏اندېښنې سبب دی ځکه چې دا په دغه هېواد کې په زوره تښتونو، خودسره حراستونو او د قانون ‏چلند ته لږ درنښت غوندې له ژورو ستونزو مخ اړونه ښيي‎.‎
پاکستانیو چارواکیو پر دغه پېښه هېڅ غبرګون نه دی کړی. خو د واکمن پاکستان تحریک ‏انصاف یوه پارلېماني غړي اقبال اپرېدي ویلي، پاکستانيو امنیتي ځواکونه کله هم یوڅوک بې ‏دلیله نه اوچتوي، او زیاتوي که پر خټک یو څه تور نه وي نو خوشې به شي‎.‎
د بښنې نړیوال سازمان د دې کارونو یانې په زوره تښتونو ختمولو لپاره د زغرده اقدام غوښتنه ‏کړې‎.‎
د پاکستان بشري حقونو پر ریکارډ په زوره تښتونې یوه ډېر زوړ داغدی.د سږني ۲۰۱۹ز کال ‏پر ۳۰م جون د جبري تښتونو پلټنو لپاره پاکستانی سرکاري کمیشن د پاکستان بهرنیو چارو ‏وزارت ته په استولي لیک کې کښلي چې په هېواد کې د [تري تمو کسانو] ۲۱۲۲ کېسونه لا هم ‏نه دي هوار شوي‎.‎
له تېرو څه نا څه دوو لسیزو راهیسې پاکستان کې په زوره تښتونې روانې دي. په لومړنیو ‏کیسونو کې له بلوچستانه بلوڅ بېلتونپالي او د هېواد له شمال لوېدیځو برخو ااسلامي تندلاري د ‏پاکستانیو استخباراتو او امنیتي ځواکونو په ناڅرګندو حراستخانو کې ساتل کېدل‎.‎
په دا نېږدو کلونو کې د ګڼو سیاسي ګوندونو فعالان، بلاګران او فعالان په زوره تښتول شوي ‏دي‎.‎