ارګ: پاکستان باید پر ډیورنډ کرښه ناقانونه کړنې ودروي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په کونړ کې د پاکستاني پوځیانو وروستۍ کړنې ‏‎"‎ناقانونه ‏‎" ‎بللې دي او د ‏درولو غږ یې کړی دی‎.‎
افغان پوځ بیا وايي چې په دویمه ورځ هم د ډیورنډ پر کرښه له پاکستاني ځواکونو سره سختې نښتې درلودې او له هغو سیمو یې پاکستانۍ ‏ملیشې په شا کړي چې په وینا یې ناقانونه تاسیسات یې پرې جوړول
‎.‎
د کونړ د امنیت آمر محمد یوسف چې د جګړې قومنده هم ورله غاړې ده بي بي سي پښتو ټلویزون ته وویل ځايي خلک هم د دوی په ننګه ‏پورته شوي نارینه یې لومړۍ کرښې ته ورغلي او ښځې او ماشومان چې نژدې زر کورنۍ کېږي خوندي سیمو ته لېږدول شوي‎.‎
یو قومي مشر ملک شېرزمین وايي، اوس هم پر کلیوالو سیمو توغندي لګېږي‎.‎
د کونړ والي عبدالستار میرزک وال وايي د بې ځایه شویو کورنیو لپاره یې د لومړنیو اړتیاو یوه مرستندویه جوپه سیمې ته استولې‎.‎
پروني رپوټو ویل چې د پاکستاني پوځ د توپ په ګولۍ یوه مېرمن مړه شوې او درې کسان ټپیان دي، خو ننني رپوټونه ښيي چې درې میرمنې ‏مړې شوې دي او دوه ماشومان ټپيان دي‎.‎
پاکستانۍ خوا تراوسه د دې جګړې په تړاو څه نه دي ویلي خو کابل کې سرچینو په ډاګه کړې چې اسلام اباد سیمه کې د اوربند غوښتنه ‏کړې. په داسې حال کې چې نن یې هم پوځيانو د ناړۍ پر ولسوالۍ ګولۍ ورولې‎.‎
ارګ په غبرګون کې ویلي پاکستان باید ژر تر ژره د ډیورندکرښې په اوږدو کې ناقانونه کړې ودروي‎.‎
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی پر پوله د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو په اړه له ډیپلوماتیکو لارو خپل اعتراض کوي‎.‎
پرون د کونړ ولایت رسنيز دفتر وویل "د ډیورنډ پر فرضي پوله د پاکستاني ځواکونو له لوري غیر قانوني تحرکات شوي چې د افغان ‏ځواکونو او ولس له خوا یې مخنیوی شوی دی‎. "‎
سرچینې وايي څو ورځې وړاندې دواړو خواوو وروسته له هغه سره خبرې وکړې چې پاکستاني پوځیانو په صفري نقطه کې پوځي تحرکات ‏وکړل‎.‎
دا بریدونه وروسته له یوې مودې چې دغه سیمه په کرار وه بیا پیل شوي‎.‎