''چین کې بین الافغاني ناسته تر نامعلومې مودې ځنډېدلې ده''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
د افغانستان د سولې په اړه د چین په پیکېنګ کې هغه غونډه چې تمه وه د راتلونکې دوشنبې پر ورځ وشي، تر نا معلومې نېټې ځنډېدلې ده. د افغانستان سولې عالي شورا یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دغه غونډه چې د چین په نوښت د دې هېواد په پلازمېنه پیکنګ کې پلان شوې وه په دوو لاملونو ځنډېدلې
.
یادې سرچینې په وینا د افغان سولې په اړه دا غونډه ځکه ځنډېدلې چې یو هر اړخېزه اجنډا یې نه درلوده او بل خوا د افغان حکومت لوری په کې نه لیدل کېده.
بل خوا د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري بي بي سي ته د دې غونډې د ځنډېدو په اړه بې خبري ښودلې خو وايي چې ښايي د دې غونډې د جوړېدو لپاره لوژستیکي چمتوالی نه وي بشپړ شوی.
افغان حکومت اندېښنه درلوده چې د چین غونډه هم د مسکو هغې په برخلیک اخته نه شي. مسکو غونډه کې یوازې افغان سیاستوالو ګډون لاره او افغان حکومت په کې خپل حضور نه لیده.
ا"
خو د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان حکومت به د چین په غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ په یوه مناسب فرصت کې د چین له حکومت سره شریک کړي.
د افغانستان حکومت او طالب استازو دواړو ته د چین له خوا رسماً په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دواړو تر اوسه د دې غونډې د ځنډېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د سولې د غونډې د ځنډېدو خبرې په داسې مهال کېږي چې په برسلز کې تازه د ناټو د دفاع وزیرانو سرمشریزه ترسره شوه .
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازى نيکولاس کې ویلي و، د ناټو غړو هېوادو خپله غونډه ټينگ هوډ څرګند کړ چې نه پرېږدي افغانستان يو ځل بيا د ترهگرۍ پرځاله بدل شي.
په برسلز کې د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیرانو هم د افغانستان له سولې ملاتړ اعلان کړی دی.
د ناټو سرمنشي هم د يوې پوښتنې په ځواب کې چې امريکا له سوريې خپل ځواکونه واېستل او ايا دا اندېښنه لري چې له افغانستان سره هم ورته کار وشي او مسووليت د ناټو اروپايي متحدينو ته ورتر غاړې شي وويل:
"امريکا بيا بيا افغان ماموريت ته پر خپله ژمنه ټينگار کړى".