ټاکنو کمېسیون: له بایو مټرېک الو د مالومات راټولول ورو پر مخ ځي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون مني چې د معلوماتو ملي مرکز یا(ډیټا سنټر) ته د بایومټریک الو د اطلاعاتو لېږد، د تمې خلاف ورو پر مخ ځي. د دغه کمېسیون د دارالانشا مشر بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، د دوی د دغې ستونزې د هواري لپاره د اړوند جرمني شرکت دوه انجینران کابل ته راغوښتي

.

د کمېسیون چارواکو په لومړي ځل اندېښنه ښودلې چې که دا چاره همداسې ټکنۍ روانه وي نو ښایي لومړنۍ پایلې پر ټاکل شوې نېټه اعلان نشي.

له ټاکنو لس ورځې وروسته د کمېسیون چارواکي وایي چې نژدې پنځوس سلنه مالومات یې مرکزي سیستم کې ځای پر ځای کړي دي. هېره دې نه وي چې یو شمېر نوماندانو وار د مخه د رایو د شمېرلو په بهیر شک ښودلی او تور پورې کړي چې ځینې کړۍ په لوی لاس درغلي ته لاره جوړوي.

د امریکا په ګډون یو شمېر بهرنیو هېوادونو هم پخوا پر کمېسیون غږ کړی و چې په مرکزي سیستم کې د ټولو رایو د راټولو چاره دې ژر تر ژره بشپړه کړي.

د کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ وایي، کله چې ټول اطلاعات ځای پرځای شي، بیا د سپینو او تورو رایو چاڼول پیلېږي.

د مهال ویش له مخې د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د تلې په ۲۷مه اعلان شي، خو چارواکي اندیښنه ښيې چې معلوماتو مرکز ته د اطلاعاتو لېږدول، د دوی د تمې خلاف ورو پر مخ ځي.

له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلي ننګ وویل چې د دغې ستونزې هواري لپاره یې له اړوندې کمپنۍ نه مرسته غوښتې.

نوموړي بي بي سي سره خبرو کې وویل:

"طبعاً، په دې برخه کې افغانستان کې ستونزې ډېرې وې، د رایو له محلونو نه زموږ د پایلو فورم نه دی انتقال شوی، ځینې یې موږ دلته ولېږدول، یو شمېر یې د ولایتونو مرکزونو ته انتقال شول، دا ستونزې موږ مخکې نه پيشبیني کړې وې، ډیټا هم زېرمې ته په ټکني ډول لېږدول کېږي، موږ په دې اړه د کمپنۍ له مسوولینو او تخنیکي انجینرانو سره خبرې کړي دي، دا دوه درې ورځې چې دوی دې برخه کې له لېرې کار کړی، دا بهیر یو څه ګړندی شوی، د ستونزې هواري لپاره د درملوګ کمپنۍ دوه انجینران هم راځي."

په همدې حال کې د کمېسیون یوه غړي مولانا عبدالله په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، که سیسټم ته د اطلاعاتو لېږد په همدې ډول روان وي، په خپل وخت لومړنۍ پایلې نه شي اعلانولی.

د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو هم له ټاکنو کمېسیونه غوښتي چې مهال ویش ته ژمن پاتې شي. ځینو یې ویلي په ټاکنو کې تر اټکل د کم شمېر کسانو ګډون په پام سره، لومړنۍ پایلې ان له ټاکل شوې مودې مخکې باید اعلان شي.

ځینو نوماندانو د ټاکنو کمېسیون عملیاتي او مدیریتي چارې کمزورې بللي او ویلي یې دي چې رامنځته شویو ګډوډیو د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې را وستلی.

د ټاکنو کمېسیون ته ورغلي یو شمېر بهرني ډيپلوماتانو ټینګار کړی چې پایلې باید د سوچه رایو پر بنسټ راووځي.

په ورته وخت کې د امریکا سفارت یوې لوړ پوړې ډيپلوماتې چې پرون د دوشنبې په ورځ کمېسیون ته ورغلې وه ویلي په دې ټاکنو کې د درغلۍ لپاره هېڅ ځای نشته.

سفارت په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د دې سفارت کارکوونکو د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو مرکز کتلی او د دې کمېسیون د کارکوونکو د هلو ځلو ستاینه یې کړې.

سفارت زیاته کړې، افغان رایه ورکوونکي دې ډاډه اوسي چې "یوازې قانوني رایې راڼه او بې پرې شمېرل کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي و، د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو مرکز (ډېټا سنټر) د کار پیلولو په اړه بېلابېلو رپوټونو، دوی اندېښمن کړې دي.

هغه پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و چې دا کار: "د افغان ټاکنو په اړه ابهام زیاتوي."

د ټاکنو کمېسیون هم اعلان کړی چې د امریکا د سفارت مرستیالې کرېن ډيکر تېره ورځ د کمېسیون له غړو سره د ټاکنو د بهیر او د پایلو د جمع بندۍ په اړه لیدنه کړې ده.

اغلې ډيکر ویلي، امریکا د افغانانو او د دې بهیر ملاتړ خپل مسولیت بولي.

نوموړې زیاته کړې هېواد یې ۲۰ کاله په افغانستان کې د ډیموکراسي د بنسټيزولو لپاره پانګونه کړې او امریکا چمتو ده چې ۲۰ کاله نور هم په دې برخه کې له افغانانو سره کار وکړي.

په کابل کې د کاناډا سفیر ډیویډ متکف(Dave Metcalfe) هم د سې شنبې په ورځ د ټاکنو کمېسیون ته تللی و او ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د هڅو ستاینه یې وکړه:

ده وویل: "زه د هغو کسانو ژمنتیا اغېزمن کړم چې دلته کار کوي، زما پیغام دا دی چې د ټاکنو کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید پریښودل شي، دوی ریښتیا هم خپلواک دي، دوی باید خپل کار ته پریښودل شي چې له مهال ویش سره سم مخ ته ولاړ شي او پایلې اعلان کړي."

له دې وړاندې د بریتانیا او اروپایي ټولنې ډيپلوماتان او د ناټو ملکي استازی هم د ټاکنو چارې له نژدې کتلي دي.

د ټاکنو کمېسیون ټینګار کوي چې دوی باید خپلو چارو ته پریښودل شي او هېڅ نوماند او یا هم د هغو پلویان باید د پایلو په اړه له وخته مخکې قضاوتونه ونه کړي.

په تېرو ورځو کې افغان ولسمشرۍ ته یو شمېر نوماندانو اعتراض کړی و چې په ټاکنو کې ځینو نوماندانو درغلۍ کړې دي.

دوی ادعا کړې وه چې په کندهار، پکتیا، ننګرهار، هلمند، بغلان او خوست ولایتونو کې درغلي شوې او بې بایومټریک رایې صندوقونو ته اچول شوي دي.

دوی د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي چې بې بایومټریک رایې دې ونه شمېرې، ځکه د دوی په باور د ټاکنو کمېسیون په ټاکنو کې د خلکو د ګډون شمېره "له مبالغې ډکه" اعلان کړې ده.