ټاکنو کمیسیون: ټول حساس توکي مرکز ته ورسېدل، پایلې پر وخت اعلانېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، له ټولو ولایتونو نه د حساسو ټاکنیزو توکو ور رسیدو ډاډمن کړي چې لومړنۍ پایلې به په خپل وخت اعلانېږي

حساس ټاکنیز توکي هغو ته ویل کېږي چې په هغو کې لاسوهنه د ټاکنو پر پایلې اغېز کولای شي. ټاکنو کمیسیون دا اصطلاح بایومټریک آلو او د پایلو هغو فزیکي پاڼو ته کاروي چې د ټاکنو په نژدې دېرش زره محلونو کې ډکې شوي دي

.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو له ورځې یوه اوونۍ وروسته د ټولو حساسو ټاکنیزو توکو د بېرته ور رسېدو خبره کوي، خو مسئولین یې وایي، له مهال ویشه شاته نه دي پاتې.

د ټاکنو کمیسیون په مهال وېش کې هم له ولایتونو د موادو بېرته راټولولو لپاره مهال نه دی ځانګړی شوی.

په دغه مهال ویش کې داسې راغلي چې د ټاکنو له ورځې، یعنې د تلې له شپږمې تر شپږویشتمې پورې به رایې سره راټولې او د ټاکنو پایله به د همدې میاشتې په ۲۷مه اعلانېږي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات وایي، له ولایتونو د حساسو توکو ور رسیدو، دوی ډاډه کړي چې لومړنۍ پایلې به په خپل وخت اعلانېږي.

له دې سره سره د ټاکنو ډیجیتلي زېرمې او د معلوماتو ملي مرکز ته د پایلو پاڼو د دننه کولو چارې روانې دي.

د ټاکنو کمیسیون وروستۍ شمیرې دا ښيي چې تراوسه یې څه باندې ۲۲ زره د پایلو ډیجیتلي فورمې چې د ټاکنو په ورځ یا سبا یې په انلاین بڼه کمیسیون ته ور لیږل شوي، ډیجیټلي زېرمې ته دننه شوي. دا ډول ډیجیټلي فورمې ټولټال نژدې دېرش زره دي.

د ښاغلي سادات په خبره د پایلو له ډیجیټلي فورمو سربېره کمیسیون هغه فزیکي یا هارډ کاپي پایلې هم له ملاحظې وروسته سکن او بیا یې د معلوماتو زېرمې ته لېږدوي چې د ټاکنو په ورځ په محلونو کې ډکې شوي او محافظتي کڅوړو کې دغه کمیسیون ته لېږل شوي دي.

که څه هم کمیسیون ډاډ ورکوي چې له ولایتونو ور رسېدلي ټول توکي د کورنیو او بهرنیو څارونکو په حضور کې پرانېزي او د معلوماتو د ثبت ملي زېرمې ته یې لېږدوي، خو اندېښنې دا دي چې د تېرو ټاکنو پرتله دا ځل د خپلواکو څارونکو شمېر کم دی.

 

د ټاکنو کمیسیون مسئولین هم مني چې د کمیسیون دننه د ورتلونکو خپلواکو څارونکو شمېر هغومره نه دی لکه تېرو څو ټاکنو کې چې و.

یوشمېر کورنیو څارونکو بنسټونو له هغې دلې فیفا پخوا ویلي و چې د بودیجې د کموالي له امله نه دي توانېدلي چې دا ځل د ولسمشریزو ټاکنو بشپړ شمېر څارونکي وګوماري.