نتنیاهو: اسرائيل په امریکا پسې جاسوسي نه کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه رپوټونه در کړي چې ګواکې هېواد یې پر امریکا جاسوسي کوي. په دې وروستیو د پولیټیکو مجلې د درېیو جګپوړو امریکایي چارواکو له خولې لیکلي وو، د جاسوسۍ هغه درې الې چې د سپینې ماڼۍ شاوخوا کې موندل شوې دي، په اسرائیلو پورې اړه لري
.
خو د اسرائيلو د لومړي وزیر دفتر په یوه اعلامیه کې دا ادعا سپین درواغ بللې.
په اعلامیه کې راغلي، اسرائيل له ډېرې مودې راهیسې دې اصل ته ژمن دی چې د امریکا پر خاوره به استخباراتي فعالیتونه نه کوي.
بي بي سي په دې اړه د امریکا له بهرنیو چارو وزارت نه غبرګون غوښتی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی موندلی.
د پولیټیکو مجلې دا ادعا د پنجشنبې ورځې په یوه ځانګړې ګڼه کې کړې ده.
په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر استوګنځي او نورو حساسو ځایونو ته نږدې یو ډول الې موندل شوې دي چې تیلیفوني مکالمې او پیغامونه څاري.
یو پخواني امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پولیټیکو مجلې ته ویلي، داسې ښکاري چې دا الې د اسرائیلو دي او غوښتل یې چې په ولسمشر ډونلډ ټرمپ پسې جاسوسي وکړي.
دغه چاروکی وایي، مالومه نه ده چې دې الو کوم حساس مالومات ترلاسه کړي او یا نه.
د استخباراتو یو بل پخواني امریکایي چارواکي ویلي، بیخي ښکاره خبر ده چې دا د اسرائیلو کار دی.
رپوټونو کې ویل شوي، سپینې ماڼۍ ته نژدې د جاسوسۍ الات موندل شوي وو
همدې چارواکي د ولسمشر ټرمپ نیوکه کړې چې ولې یې په دې تړاو له اسرائیلو سپیناوی نه دی غوښتی.
د دې قضیې په اړه د اسرائيلو د لومړي وزیر غبرګون یوې خوا ته، خو دا خبره څرګنده ده چې اسرائیلو په تېر کې په امریکا کې استخباراتي فعالیتونه درلود او جاسوسي یې هم کړې.
په ۱۹۸۰ سلیزه کې جاسوسانو د امریکایي حکومت ګڼ شمېر محرم اسناد او مالومات اسرائیلو ته ورکړي وو.
په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا دفاع وزارت یو مامور لاورنس فرنکلېن له دې کبله په ۱۳ کاله بند محکوم چې د ایران په اړه د امریکا د بهرنۍ تګلارې ځینې اسناد او مالومات یې اسرائیلو ته ورکړي وو.
وروسته د نوموړي سزا راکمه کړل شوه او د لسو میاشتو لپاره په کور کې نظر بند کړل شو.