مسکو: چمتو یو د امریکا- طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې ضمانت وکړو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ د سولې د روانو مذاکراتو په لړ کې روسیې د دواړو خواو ترمنځ د سولې ممکنه تړون په اړه د ضمانت ټټر ډبولی دی.
د روسیې دولتي خبري آژانس د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخرووا له خولې لیکلي دي چې روسیه حاضره ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د احتمالي تړون ضمانت وکړي.

د طالبانو یو پخواني لوړپوړي چارواکي هم څه موده مخکې ویلي وو چې د امریکا سره د دوي د سولې د تړون ضمانت به روسیه او پاکستان کوي.
خو میرمن زخرووا نه دي ویلي چې دا ضمانت به کله، چېرته او څنګه کیږي؟ لا معلومه نه ده چې واشنګټن په رسمي ډول له مسکو غوښتي چې له طالبانو سره یې د سولې د احتمالي تړون ضمانت وکړي که څنګه؟
د پاکستان حکومت هم لا د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې نهم دور مذاکرات روان دي او ویل کیږي چې پر ډېرو مسایلو موافقه شوې ده چې رسمي اعلان به یې ژر وشي. ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد کابل ته ولاړ شي او له افغان حکومت سره وروستي پرمختګونه شریک کړي.
روسیه داسې مهال د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د احتمالي تړون د ضمانت خبره کوي چې پخوا یې له طالبانو سره د نژدیو اړیکو په اړه هم راپورونه خپاره شوي وو. روسیې ویلي وو چې له طالبانو سره په دې خاطر نژدې اړیکي پالي چې د سولې خبرو او مذاکراتو ته زمینه برابر کړي.