هند: پاکستان د کشمیر په تړاو ناسم پوهاوی خپروي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
د هند حکومت له لوري د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر ځانګړي حیثیت له لغو کېدو وروسته د نیوکو تر څنګ ځینې هندیان خوښي هم لمانځي
هندي چارواکو پر پاکستان تور پورې کړی چې د کشمیر په تړاو ناسم پوهاوی خپروي او دغه هېواد ته یې خبرداری ورکړی چې د هند په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي
.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کومار یوې خبرې غونډې ته وویل، پاکستان باید د کشمیر ځانګړي حیثیت په تړاو د هند پرېکړه واقعیت ومني.
پاکستان د هند حکومت له لوري د هند تر کنترول لاندې کشمیر نه د ځانګړي حیثیت بېرته اخیستو پرېکړه نیوکې کړې، هندي سفیر ته یې له هېواده د وتلو امر کړی، ډیلي ته یې د خپل نوماند سفیر نه استولو پرېکړه کړې او د خپلمنځي دیپلوماتیکو اړیکو کچه یې ټیټه کړې ده.
د کشمیر وروستی کړکېچ د افغانستان پر سولې څه اغېز لري؟
طالبان: د کشمیر لانجه له افغان سولې بهیر سره هېڅ تړاو نه لري
بل لور ته د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې پر ورځ وویل، هېواد یې یو شمېر سفیرانو او نړیوالو ادارو ته په دې تړاو معلومات ورکړي او هغوی ته یې ویلي دي چې د ۳۷۰ مادې لرې کول په بشپړه توګه د هند کورنۍ موضوع ده، چې په خبره یې د هند اساسي قانون پورې تړاو لري.
ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي وايي، هېواد یې د احتمالي پوځي حل موضوع ردوي
د نوموړې په وینا پاکستان یو اړخیز اقدام سره د نړیوالو پر وړاندې دغه موضوع د خپلمنځي تړاو په توګه وړاندې کوي چې په وینا یې دې لړ کې پاکستان ناکام شوی دی.
له دې مخکې ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي وویل، هېواد یې د موضوع پوځي حل احتمال ردوي او په وینا یې پاکستان دې لړ کې سیاسي او دیپلوماتیک فرصتونه لري.
د نوموړې په خبره پاکستان هغه کړکېچ ته لمن وهلو ته هیڅ لیوالتیا نه لري چې په وینا یې هند رامنځته کړی دی.

بل لور ته د بي بي سي خبريالې يوګيتا لامای له سرينګره چې له يکشنبې راهيسې په ټپه ولاړ حالت کې دی، خپل راپور کې وايي، د هند تر ولکې لاندې کشمير کې نن هم کلک امنيتي تدبيرونه او په ټپه ولاړ حالت لا پر ځای و.
خو ځينو ځايي جوماتونو کې خلکو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې د جمعې لمانځه ته لاړ شي. سرينګر کې بيا لوی جومات تړلی و، او د ګرځېدو راګرځېدو پر وړاندې کلک تدبيرونه پلي کېدل.
زرګونه ځواکونه پر لارو کوڅو کې دي، او له هغه راهيسې چې دا تېره دوشنبه نوي ډيلي کې حکومت تر خپلې ولکې لاندې دې سيمې ځانګړی حالت لغوه کړ، ګرځبنديز لګېدلی دی.