ارګ د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر پیغام رد کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
صدیق صدیقي وایي، افغانان د طالب مشر پیغام اورېدو ته اړتیا نه لري
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د لوی اختر په مناسبت د وسله والو طالبانو د مشر ملا هبت الله اخند هغه پیغام رد کړی چې پکې په سوله ییز ډول د افغانستان د روان کړکېچ د حل غوښتنه شوې وه. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي، افغانان هېڅ اړتیا نه لري چې د طالبانو پیغام ته غوږ شي.

د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې د افغانستان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی. طالبانو د مشر دغه پیغام د نوموړي د کوچني اختر له پیغام سره ځکه توپیر لري چې په هغه پیغام کې پر جګړیزه مبارزه ټینګار شوی و، خو په تازه پیغام کې یې تر ډېره خبرې پر سوله ییز حل راڅرخي.
خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د طالب مشر دغه پیغام ته توند غبرګون څرګند کړی. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي:
''د طالبانو پیغام له بده مرغه د وېرې، جګړې او وحشت پیغام دی. طالبان د ویجاړیو او ملکي وژنو اصلي عاملین دي. د دوی په دا ډول پیغامونو افغانان نه غولول کېږي. افغانان غواړي چې طالبان له جګړې لاس واخلي. موږ هیله من یو چې افغانستان کې سوله راشي. طالبان هره ورځ د افغانستان په هره برخه کې ملکي خلکو ته زیان رسوي. ''
د ملا هبت الله دغه پیغام کې چې نن پنجشنبه اګست ۸ خپور شوی راغلي دي:
''اسلامي امارت د هېواد په لر او بر کې د سولې او روغې جوړې بهیر کې مرکزي رول لري. ''
په دغه پیغام کې له سیاسي شخصیتونو سره د (بین الافغاني) خبرو یادونه هم شوې ده. له دې مخکې د طالب مرکچیانو او افغان سیاستوالو تر منځ یو لړ خبرې شوې دي.
 
د طالبانو د مشر پیغام کې وروستیو بین الافغاني ناستو ته هم اشاره شوې ده
د قطر په وروستۍ ناسته کې چې د طالبانو او افغان سیاستوالو تر منځ وشوه، یوه پرېکړه لیک کې د سولې خبرو بهیر ملاتړ اعلان شوی و او دغه راز له ښکېلو اړخونو غوښتنه شوې وه چې د ګواښ، جګړه غوښتنې او غچ اخیستنې د ژبې پر ځای نرمه او پسته ژبه وکاروي.

د لوی اختر په مناسبت د طالب مشر په تازه پیغام کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو موضوع ته هم اشاره شوې ده:
''موږ د خدای په لار کې وسله وال جهاد کوو او د سولې او تفاهم بهیر هم پر مخ بیایو. ''
له دې یوه اونۍ مخکې یې اعلان وکړ چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره یې پنځلس کسیز پلاوی ټاکلی دی.
د سولې چارو لپاره د دولت وزارت چارواکو په وینا دغه پلاوی چې ''قومي، سیاسي او مذهبي انډول په کې په پام کې نیول شوی د حکومت په استازولۍ به د خلکو لاس ته راوړنو خوندیتابه لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي. ''
د طالب مشر دغه نوی پیغام په داسې حال کې خپریږي چې په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانکړی استاز زلمي خلیلزاد او د طالب استازو تر منځ د خبرو اتم پړاو روان دی.
د ملا هبت الله په پیغام کې امریکايي چارواکي مخاطب شوي:
''د تېرو اتلسو کلونو په اوږدو کې د بېلا بېلو پوځي ستراتيژیو ناکامي د دې لپاره بسنه کوي چې د شخړې د حل لپاره سوله ییزه لاره غوره شي. ''
نوموړي ویلي، (اسلامي امارت) په جدیت سره د خبرو پروسه پر مخ بیايي او او امریکايي استازي هم باید صادقانه چلند وکړي چې په وینا یې (ګټور اقدامات) وشي او اتلس کلنه جګړه ختمه شي.
 
ویل کېږي طالبان له حکومت سره د مخامخ په برخه کې له خپل دریځه په شا شوي او دایې منلې چې له حکومت سره به خبرې کوي.
له دې مخکې تېره ورځ طالبانو هم تائيد کړه، چې افغانستان کې د جګړې پاى ته رسولو لپاره د امريکا له متحده ايالتونو سره يوې هوکړې ته د رسېدو په وړاندې لوى خنډونه لرې شوي دي.
طالبان وايي اوس يوازې پرتخنيکي مسالو بحثونه پرځاى پاتې دي. خبريالان وايي ښایي چې طالبان اوس له افغان دولت سره د خبرو نه کولو دريځ نه په شا شوي وي.
وړمه ورځ د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي وو،چې له طالبانو سره د سولې يوې هوکړې رسېدو ته خورا نژدې شوي دي.
د بي بي سي د انګلیسي څانګې خبریاله لیزدوسیت وایي، له نښو نښانو داسې ښکاري چې د افغان سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او ټول هغه خنډونه له مخې لرې شوي چې دې هدف ته رسېدل یې له ځنډ سره مخامخ کړي و.