''افغانستان خپلو الوتنو لپاره دوې نوې هوایې لارې موندلې دي''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان هوايي حریم له تړل کېدو وروسته د افغانستان هوايي چلند چارواکي وايي، دوې نوې هوايي لارې یې موندلې دي. د دغې ادارې په خبر پاڼه کې ویل شوي، دغه دوې نوې هوايي لارې له ختیځه د لویدیځ پر لور غځېدلې دي، چې د تاجکستان، چین او ختیځې اسیا د پاسه تېرېږي.

د دغې ادارې چارواکي وايي، دې لړ کې یې د تاجکستان له چارواکو سره هوکړه کړې.
د چارواکو په وینا پرون دوشنبه دې لړ کې رسمي اعلان هم شوی دی. یوه بله لاره چې مخکې د پاکستان له ختیځ او لویدیځه تېرېده، د چارواکو په وینا اوس د پاکستان له هوايي حریمه له تېرېدو پرته د اسیا ختیځ او لویدیځ تر منځ غځېدلې.
د ادارې په وینا د نویو لارو له پرانیستل کېدو وروسته د اسیا ختیځ او لویدیځ تر منځ لاره لنډیږي او هیله ده د دبۍ، قطر او نورو هېوادونو هوايي شرکتونه به له دغې لارې ګټه واخلي.
د چارواکو په وینا دا لارې د افغاستان لپاره مهمې دي او د هوايي چلند نړیوالې ادراې (IATA) او هوايي شرکتونو د نویو لارو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.
له دې مخکې د هوايي چلند افغان ادارې ویلي وو، د پاکستان هوايي حریم له تړل کېدو وروسته د افغانستان له فضايي حریمه د تګ راتګ کونکو الوتکو شمېر لږ شوی او افغانستان ته نژدې ۱۵ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
پاکستان د سږ کال پسرلي کې له هند سره د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته خپل هوايي حریم د هر ډول هوايي ترافیک لپاره وتاړه.
له دې کبله هره ورځ له څلور سوه تر پنځه سوه پورې هغو الوتکو لاره بدله کړه چې د افغانستان او بیا د پاکستان له هوايي حریمه تېرېدې.
وروسته هغو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې وځنډولې چې د پاکستان له لارې یې تګ راتګ کاوه.
اوس هغه الوتکې چې مخکې د افغانستان له لارې تېرېدې، د ایران او ځینې نورو هېوادونو له لارې تګ راتګ کوي. دې سره نه یوازې د سفر واټن اوږد شوی، بلکې د سفر لګښتونه هم ډېر شوي دي.