د سولې خبرې؛ یو شمېر افغان سیاستوال سبا پاکستان کې غونډه کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 په پام کې ده چې د افغانستان یوشمېر سیاسي مشران د سولې کنفرانس کې د ګډون لپاره پاکستان ته لاړ شي. پاکستاني رسنیو ویلي، د سولې دغه کنفرانس ته د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون شاوخوا ۳۰ افغان مشران او سیاسي فعالان وربلل شوي دي

.

خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې د سفر مشورې او چمتوالي لپاره د وخت لږوالي له کبله نه شي کولای دغه غونډه کې ګډون وکړي.

بل لور ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار دفتر او ځینو نورو سیاسي شخصیتونو تایید کړې چې سبا'شنبه جون ۲۲ ' ته پاکستان کې په یاد کنفرانس کې ګډون کوي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه غونډه د لاهور د سولې څېړنیز مرکز او د سوېلي اسیا د ستراتیژیک ټیکاو مؤسسې په نوښت جوړیږي.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ویلي، یاد کنفرانس ته د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر، کریم خلیلیي، ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، عطاء محمد نور، عمر داودزی، عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، صلاح الدین رباني، لطیف پدرام، احمد ضیاء مسعود، انوار الحق احدي، سید اسحاق ګیلاني او ځینې نور افغان سیاسيون ورغوښتل شوي دي.

د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي همایون جریر بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی حکمتیار به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

دی وايي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت د دغه کنفرانس د بحث اصلي موضوع ده.

د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تینج هم ویلي، د یاد ګوند په استازیتوب به د دغه ګوند درې مرستیالان هم ګډون وکړي.

دا ناسته داسې مهال جوړېږي، چې په پام کې ده افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د جون میاشتې پر ۲۷مه اسلام اباد ته لاړ شي.