طالبان: د خپلو بندیانو خوشي کېدل ښه ګام بولو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

وسله والو طالبانو د افغان حکومت له زندانونو د خپلو یو شمېر زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی. دغې ډلې په یوه علامیه کې ویلي چې طالبانو تل د حکومت له نیول شویو کسانو سره د بند پر مهال ښه چلند کړی او د حکومت لخوا د طالب بندیانو د ازدیدو هرکلی کوي، او د دې لړۍ د دوام غوښتنه یې کړې

.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کوچني اختر پر ورځ د کابو ۹۰۰ طالب زندانیانو د خوشي کولو اعلان کړی و. په تېرو دوه ورځو کې افغان چارواکو له دې ډلې د لسګونو طالبان زندانیانو د خوشې کولو خبره کړې.

خو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې د دوی د معلوماتو پر اساس له ۸۸۷ کسیز لېست نه یوازې ۲۶۱ یې په دوي پورې تړاو لري.

طالبان په دغه اعلامیه کې وايي چې پاتې نور یې افغان حکومت او امریکايي ځواکونو په بېلا بېلو ځایونو کې د چاپو پر وخت، یا له لویو لارو او یا هم د ناسمو معلوماتو پر اساس نیولي او دا کسان په جګړو کې ښکېل نه وو.

پرون دوشنبه د کورنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې د ننګرهار، فاریاب، کاپیسا، بغلان، لغمان، کونړ او د پکتیا ولایت له بند خونو څخه ۶۸ طالب بندیان خوشي شوي دي.

 

د يادې سرچینې په وینا ټاکل شوې ده چې په روانه اوونۍ کې د څرخي پله د زندان په ګډون له څو نورو محبسونو هم لسګونه بندیان خوشي شي.

بي بي سي ته سرچینې ویلي، دا کسان تر ډېره د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیول شوي خو د خوشي کېدونکو طالبانو په منځ کې داسې څوک نشته چې د اعدام په سزا محکوم وي.

د طالب بندیانو د خوشي کېدو په بهیر کې ښکېل یوه بل چارواکي له بي بي سي سره په خبرو کې تر دې دمه د خوشي شویو بندیانو شمېر ۱۳۰ تنه ښودلی.

د ده په وینا د دوی له منځ یواځې ۸۶ تنه يي د پروان له محبسه چې د بګرام په زندان په نوم مشهور دی خوشي شوي دي.