افغانستان کې د داعش د فعالیت زیاتېدل لویدیځه نړۍ گواښي – امریکایي مقام

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش د 'خلافت' له ماتې وروسته د یو شمېر چارواکو په وینا ددې ډلې جنگیالي هڅه کوي چې د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې خپل فعالیت پراخ کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو یو استخباراتي مقام چې په افغانستان کې دنده تر سره کوي اسوشیتیدپرس اژانس ته ددغه مطلب په بیان سره ویلي چې داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې په جلب او جذب بوخت دی.

دغه امریکایي مقام چې نه غواړي نوم یې یاد شي په افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي چې دغه بریدونه په اروپا او د امریکا په متحده ایالاتو کې "د سترو حملو د سر ته رسولو لپاره تمرینونه" دي.
ددغه امریکایي مقام په وینا د داعش جنگیالي د کلیدي سیمو په نیولو سره کولای شي په اسانه پیسو، وسلو او تجهیزاتو ته لاسرسی پیدا کړي او له هغه ځایه خپل بریدونه پلان، تمرین او چټک کړي.
د افغانستان د دفاع وزارت مقامات د ننگرهار ولایت په اچین، خوگیاڼیو او سپین غر ولسوالیو په مربوطاتو کې د داعش د ډلې خواره واره فعالیتونه تائیدوي.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست زبیر عارف، ددغه امریکایي استخباراتي مقام څرگندونو ته د مشخص غبرگون پرته وویل "د رپوټ په هکله مونږ کوم نظر نه ورکوو...داعش یو گواښ دی، خو پدې کچه ندی چې هغه یو جدي مشکل وگڼو، پدې خاطر چې د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه ددې توان لري هر هغه تروریستي ډله چې د افغانستان د گټو پر خلاف او زمونږ د هیوادوالو پر وړاندې وجنگیږي هغه له منځه یوسي".
خو یو شمیر څیړونکي پدې باور دي چې په سوریه او عراق کې د داعش له ماتې وروسته ښایي افغانستان دې ډلې ته یو نوی مرکز وي.
د امریکا په جورج ټاون پوهنتون کې د امنیتي مطالعاتو د مرکز رئیس بروس هوفمن، د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې داعش "په افغانستان کې په پراخو منابعو پانگونه کړې ده". له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند پدې ټینگار کوي چې د داعش د افغانانو د عمومي اعتقادونو سره په تضاد کې دي او د هغه په وینا ددغې ډلې په وړاندې حتی د سیمې خلکو هم پاڅون کړی دی.
خو دننگرهار ولایت د ولایتي شورا ځنې غړو ویلي دي چې داعش په دې ولایت کې شتون لري. د ننگرهار ولایت د ولایتي شورا غړي اجمل عمر، د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي "یواځې په همدې میاشت کې داعش کونړ ته ورسید او زیات شمیر یې نورو ځایونو ته رسیدلي دي".
د افغانستان په ختیځو سیمو کې د داعش شتون د سیمې د یو شمیر خلکو د بیځایه کیدو سبب شوي دي. فرمان الله شیرزاد، چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ننگرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې خپل کلی پریښی د خپلې تیښتې اصلي دلیل د ښځو په وړاندې د داعشیانو چلند او د داعش تر ولکې لاندې ساحو کې د ژوند نه مصون والی گڼلی دی.
ښاغلي شیرزاد اسوشیتدپرس ته ویلي "داعش یوه خطرناکه ډله ده. ځکه ډیر داسې تبلیغ هم کیږي چې هغوی ښځې له ځانه سره بیایي او د هغوی وقار او حیثیت ته درناوی نه کوي. زمونږ د تیښتې اصلي دلیل همدا دی او زمونږ ژونژ هم په خطر کې دی".
د داعش ډله چې د ٢٠١۴ کال په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې په ځانگړې توگه د ننگرهار په ولایت کې رامنځ ته شوه تر اوسه یې پر امنیتي قواو او ملکي وگړو باندې د یو شمیر زیاتو مرگونو بریدونو مسؤلیت منلی دی.