دوحې ناسته: طالبانو خپلمنځي بحثونه پیل کړي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

قطر کې طالبانو ته نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې نن پنجشنبه د طالبانو خپلمنځي بحثونه روان وو، او سبا به هم سلا مشورې روانې وي. دغه خبرې د دوشنبې پر ورځ له تعرفي غونډې سره پیل شوې. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي چې پر څلورو ټکیو خبرې شوې دي

.

خو طلب سرچینو بي بي سي ته ویلي چې یوازې پر دوه موضوعاتو، یعنی له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د نورو خلاف د افغان خاورې پر نه کارېدو خبرې شوې دي.

دا معلومه نه ده چې ښاغلی خلیلزاد دوه نور کوم ټکي یادوي، خو تېر کې هغه تل ټینګار کاوه چې باید بین الافغاني مذاکرات پیل شي او طالبان دې اوربند ته غاړه کېږدي.

ځیني سرچینې بیا اټکل کوي چې ښایي دواړه خواوې د بندیانو پر خوشي کولو هم خبرې وکړي. له پلان سره سم به دغه خبرې د شنبې پر ورځ بیا پیل شي.

په قطر کې طالب سرچینې وايي، امریکایان په دې خبرو کې جدي ښکاري. د سرچینو په خبره په تخنیکي برخه کې له ناروې هېواده یو ټیم او له ملګرو ملتونو ادارې نه هم ځینې کسان په دې برخه کې په هڅو بوخت دي.

تر دې دمه د لومړیو دوه ورځو د خبرو جزییات څرګند شوي نه دي، خو ظاهراً دواړه خواو جدي بحثونه کړي دي. ښاغلي خلیلزاد ددغو بحثونو د ارزونې پر مهال، پر ټویټر لیکلي چې خبرې ورو، خو ګټورې او د تلپاتې سولې له پاره دي.

نوموړی نن پنجشبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: ''موږ سولې ته د رسېدو لپاره سوکه خو پاخه ګامونه اخلو. ''

ښاغلی خلیلزاد وايي، له دوو ورځو وقفې وروسته به د شنبې پر ورځ دغه خبرې بېرته پیل شي او پر څلورو بنسټیزو موضوعاتو خبرې کېږي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، له القاعده او اسلامي دولت داعش ډلو سره مبارزه کې د طالبانو همکاري، اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې دغه څلور موارد بلل کېږي.

ښاغلی خلیلزاد وايي د قطر خبرو تر څنګ په کابل کې د یوه ملي مرکچي پلاوي پر رامنځته کولو هم کار کېږي چې له طالبانو سره په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ قطر کې د خبرو پنځم پړاو قطر کې د مرستیال طالب مشر ملا عبدالغني برادر په شتون کې د فبرورۍ پر ۲۵ پیل شو.

پپه قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم بي بي سي ته وویل، په دوحه کې د دوی د مذاکراتي ټیم او د امریکایي پلاوي ترمنځ پر دویمه ورځ ګټورې خبرې وشوې، خو اوس دواړو خواو د دوه ورځو لپاره وقفه یا دمه اخیستې ده.

دی وايي، له امریکايي پلاوي سره د خبرو پایلو او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره یې یوه ډله ټاکلې ده.

دغه طالب ویاند ویلي، د افغان شخړې په تړاو ځینې کورنۍ مسلې شته چې د اجنډا له مخې پرې وروسته خبرې کېدای شي.

د دویمې ورځې تر خبرو وروسته د طالبانو د پلاوي یوه غړي او د دې ډلې د واکمنۍ پر مهال د کورنیو چارو وزیر ملا خیرالله خیرخواه بي بي سي ته وویل، پر دویمه ورځ ګټورې خبرې وشوې او دواړه خواوې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د بل چا پر ضد د افغانستان د خاورې پر نه کارېدلو وغږېدل.