هند په رسمي توګه د ایران د چابهار بندر د چارو د سمبالښت اجاره تر لاسه کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

واشنګټن ډي سي ــــ په داسې وخت کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قرېشي د نورو هېوادونو په ګډون ایران ته هم د افغان سولې د بهیر په اړه سفر کړی، رقیب هېواد هند یې د ایران د چابهار بندر چارې په رسمي توګه تر لاسه کړې دي

.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا ویلي، چې د ایران، افغانستان او هند د درې اړخیز تړون په اساس چابهار بندر د ګل- دوشنبې په ورځ د دغو درېواړه هېوادونو د استازو په ګډه غونډه کې د هند سرکاري کمپنۍ انډیا پورټس ګلوبل لمیټیډ ته و سپارل شول.

د چابهار بندر زیاته برخه د هند په مالي لګښت جوړه شوې، چې په 2017م کال کې پرانیستل شوی دی او تمه کېږي چې هند به د دې بندر له لارې اوس نه یواځې افغانستان ته په اسانۍ خپل مصنوعات لېږي بلکې د افغانستان له لارې به له منځنۍ اېشیا سره هم خپل تجارت ته وده ورکړي.

ایرنا خبري ایجنسۍ د یوه ایراني چارواکي له خولې ویلي، چې هندي کمپنۍ ته چابهار بندر د اتلسو میاشتې لنډمهالې مودې او تر هغه وروسته د لسو کلونو اوږدمهالې مودې په اجاره سپارل شوی دی.

امریکې په روان کال کې پر ایران پراخ اقتصادي بندیزونه ولګول، چې تر بل هر وخت سخت بندیزونه ګڼل کېږي خو چابهار بندر یې په دغو بندیزونو کې شامل نه کړ، چې مقصد یې افغانستان ته د دې بندر له لارې له هنده سره د تجارتي اړیکو په پراختیا کې اسانتیا پیدا کول وو.

هند د تېر 2017م کال له نومبر میاشتې راهیسې تر اوسه دوې بېړۍ غنم چابهار بندر ته رسولې، چې له هغه ځایه په کانټینر لاریو کې افغانستان ته وړل شوي دي. تمه کېږي چې نور به د کراچۍ پر قاسم بندر د افغانستان تکیه ختمه شي.

افغان سوداګر له کلونو راهیسې شکایت کوي چې له پاکستان سره د ټرانزیټ او تجارت په برخه کې ډېرې ستونځې لري، خو د چابهار بندر فعالیت دوی هیله من کړي او وایي چې د چابهار بندر له لارې به یې دغه ستونځې هوارې شي.

د ایران له چابهار بندره افغانستان ته د رېل پټلۍ هم غزول کېږي، چې له کبله به یې د دې بندر ارزښت نور هم زیات شي. افغان ولسمشر اشرف غني تېر کال ایران ته د خپل سفر په مهال ویلي وو، چې دغه د رېل پټلۍ، ټرانزیټ او چابهار بندر د افغانستان او ایران تر منځ د همکارۍ مهم ډګرونه بللي وو.