د نامسؤوله وسله والو قومندان نوید تالقانو کې له ۳۰ ساعته کلابندۍ وروسته تسلیم شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د تخار چارواکي وايي، د نامسؤوله وسله والو یو سیمه ییز قومندان نوید له ۳۰ ساعته کلابندۍ وروسته امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

د چارواکو په خبره هغه وړمه ورځ په خان اباد ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته تالقانو ته وتښتېد او هلته د ځانګړو ځواکونو لخوا په یوه روغتون کې شاوخوا ۳۰ ساعته کلابند و، بلاخره تسلیم شوی دی.

سره له دې چې د تخار حکومتي چارواکو هڅه وکړه قوماندان نوید د خبرو له لارې اړ کړي چې پولیسو ته تسلیم شي او له همدې امله یې هغه ته د قومي مشرانو یوه ډله وراستولې وه، خو نوموړي له تسلیمېدو ډډه کړې وه

.

د یاد قومندان د نیولو لپاره تېره ورځ له ګاونډي ولایت کندوز نه هم ځانګړي ځواکونه تالقانو ته ورغلي وو.

هلته امنیتي ځواکونو تېر ماښام د قومندان نوید د نیولو لپاره امنیتي پلان تر جوړولو وروسته د شپې شاوخوا ۱۲ بجې عملیات وکړل.

په پیل کې قومندان او د ده شپږ ملګرو یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه چې پکې د تالقانو د دریمې حوزې یو پولیس ټپي شو.

د عملیاتو په لړ کې قومندان نوید او ملګري یې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوو.

د تخار د امنیې قوماندانۍ امنیت امر نظام الدین غوري چې ددغه عملیاتو مشري یې کوله بي بي سي ته وویل، نوید له عملیاتو نیم ساعت وروسته تسلیم شو:

"قوماندان نوید د عملیاتو له پیل نیم ساعت وروسته تسلیم شو، اوس دی او ۶ وسله وال یې له موږ سره قومندانۍ کې دي."

د نوید له تسلیمېدو نیم ساعت وروسته د هغه د ملګرو انځورو نه د امنیې قوماندانۍ په رسمي فیسبوکپاڼه کې خپاره شول، دغه انځورونه ښيي چې قومندان او ملګري یې یې د تخار له امنیې قوماندان عبدالرشید بشیر سره د ده په دفتر کې ناست دي او چای څښي.

له عملیاتو مخکې د تالقانو په مرکزي چوک کې د ځايي مدني ټولنې یو شمېر غړي راټول شوي وو او د نوید پر وړاندې د عملیاتو د نه ترسره کېدو غوښتنه یې کوله.

تېره ورځ هم د نوید پلویانو د تخار کندوز لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړلې وه.

موټر چلوونکی نوید

د خان اباد ولسوالۍ یو چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل چې نوید مخکې موټر چلوونکی و او کله چې د طالبانو پر وړاندې د پاڅون کونکو مسئله را پورته شوه، نوموړي هم وسله واخیسته او د یوې ډلې مشري یې پیل کړه.

د سرچینې په خبره له هغه وروسته قومندان نوید په خان اباد ولسوالۍ کې فعالیت کاوه.

نوموړی د بچه بازي ترڅنګ په یو شمېر نورو جرمونو لکه غلا، وژنه، انسان تښتونه او امنیتي ځواکنو سره په جګړه کولو تورن دی.

سرچینه زیاتوي، له نوید نه د ولسوالۍ ادارې، د کندوز امنیې قوماندانۍ او ولایت، کورنیو چارو وزارت او ان امنیت شورا ته هم شکایتونه شوې دي.

چارواکي وايي، پولیسو څو وارې غوښتل چې نوید په خان اباد ولسوالۍ کې ونیسي خو نه دي توانیدلي.

نوموړی تالقانو ته له راتګ مخکې د ملي اردو له سرتیرو او پولیسو سره جګړه وکړه چې پکې دده یو وسله وال ملګری ټپي شو.