هندوانو نن په ټوله نړۍ کې خپل مذهبي رسم "دیوالي" ولمانځلو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هندو مذهب منونکي د اکتوبر او د نومبر په میاشتو کې د دیوالي یا د رڼاگانو مېله کوي. سږ کال دیوالي د نومبر د میاشتې په اوومه نېټه لمانځل کیږي.

دیوالي د فصل د راټولولو په موسم کې کېږي او د خوشحالۍ او د سوکالۍ سبب گڼل کیږی. په هندوستان کې نوی مالي کال په دیوالي شروع کیږي.

د دیوالي په موقع مندرونه، کورونه، دوکانونه او نورې ودانۍ په رڼاگانو سنبالیږي او د مېلې دستورې پنځه ورځې روانې وي

.

د روېټر خبري ایجنسې ترمخه هندي وزیراعظم نریندرا مودي د شورو په ورځ د دیوالي دستوره په شمالي اترکنډ ریاست کې د هند او چین پولې ته نزدې له هندي پوځ سره ولمانځله او پدې موقع یې په پوځیانو باندې خپلو لاسو سره خواږه وخواړه.

 

پاکستان سره په پونچه او مندهر پولو باندی هندي پوځیانو له پاکستاني پوځیانو سره د خېر سگالی په توگه خواږه شریک کړل چې عکس یې په ټوېټر خپور شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د دیوالي په موقع د پاکستان هندو ټولنی ته مبارکی ویلې.

​د پاکستان د پیپلز گوند مشر بلاول بهټو زرداري هم د دیوالي په موقع د ټولې نړی هندوانو ته په عمومي او د پاکستان هندو ټولنې ته په خصوصی توگه مبارکی ویلې ده.