"افغان حکومت د مسکو ناسته کې ګډون نه کوي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغان حکومت کې د ننه یوې جګپوړې سرچینې بي بي سي ته ویلي، افغان حکومت به له طالبانو سره د سولې په تړاو په هغه غونډه کې ګډون نه کوي چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې پر ۹مه نېټه په مسکو کې جوړه شي. دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا رابلل شوې.

یادې سرچینې بي بي سي ته وویل، د ارګ، ملي امنیت شورا او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب به هېڅوک په دې غونډه کې برخه نه اخلي

.

سرچینې زیاته کړه، د امریکا د حکومت په استازیتوب هم ښایي څوک په دې ناسته کې ګډون ونکړي.

خو په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا اعلان کړی چې له طالبانو سره د سولې په تړاو د مسکو په راتلونکې غوڼده کې به د دوی یو پلاوی ګډون کوي.

بله خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لا هم له روسیې سره د مسکو د ناستې د جوړولو پر سر کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

ټاکل شوې وه چې د مسکو ناسته په تېره سپتمبر میاشت کې وشي، خو د افغان حکومت په غوښتنه وځنډول شوه.

کابل هغه مهال ویلي وو، د دې غونډې د لا اغېزمنتوب او ښه تنظیم لپاره یې د ځنډولو غوښتنه کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د مسکو غونډه به د روانې نومبر میاشتې پر ۹مه نېټه کېږي، او د دې وزارت مرستیال لخوا به پرانیستل کېږي.

روسیې په اګست میاشت کې اعلان کړی و چې وسله وال طالبان چمتو دي چې د سولې په تړاو د مسکو غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، د دوی لخوا به یو شپږ کسیز پلاوی په دې ناسته کې ګډون کوي.

د سولې د عالي شورا ویاند احسان الله طاهري وایي، له طالبانو سره د سولې لپاره په تېر کې ټولې ناستې د حکومتونو تر منځ وې، خو دا ناسته له هغو سره توپير لري.

خو داسې ښکاري چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسکو د ناستې په اړه جلا دریځ لري.

د یاد وزارت ویاند صبغت احمدي بي بي سي ته وویل، افغان حکومت لا هم د دې غونډې پر سر له روسیې سره کومې وروستۍ هوکړې ته نه دی رسېدلی.

بله خوا د سولې د عالي شورا ویاند احسان الله طاهري وایي، تېره ورځ له اندونیزیا نه هم د دیني عالمانو یو پلاوی افغانستان ته ورغلی و.

ویل کېږي چې دې پلاوي د افغانستان د سولې د عالي شورا او د افغانستان د علماو د شورا له غړو سره په دې هېواد کې د سولې د خبرو په تړاو بحث درلود، او په دې لړ کې یې یو ځل بیا د اندونیزیا د منځګړیتوب او مرستې ډاډ ورکړ.

ښاغلي طاهري زیاته کړه، په نژدې راتلونکې کې به په افغانستان کې د سولې لپاره د اندونیزیا په کوربتوب د اسلامي نړۍ د عالمانو یوه بله ناسته هم جوړه شي.

یاده دې وي چې افغان طالبانو وار د مخه اعلان کړی چې د مسکو په ناسته کې به ګډون کوي.

دې ډلې ویلي، په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر شېر محمد عباس ستانکزی به د طالب پلاوي مشري کوي.

طالبانو منلې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دوی ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې.