جېمز مېټس: د بل 9/11 د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د وسلوالو په ضد جګړه ضرور ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکې د دفاع وزیر جېمز مېټس وایي، د افغانستان لپاره د جنوبي اېشیا په تګلاره کې یې مهم اړخ له وسلوالو طالبانو سره د افغان حکومت مذاکرات او پخلاینه ده، خو وایي د دې لپاره چې بل ناین الېون ونه شي، د وسلوالو په ضد جګړه هم ډېره ضروري ده

.

د نهې- سه شنبې په ورځ د امریکا په امن انسټیټیوټ کې د خبرو په مهال ښاغلي مېټس وویل، له طالبانو سره د امن لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې له ټولو اړخونو سره لیدلي او د مذاکراتو لپاره هلې ځلې کوي:

"موږ له خپل نظره د سولې پر اړخ کار کوو، خو دا خبره هم باید د زړه په زور ومنو چې مذاکرات او جګړه څنګ پر څنګ روان ساتل کېدای شي، زه پوهېږم څوک به په دې خبره زړه ماتی وي خو موږ فکر نه کاوه چې دا به په جګړه کې اسان کار وي، که غواړو چې بل 9/11 او نورې ورته پېښې ونه شي نو دا [جګړه] ضروري ده".

ښاغلي مېټس وویل، د جنوبي اېشیا تګلاره پینځه برخې لري، چې لومړۍ برخه یې سیمه ییز خطرونه په پام کې نیول وو، دویمه برخه یې نور درې زره پوځيان افغانستان ته لېږل وو، درېیمه برخه یې د دغو پوځیانو په وسیله افغان ځواکونو ته سلامشورې ورکول او جنګي مهارتونه ور زده کول وي، څلورم مفاهمت یا پخلاینه او پینځم دغه تګلاره پر ځای ساتل دي.

مېټس وویل امریکایي او بهرني ځواکونه اوس په افغانستان کې له وسلوالو سره مخامخ جګړه نه کوي خو وايي له اړتیا سره سم دوی د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو هوایي مرسته کوي. ښاغلی مېټس وایي یواځې په اګست او سپټمبر میاشتو کې شاوخوا ۱۰۰۰ افغان پوځیان له وسلوالو سره د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

له ښاغلي جېمز مېټس څخه پوښتنه وشوه، چې که له طالبانو سره د افغان حکومت روغه جوړه وشي او د امن تړون لاسلیک شي له هغه وروسته به په افغانستان کې د امریکې او نېټو ځواکونو څه رول وي که نه، ده یې په ځواب کې وویل:

"د امن تر تړون وروسته د امریکې او اتحادي ځواکونو رول په افغان حکومت او هلته په موجودو خطرونو پورې اړه لري".

جېمز مېټس دا خبرې په داسې حال کې کړې، چې له ګوانتانامو زندانه خوشي شوي پینځه طالب مشران په قطر کې د طالبانو دفتر ته رسېدلي او تمه څرګندېږي چې دوی به د امریکې د استازي زلمي خلیلزاد په هڅو له افغان حکومت سره په مذاکراتو کې مرسته وکړي.

په تېرو ورځو کې د طالبانو یو پخوانی مشر ملا عبدالغني برادر په پاکستان کې اوږده بنده وروسته خوشي شو. د پاکستان یوه استخباراتي افسر (دي نېشنل) ورځپاڼې ته ویلي، چې له طالبانو سره د امن لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپل وروستي سفر په مهال له پاکستاني چارواکو د ملا برادر د خوشي کولو غوښتنه کړې وه او تر څو اوونۍ وروسته هغه خوشی شو.