"ځینې نوماندان له شکایت پرته د ټاکنو له نوملړه ایستل شوي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، د نوماندانو له ډلې یې لس تنه له کوم شکایت پرته له وروستي لېسته ایستلي دي.

د دې چارواکي په وینا، کمیسیون د ټاکنو د قانون د نویمې مادې پربنسټ حق لري چې ځینې کسان له شکایت پرته لرې کړي.

ټولټال ۳۵ نوماندان د ټاکنو د کمیسیون د ۴۴مې مادې پر اساس د نوماندانو له وروستي لېسته ایستل شوي

.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دا شونتیا شته چې نور نوماندان هم له وروستي لېسته و ایستل شي.

د کمیسیون د چارواکو په وینا، خلک کولی شي د ټاکنو تر ورځې د نوماندانو په اړه شکایت وکړي، او کمیسیون به یې ارزونه کوي.

د ټاکنو له وروستي لېسته یو شمېر ایستل شویو نوماندانو اعتراض کړی او د کمیسیون له پریکړې سره یې مخالفت ښودلی.

په دوی کې ځینو د ټاکنو کمیسیون په ناقانونه کړنې تورن کړ او وايي، له مخکې نه یې خبر نه و ورکړی او د استیناف حق هم نه دی ور کړل شوی.

خو کمیسیون وايي، له وروستي لېسته ایستل شویو معترضو نوماندانو ته یې قانوني ځواب ورکړی.

په دې نوماندانو کې یو هم په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی ملا تره خېل محمدی دی چې مخکې ورته خبرداری ورکړل شوی و، خو اوس یې نوم بیخي له لېسته و ایستل شو.

مُلا تره خېل ادعا کوي چې کمیسیون ناقانونه چلند ورسره کړی.

په نورو پېژندل شویو څېرو کې د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا پخوانی مشر ضیا الحق امرخېل هم شامل دی.

نوموړی وایي چې د ده په اړه کمیسسون ته هڅ ډول شکایت نه دی شوی.

د حزب اسلامي پخوانی قومندان زرداد فریادي هم د نوماندانو له وروستي لېسته ایستل شوی.

فریادي د جنګي جرمونو په تور بریتانیا کې له شل کال بند تېرولو وروسته کابل ته راغی او د ولسي جرګې ټاکنو ته ځان نوماند کړی و.

د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي چې له لومړي لېسته هم ایستل شوې وه، په وروستي لېست کې هم شامله نشوه.

نوموړې پرون یو ځل بیا د خپلو پلویانو په منځ کې د اعتراض غږ پورته کړ او ویې ویل:

"دا ټولې دسیسې چې دوی جوړې کړي، د اغېزمنو سیاسي څېرو لپاره دي".

خو د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وايي، کمیسیون د قانون په چوکاټ کې له ټولو نوماندانو سره همکار دی او د هېچا تر نفوذ لاندې نه راځي.

د ټاکنو د کمیسیون د وروستۍ پرېکړې په اړه مو د یو شمېر رایه ورکوونکو نظرونه هم وپوښتل. د کابل یوې اوسېدونکې ګلالۍ نورزۍ بي بي سي ته وویل:

"زما په اند د ټاکنو کمیسیون ښه کار کړی. باید داسې کسان پارلمان ته راشي چې ارزښت او استعداد ولري".

د ټاکنو د قانون ۴۴مه ماده وايي، هغه کسان چې له ناقانونه وسله والو ډلو سره تړوا لري، د نشیي توکو په قاچاق کې لاس لري، د ځمکو غصب او یا د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو باندې تورن وي، که یې په اړه کمیسیون ته شکایت وشي نو دوی نه شي کولی ځانونه ولسي جرګې ته نوماند کړي.