د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړه ۳۵ کسان لرې شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر ارزونو وروسته د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی نوملړ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته استولی دی.

ددغه کمیسیون چارواکي وایي؛ ددوی د ارزونو په لړ کې د پارلمان ۳۵ کاندیدان له نوملړ نه ویستل شوي دي.

چارواکي د اوس لپاره د حذف شویو کاندیدانو د هویت په اړه څه نه وایي، خو په ټولنیزو رسنیو کې ددغو کسانو یو نوملړ خپور شوی دی چې د یو شمېر برحاله وکیلانو نومونه هم پکې لیدل کېږي

.

د ټاکنو کمیسیون یوې سرچینې بي بي سي ته تایید کړه چې خپور شوی لیست کره دی.

د حذف شویو کاندیدانو په ډله کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي او مریم کوفي، د کوچیانو استازی ملا تره خېل محمدي، د کابل د خلکو استازی قیس حسن، د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانکزی، د کوچیانو استازی شیرعلی احمدزی، د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء پخوانی مشر ضیاء الحق امرخېل، زرداد فریادي او نور شامل دي.

د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي، په پام کې لري نن شپه یا هم سبا د ولسي جرګې د کاندیدانو وروستی نوملړ اعلان کړي.

د افغانستان د ولسي جرکې د ۲۴۹ څوکیو لپاره په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰۰ کسانو ځانونه نوماند کړي دي.