د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګو په ټاکنو کې له بایومټریک سیستم نه استفاده رد کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په داسې حال کې چې د هېواد ځينو مطرح سیاسي ګوندونو د ولسي جرګې په راروانو انتخاباتو کې د بایومټریک سیستم څخه پر استفادې ټینګار کړی، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکو انتخاباتو کې د دغه سیستم څخه استفاده نه‌شي کېدلای

.

د یاد کمېسیون کمېشنر او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۷» ازادي راډيو ته وویل چې د دې کار اصلي لامل د وخت کمښت او د لازمه اندازه تجهیزاتو نشتوالی دی.

خو دی وايي، د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې به د بایومټریک له سیستم څخه استفاده وشي.

اصلي لامل د وخت کمښت او د لازمه اندازه تجهیزاتو نشتوالی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"دې ته په کتو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په عملیاتي کارونو بوخت دی او دغو انتخاباتو ته یوازې ۷۰ نورې ورځې پاتي، نو ځکه د بایومټریک سیستم عملي کېدل تړلی ګڼي، خو کمېسیون پرېکړه کړې چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بایومټریک له سیستم څخه استفاده وشي."

دا څرګندونې له هغه وروسته مطرح کېږي چې د حکومت، انتخاباتو کمېسیون او د ځينو سیاسي ګوندونو ترمنځ د ګډو غونډو لړۍ د تېرې دوشنبې په ورځ د جمهور رئیس د دوهم مرستیال له‌خوا په اووه فقره‌ییزه جمع‌بندۍ پای ته ورسېده.

د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش په دغې جمع‌بندۍ کې د انتخاباتو په اړه د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو سره غونډې مهمې او له هره اړخه‌يې په انتخاباتو کې لاسوهنې د نه‌منلو وړ بللي او پر خپل وخت‌يې د انتخاباتو په تر سره کېدو ټینګار کړی دی.

د جمع‌بندۍ په یوه فقره کې دا هم راغلي دي چې د بایومټریک په طرحه کې هم د وخت او هم له تخنیکي اړخه د اړوندې ادارې له‌خوا ډاډمنتیا نه‌شته.

له تخنیکي اړخه د اړوندې ادارې له‌خوا ډاډمنتیا نه‌شته.

دا جلسې له هغې وروسته پیل شوې چې د هېواد ځينو مطرح سیاسي ګوندونو بیا بیا د انتخاباتي سیستم پر تغییر، سیاسي ګوندونو ته د انتخاباتو پر ټول بهیر د څار پر حق او په انتخاباتو کې پر بایومټریک سیستم ټینګار کاوه.

حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي، وحدت اسلامي، د ملي محاذ ګوندونه او د حراثت او ثبات شورا د دغو بدلونونو غوښتونکي دي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان کال د میزان میاشتې پر ۲۸مه نېټه او د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات بیا د راروان کال د حمل میاشتې پر ۳۱مه نېټه تر سره شي.

له دې سره ځيني سیاسي ګوندونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دا ګام غیر مسؤلانه ګڼي.

د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج وايي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې اړه غیر مسؤلانه ځواب ورکړی، هم په تخنیکي او هم وخت ته په کتو د میزان تر ۲۸مې نېټې د بایومټریک سیستم عملي کېدونکی دی."

ښاغلی ته‌ینج هیله‌مندي ښيي چې په دې اړه بیا کتنه وشي کنه د ده په وینا دوی به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له درغلیو ډکو انتخاباتو ته اجازه ورنه‌کړي.

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید که څه هم په راتلونکو انتخاباتو کې د بایومټریک سیستم یو معقول امر ګڼي، خو له تخنیکي، مالي او عملي کېدو له مخې دا یو اوږدمهاله کار ګڼي.

د ده په وینا په منډه او له چمتووالي پرته له دغه سیستم څخه استفاده به ناوړه نتیجې ولري.