پاکستان: یو شمېر سیاسي ګوندونو د ټاکنو پایلې رد کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستان کې د پخواني واکمن پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند په ګډون یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي، د چارشنبې ورځې ټاکنو پایلې ردوي. دوی په دغو ټاکنو کې د پراخې درغلۍ تور پورې کړی دی.

د ګوندونو دغې ډلې یو مشر مولانا فضل الرحمان وايي د احتجاج لړۍ به پیل کړي او د نویو ټاکنو غوښتنه به وکړي. خو د پاکستان مسلم ګوند مشر شهباز شریف وايي له نوي پارلمان سره د پرېکون په تړاو به له ګوندي ملګرو سره سلا مشوره وکړي.

تر اوسه خپرې شوې پایلې ښيي، چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند د رایو تر لاسه کولو کې تر ټولو مخکې دی. له دې مخکې همدا نن ښاغلي شریف ویلي و د ټولټاکنو پایلو په تړاو له یو شمېر ملاحظاتو سره سره پارلمان کې د اپوزېسیون پر څوکیو کېناستو ته چمتو دي

.

د ټولټاکنو تر اوسه شمېرل شوې رایې ښيي، چې د عمران خان ګوند له ۱۱۰ ډېرې پارلماني څوکۍ تر لاسه کړې دي او دغه ګوند د بریا ادعا کوي.

د پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف ګوند د پایلو اعلان بهیر په پیل کې د پایلو ردولو خبره کړې وه او د عمران خان په ګټه یې پایلو کې د درغلیو تور پورې کړی و. بل لور ته د پاکستان ټاکنو کمېسیون په ټاکنو کې د لاسوهنې ادعاوې رد کړې دي.

د ټاکنو یوې څارونکې اروپايي ډلې ویلي، د رایې اچوونې موده له ډار او تاوتریخوالي سره مله وه. بل لور ته د نفوس له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې دواړه ګوندونه پاکستان مسلم لیګ او تحریک انصاف د ایالتي حکومت تشکیلولو ادعا کوي.

د شهباز شریف زوی او مسلم لیګ (ن) ګوند یوه مشر شهباز شریف لاهور کې خبریالانو ته وویل، د ایالتي حکومت تشکیل لپاره د نورو ګوندونو له بریالیو کاندیدانو سره په خبرو بوخت دي.

بل لور ته د تحریک انصاف ګوند یو مشر نعیم الحق وايي، دوی ته خلکو رایه ورکړې او ګوند به یې له خپلواکو(غیر ګوندي) کاندیدانو سره په شریکه پنجاب کې ایالتي حکومت تشکیل کړي.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون له لوري خپرې شوې پایلې ښيي، چې پاکستان مسلم لیګ ګوند پنجاب ایالتي پارلمان کې ۱۲۷ څوکۍ تر لاسه کړې دي او د تحریک انصاف ګوند کاندیدان پر ۱۲۲ څوکیو بریالي شوي دي.

د شهباز شریف په وینا د دوی ګوند د صوبې پارلمان ته له بریالي شویو ۲۷ خپلواکو کاندیدانو سره خبرې کوي.

د ټاکنو کمېسیون مسوولینو په وینا پنجاب کې ۲۹ خپلواک کاندیدان دي، مسلم لیګ (ق) اووه څوکۍ ګټلې، پاکستان پیپلزګوند پر شپږو څوکیو بریا تر لاسه کړې او درېیو نورو څوکیو ته د نورو ګوندونو کاندیدان بریالي شوي دي.