ټرمپ پوتین ته د امریکا د لیدلو بلنه ور کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له روسي سیال ویلادیمیر پوتین وغوښتل چې په مني کې متحده ایالتونو ته ور شي.
دا پرمختیا په داسې مهال ده چې له پوتین سره د لیدنې له امله ډونلد ټرمپ امریکا کې له نیوکو سره مخ دی.
د سپینې ماڼۍ ویانده سارا سنډرز په خپل ټوېټ کې وایي چې د دې لیدنې په هکله لا د مخه تیاری روان دی.
له دې مخکې ډونلډ ټرمپ د روسیې له خوا د امریکايي وګړو د پوښتنو لپاره د ښاغلي پوتین وړاندیز ونه مانه

.
دواړو مشرانو د دوشنبې په ورځ په فینلډ کې سره ولیدل، خو د دوی د دې ناستې خورا لږ تفصیل خپور شوی دی.
روسیې هم د ټرمپ او پوتین د بیا لیدلو په هکله څه نه دي ویلي.
خو د پنجشنبې په ورځ ښاغلي ټرمپ وویل، چې له پوتین سره یې لیدنه "لویه بریا" وه او دا ډول بلې لیدنې ته سترګې په لار دی.

پوتین ته بلنه ور کول داسې ښکاري چې د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډن کوټ ته هیښوونکې خبره وي.
هغه د کلوریډا په په اسپن امنیتي بنسټ کې د ژوندې مرکې پر مهال دې خبر ته په غبرګون کې وخندل او ویې ویل:
"دا به ځانګړې وي".
هغه زیاته کړه، لا هم نه پوهېږي چې ښاغلی ټرمپ او ښاغلی پوتین په تېره لیدنه کې- چې یوازې ژباړن یې ور سره وو- پر څه غږېدلي.
د امریکا مشرانو جرګه کې د ډیموکراټانو مشر چک سچومر له ټرمپ غوښتي چې له پوتین سره کړې خبرې ډاګیزې کړي.
ډونلډ ټرمپ له پوتین سره د دوه ساعته لیدنې له امله ان د خپل ګوند د ځینې غړو له نیوکو سره هم مخ دی.