ناټو: د افغانستان پوځي ماموریت ته ژمن يو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ناټو سازمان وایې چې په افغانستان کې خپل ماموریت ته ژمن دی او د افغان پوځیانو ملاتړ کوي.

د ناټو سازمان د پنجشنې په ورځ [جون ۷] اعلان وکړ چې په افغانستان کې د نړیوالو قواوو د قاطع ملاتړ ماموریت به د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن پیل شوه او په پام کې ده چې برخه وال یې د جمعې په ورځ پر افغانستان بحث وکړي

.

په هغې اعلامیې کې چې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په هکله خپره شوې راغلي چې ناټو به د مشورې ورکولو چارو ته په جدي توګه ادامه ورکړي.

ددغې اعلامیې له خپرېدو یوه ورځ مخکې، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل چې: " متحدین او همکاران د ځواکونو او مالي ملاتړ د زیاتوالي په برخو کې ژمن دي. موږ د خپل ماموریت لپاره ۳۰۰۰ نور روزونکي هم زیات کړي دي."

سټولټنبرګ ژمنه وکړه چې نړیواله ټولنه به له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته هم د افغان پوځیانو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې یې برخه اخېستې امریکا غږته وویل چې افغان پلاوی به د جمعې په ورځ د افغانستان د جګړې د وضعیت، راتلونکي امنیتي پلان، اصلاحاتو او د یو شمېر نورو موضوع ګانو په هکله له خپلو نړیوالو همکارانو سره بحث وکړي.

ښاغلي بهرامي زیاته کړه چې " د ناټو په دې غونډه کې به د ستراتیژیک اړخه د افغانستان امنیتي وضعیت وڅیړل شي."

ناټو په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت په مشورتې او روزنیز ماموریت بدل کړ. نړیوال پوځیان اوس تر ډیره حده د افغان قواوو په روزولو او تجهیزولو بوخت دي.