د پاکستان پوځ: ځايي رسنۍ ښه کوي چې غورځنګ ته پوښښ نه ورکوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پوځ ادعا کړې، د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر منظور پښتین او د هغه د خولۍ د شهرت تر شا د افغانستان لاس دی، چې د دوی په خبره په افغانستان کې يې په ملاتړ یوازې په یوه ورځ پنځه زره د خواله رسنیو پاڼې جوړې شوې دي

.

د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور د دوشنبې په مازديګر د پوځ په مرکز کې په یوې خبري غونډه کې وویل، دوی پوهېږي، چې منظور احمد مسید څه ډول په منظور احمد پښتین بدل شو او څه ډول يوه خولۍ له بهره راوړل شوه او په شپه شپه يې د پښتین د خولۍ نوم خپل کړ.

د پوځ ویاند په دې خبري ناسته کې یوې خواته د غورځنګ غوښتنې سمې وبللې، خو بلې خواته يې د پاکستانیو ځايي رسنیو مننه وکړه، چې د غورځنګ ولسي غونډو ته پوښښ نه ورکوي. د پاکستان پوځ ویاند نړیوالې رسنۍ په دې تورنې کړې، چې غورځنګ ته تر خپل حق زیات پوښښ ورکوي.

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د یکشنبې پېښې ته پام سره د پوځ ویاند وویل، یاده پېښه د امن کمېټې او غورځنګ د غړیو تر منځ شوې او د دوی ملېشه سرتېرو تر دې پېښې وروسته ټول ټپيان روغتونونو ته لېږدولي. ویاند زیاتوي، نښته په دې شوې، چې د غورځنګ پلویانو د پاکستاني پوځ ضد شعارونه ورکړي و، چې په هغه ورسره د امن کمېټۍ غړي لاس او ګرېوان شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبره د امن کمېټۍ تر شا د پوځ او استخباراتو لاس دی او د هغوی په خوښه د غورځنګ پر پلویانو برید شوی دی.

د پوځ ویاند وايي، په واڼه کې یادې امن کمېټۍ له مودې راهیسې د ترهګرۍ ضد جنګ کړی او د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره يې قربانۍ ورکړې دي.

تورن جنرال اصف غفور زیاته کړه، په خواله رسنیو خپور شوی د وژل شوي ماشوم عکس د واڼه د همدې پېښې نه دی او دا يې د پاکستاني پوځ پر ضد پروپاګند وباله.

د پوځ ویاند زیاتوي، دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې غوښتنې په فبرورۍ میاشت کې منلې دي او د یاد غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ ورته د مننې پېغام هم ورلېږلی. خو محسن داوړ د دې په ځواب کې بي بي سي ته ویلي، د پوځ مننه يې د وطن کارټونو په ختمولو پر ټيوټر کړې وه او په همغه ټويټ کې يې ورڅخه د نورو غوښتنو د منلو هیله هم کړې وه.

د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د غورځنګ ټولې غوښتنې منل شوې وي نو لا هم ولې ستاسو پر ضد شعارونه ورکوي او لاهم ولې احتجاجونه کوي؟ د پوځ ویاند وویل،"ځکه چې هغوی په قبایلي سیمو کې سوله نشي زغملی او د سولې ضد دي".

که څه هم د پوځ ویاند د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان دښمنو لمسون وباله خو په دې خبري غونډه کې يې د هغوی غوښتنې د پاکستان له اساسي قانون سره سمې یادې کړې.

د پاکستاني پوځ د ویاند په خبره کله چې په لاهور کې ځايي پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران ونیول نو د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ځايي چارواکو ته امر وکړ، چې د غورځنګ مشران دې نه نیسي، هغوی دې خبرو ته پرېږدي، ځکه چې غوښتنې يې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه دي.